طالبانو د ملا عمر زوی یعقوب د ۱۵ ولایتونو نظامي مسؤل ټاکلی

د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر

طالبانو د دغې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی د ۱۵ ولایتونو د نظامي کمېسيون مشر وټاکه.

د قاري يوسف احمدي په وينا، د ملا عمر د کورنۍ دوه غړي به د اوسني مشر ملا اختر منصور د ډلې د پیاوړتيا لپاره کار کوي.

د ملا عمر د کورنۍ دوه غړي به د طالبانو د ډلې د پیاوړتيا لپاره کار کوي

د طالبانو د یوه وياند په وينا، د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا محمد يعقوب او ورور يې ملا عبدالمنان دواړه د دې ډلې د هبري شورا ته ورغوښتل شوي وو.

د قاري يوسف احمدي په وينا، د ملا عمر د کورنۍ دوه غړي به د اوسني مشر ملا اختر محمد منصور د ډلې د پیاوړتيا لپاره کار کوي.

ملا اختر محمد منصور د مشرتابه تر لاسه کولو راهيسي د طالبانو د يو شمېر څانګو له مخالفت سره اوس هم مخامخ دی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور په وينا، د سخت دريځو طالبانو تر منځ د ملا محمد يعقوب د کورنۍ نوم اوس هم ډېر حيثيت لري.

محمد يعقوب د طالبانو له خوا د افغانستان د ۱۵ ولايتونو لپاره د نظامي کمېسيون د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د ملا منصور د مخالفې ډلې مشر ملا محمد رسول د ډلې وياند ملا عبدالمنان نيازي ازادي راډيو ته ويلي چې دا اوازې له حقيقته لېري ښکاري.

د طالبانو د ملارسول د ډلې ویاند ملا نیازی

​د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو رهبرۍ شورا ته دغه دوه کسان له هغه وروسته شامل شوي چې له ملا اختر محمد منصور سره يې له مخالفته لاس واخيست.

ملا اختر محمد منصور وروسته له هغه د طالبانو مشر وټاکل شو چې تېر کال د ملا محمد عمر مړينه د هغه له مرګه دوه کاله وروسته تاييد شوه.

د د طالبانو د نظامي شورا یوه غړي رويټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې ملا اختر محمد منصور پخوا لا ملا محمد يعقوب او ملا عبدالمنان ته لوړ ځايونه او د شورا غړيتوب وړانديز کړي وو خو په رسمي توګه دوی د دوشنبې په ورځ د شورا له خوا د تاييد وروسته وټاکل شول.

د ملا محمد عمر د کورنۍ غړو مخکې ادعا کړې وه چې محمد يعقوب د طالبانو مشر دی، ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر د اوږدې مودې مرستيال وو.

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور

د طالبانو د مشر په توګه د منصور له ناببره ټاکل کېدو وروسته د دغې ډلې په يو شمېر غړيو کې د ده پر وړاندې احساسات وپارېدل چې طالبان يې د ملا محمد عمر د مړينې د خبر په پټ ساتلو غولولي وو او ويل يې دی د پاکستان له خوا کنټرول کېږي.

تېر کال د ګڼ شمېر راپورنو له مخې منصور له مخالفو ډلو سره په نښته کې سخت ټپي شوی وو، خو طالبانو دا راپورونه رد کړل او یو غږیز پيغام يې خپور کړ او ادعا يې کوله چې دا غږ د ملا اختر محمد منصور وو او هغه روغ جوړ دی.

د ملا اختر محمد منصور تر ټاکل کېدو وروسته د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو یوې بېلې شوې ډلې ځان د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر ځای نایستی وټاکه چې وروسته د دواړو ډلو د پلویانو ترمنځ له ځینو ولایتونو څخه د جګړو راپورونه هم ورکړل شول.

هرات کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې ملا رسول وسله وال

​مخکې د طالبانو د ملا اختر محمد منصور ډلې ويلي وو چې له دوی څخه یوه مهم بېل شوي مشر ملاعبد القیوم ذاکر بېر ته ژمنه کړې ده چې ورسره یوځای شي.

د سولې عالي شورا هم ويلي وو چې ښایي د طالبانو د دوو ډلو نږدې والی د سولې بهیر ګړندی کړي.

راپور: ملالۍ بشیر