د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

جمهوري ریاست د ملامحمد عمر مړینه رسماً تائید کړه


د افغانستان جمهوري ریاست پرون [چهارشنبه ] د افغان طالبانو د مشرملامحمد عمر مړینه تائید کړه.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي چې د افغانستان د طالبانو مشرملا محمد عمر د 2013 [میلادي] کال د اپریل په میاشت کې مړ شوی دی.

د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان حکومت باور لري چې په دې هېواد کې د سولې لپاره زمینه د پخوا په پرتله زیاته مساعده ده او له ټولو مخالفو ډلو غوښتنه کوي چې له دې موقع کار واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې ملامحمد عمر په پاکستان کې د ناڅرګندې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د دې ادارې ویاند حسیب صدیقي پرون وویل چې لږ تر لږه یو نیم کال مخکې د ملا محمد عمر د مړینې خبر ورته رسیدلی وو .

صدیقي د افغانو طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړینې د شرایطو، ځای او څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل:

((ملامحمد عمر د پاکستان کراچۍ ښار ته نږدې، په یوه روغتون کې بستر وو. هغه ناجوړه وو او په مرموز ډول مړ شوی دی، دا خبره د 2 کلونو او څلورو میاشتو پخوانۍ ده.))

حسیب صدیقي زیاته کړه چې د ملامحمد عمر د مړینې خبر د استخباراتي معلوماتو پر اساس ، ورته رسیدلی وو او د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر دا مسله ولسي جرګې ته یاده کړې وه. حسیب صدیقي وړاندې وویل:

((موږ مخکې د خپلو استخباراتي معلوماتو پر اساس خبر وو چې ملا محمد عمر وفات شوی او د ملي امنیت د ریاست مشر دا خبر د افغانستان له ولسي جرګې سره هم شریک کړی وو.))

د ملي امنیت د ادارې ویاند په پاکستان کې د ملا محمد عمر د مړینې په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو یا معلوماتو د تبادلې په اړه له خبرو ډډه وکړه .

ملا عمر له هغو کسانو وو چې د امریکا حکومت یې سخت په لټه کې وو او د هغه د موندلو لپاره یې 10 ملیونه ډالر جایزهاعلان کړې وه .

د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر یوه ویاند، ایریک شولتز پرون په دې اړه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

((موږ د ملا عمر د مړینې په رپوټونو خبر یو ، خو د رپوټونو د جزیاتو په اړه له تبصرې پرته باید ووایم چې موږ باور لرو چې دا رپوټونه د اعتبار وړ دي. زه تر دې زیات او د ملاعمر د مړینې پر جزیاتو خبرې نه شم کولای.))

د امریکا[NBC] ټلویزیون د ځيني سرچینو په حواله وايي، ملا محمد عمر د پخواني شوروي پر ضد د جهاد په کلونو کې سړو وهلی وو او غالبا، د هپټایټس، سږو او زړه ناروغي يې درلوده.

XS
SM
MD
LG