د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

مجاهد: د ملا حسن رحماني مړینه به د سولې پر بهیر منفي اغېزه ولري


عبدالحکیم مجاهد
عبدالحکیم مجاهد

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړي ملاحسن رحماني مړینه به د سولې پر بهیر تر یو بریده منفي اغیزه ولري.

د طالبانو د مخکیني رژیم یو شمېر غړي وایي، نوموړي د سولې په خبرو کې مهم رول درلود خو د چارو کارپوهان بیا وایي چې د یو شخص مړینه نه شي کولای د سولې پروسه منحرفه کړي.

طالبانو دا تایید کړې چې ملاحسن رحماني د ناروغۍ له امله مړ شوی خو ځيني راپورونه وایې چې د هغه مرګ غیر طبعي و.

که له یوې خوا له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د پيلیدو لپاره کوښښونه جاري دي نو بل لور ته ویل کیږي چې د وسله والو طالبانو د یو شمېر غړېو مرموزه مړینه به دغه بهیر اغیزمن کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، هم په کوردننه او هم په نړېواله کچه داسې هڅې کیږي څو د افغانستان د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ شي.

د دغې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره خبرو کې د ملا حسن رحماني د مړینې په اړه څه و نه ویل خو زیاته یې کړه چې د هغه نه موجودیت به د سولې په خبرو کې بې اغیزې نه وي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

"د دا ډول شخصیتونو نشتون به واقعاً د سولې پر خبرو یو څه اغیزه ولري. ولې چې ده د سولې لپاره یو ښه نیت درلود."

د راپورونو له مخې ملا حسن رحماني چې په ملا حسن اخند مشهور و، د طالبانو د هغه پلاوي غړیتوب درلود چې تېرکال یې د چین په ارومچي کې د افغان حکومت له پلاوي سره ولیدل.

نوموړی د طالبانو د رژیم پرمهال د کندهار والي او تر هغه را وروسته د طالبانو د شورا غړی و، کله چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ خبر خپور شو نو ملا حسن رحماني د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره خپل مخلافت څرګند کړ.

ده هغه مهال له ازادي راډيو سره مرکه کې ویلي و چې د ده او یو شمېرطالب قومندانانو په باور د ملا عمر ۲۳ کلن زوی ملا یعقوب د طالبانو د مشرۍ لپاره غوره کس دی.

د همدې اختلافاتو له امله دی میاشت مخکې د طالبانو د رهبرۍ له شورا څخه و ایستل شو خو ویل کیږي چې په دې وروستیو کې ده بیرته ملا اختر محمد منصور ته خپل بیعت اعلان کړ.

د ملا حسن رحماني مړینه طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم تایید کړې او په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې یې ویلي چې نوموړي د ځیګره سرطان درلود.

خو ځيني راپورونه داسې هم شته چې نوموړی د پاکستان په کراچۍ ښار کې په مرموز شکل مړ شوی دی.

خو د طالبانو د رژیم پر مهال د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل ازادي راډيو ته وویل چې د ده د معلوماتو له مخې ملا حسن رحماني تور ژیړی درلود.

ښاغلي متوکل زیاته کړه:

"تر کومه چې زه دی پيژنم او له کورنۍ سره یې تماس کې یم، د هغه مرګ طبیعي و او بل شی په کې دخیل نه بولم. که ده د طالبانو په نمایندګۍ خبرې کړي وې نو مهم و، ځکه دی یو پيژندل شوی شخصیت و."

په همدې حال کې د طالبانو د جلا شوي ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازي چې ځان د اسلامي امارت ویاند معرفي کوي د ملا حسن رحماني د مړینې په اړه وایي.

ښاغلي نیازي زیاته کړه:

"د هغه د وضعیت په اړه تر کومه چې زه معلومات لرم، ناروغي یې درلوده. خو دا چې ده ته عاجله ناروغي پېښه شوې یا شهید شوی او یا هم په طبیعي مرګ مړ شوی دی، دا هغه مسایل دي چې زموږه لرې دي."

دی وایي، د ملاحسن رحماني زامن دا نه مني چې هغه دي ملا اختر محمد منصور ته بیعت کړی وي.

د تیرمیلادي کال په جولای میاشتې کې چې د طالبانو د مشر ملاعمر د مرګ راپور خپور شو نو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې وځنډول شوې.

ان ویل کیږي چې د طالبانو اوسنۍ مشر ملا اختر محمد منصور هم په وروستیو کې کوټې ته نږدې د خپل منځیو اختلافاتو په نتیجه کې وژل شو چې بیا وروسته طالبانو دا مساله رد کړه.

د سیاسي چارو کارپوه طوفان وزیري بیا په دې باور دی چې د وسله والو مخالفینو له لیکي د یوه شخص مړینه دومره منفي اغیزه نه شي کولای چې د سولې بهیر له اصلي مسیره وګرځوي.

ښاغلی وزیري وایي، ملا حسن رحماني د طالبانو په لیکو کې پوځي واک نه درلود نو ځکه ښایې د ده مړینه د سولې خبرې ډیرې ستونزمنې نه کړي.

خو نوموړی دا موضوع هم نه ردوي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د سیمې استخبارتو تل د خنډ جوړولو هڅې کړي دي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG