د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې ګونګ برخلیک


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له حزب اسلامي سره د دې شورا د سولې خبرې نهايي شوي خو له حکومت سره یې وروستۍ خبرې پاتې دي.

کابل ته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د پلاوي له بېرته راستنېدو سره دا هیلي پیدا شوې وې چې د دوی او حکومت ترمنځ به د سولې تفاهم نامه ډېر ژر لاسلیک شي خو د سولې عالي شورا وايي، په دې اړه مطبوعاتو ته کومه نوې خبره نه لري.

د دې شورا مرستیال عطاء الرحمن سلیم د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له حزب اسلامي سره د دې شورا د سولې خبرې نهايي شوي خو له حکومت سره یې وروستۍ خبرې پاتې دي.

سلیم: له حزب اسلامي سره د دې شورا د سولې خبرې نهايي شوي
سلیم: له حزب اسلامي سره د دې شورا د سولې خبرې نهايي شوي

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"د هغوی دوه کسان راغلل او د سولې د عالي شورا له رييس سره یې ولیدل. دوی ویل جمهور رییس ته یو پیغام لري. د شورا رییس لارښونه وکړه چې له جمهور ريیس سره دې ورته د ملاقات زمینه برابره شي. هغوی د جمهور ريیس په لور وخوځېدل. دا چې ملاقات یې شوی او که نه او د دواړو لورېو ترمنځ څه ویل شوي او په راتلونکي کې څه پروګرام لري، له موږ سره شریک شوي نه دي."

څه باندې دوه میاشتې کیږي چې د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي ترمنځ، د سولې پر تفاهم نامې خبرې روانې دي.

په دې اړه د حزب اسلامي د پلاوي او د سولې د عالي شورا ترمنځ د څو ځلي خبرو په نتیجه کې پر یوې ۲۵ ماده ییزې مسودې موافقه هم شوې ده.

د سولې عالي شورا د معلوماتو له مخې د حزب اسلامي پلاوی ترتیب شوې مسوده د حزب مشر"حکمتیار" ته رسولې او څه باندې اوونۍ کیږي چې بېرته یې کابل ته راوړې ده.

په دې اړه ځینو رسنیو لیکلي چې د حزب اسلامي مشر د مسودې پر درې مادو خپل ملاحظات په ګوته کړي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې باب د جمهوري ریاست او حزب اسلامي نظر واخلي، خو دواړه لوري خبرو ته حاضر نه شول.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، له یوې مخالفې ډلې سره د سولې تفاهم یو مهمه موضوع ده او باید په پوره غور او حوصلې سره ترسره شي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي
د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي

د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي په دې هکله ازادي راډیو ته وویل:

"په دې کې حوصله په کار ده، زه باور لرم دا کار کیږي، زه خوښ یم چې دواړو لورېو سولې ته لېوالتیا او صداقت ښودلې دی، تاکید مې دا دی چې د افغانستان د ولس په خاطر دی له هر نوع غوښتنو څخه تېر شي او هغه غوښتنې دې مطرح شي چې د افغانستان خلک په کې سوکالۍ ته رسیږي."

معلومه نه ده چې د کومو دلایلو له مخې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت خبرې ورو شوي دي، خو له دې وړاندې خپله د حزب اسلامي پلاوي ویلي، یو شمېر کړۍ په دې هڅه کې دي چې د دوی او حکومت ترمنځ د سولې مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG