د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

د ملارسول ډله په افغانستان کې د روانو بدمرغیو پړه پر پاکستان اچوي


د طالبانو د ملا محمد رسول ډلې ته وفاداره یوشمېر قومندانان ادعا کوي چې په هېواد کې د ټولو بدمرغیو لامل د پاکستان لاسوهنې دي.

که څه هم افغان حکومت او یوشمېر کارپوهان د سولې د خبرو د بریا لپاره د طالبانو یوالي مهم بولي؛ خو د طالبانو یوه نوې خپره شوې ویډیو د دغې ډلې ترمنځ له تازه مخالفتونو پرده پورته کوي.

دغه ویډیو چې ازادي راډيو ترلاسه کړې ښيي چې په فراه ولایت کې د ملا اختر محمد منصور ډلې یوولس قوماندانان د طالبانو د بلې ډلې له مشر ملا محمد رسول سره بیعت کوي.

په دغې ویډیو کې یوشمېر طالب قوماندانان چې وایي؛ د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې سره راټول شوي؛ د ملا محمد عمر د ځای ناستې ملا اختر محمد منصور امېر کېدل د شرایطو او اصولو خلاف ګڼي.

یو طالب قومندان وایي، د دوی د یوې فتوا له مخې چې یوسل او پنځوس علماو لاسلیکونه پرې کړي؛ ملا اختر محمد منصور سره بیعت متروک او امارت یې د اسلامي اصولو خلاف بلل شوی دی.

"په شوې فتوا کې د ملا اختر محمد منصور بیعت د علماوو په قول متروک بلل شوی؛ باید ابا ځینې وکړئ ځکه چې د اخرت او دنیا نقصان دی."

که څه هم تراوسه د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ طالبانو د دغې ویډیو په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو له دې وړاندې دوی د ملا اختر محمد منصور امارت قانوني بللی او ویلې یې دي چې ګڼو طالبانو نوموړي ته بیعت کړی دی.

د طالبانو د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته د طالبانو ترمنځ یوشمېر اختلافات پيدا شول او د ملا محمد رسول په مشرۍ طالبانو په هرات ولایت کې نوی امارت اعلان کړ.

هغه مهال ملا محمد رسول د ملاعمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور د پاکستان کس وباله او زیاته یې کړه چې ملا منصور ډېر وخت د پاکستان په اشاره د ملا عمر د مرګ خبر پټ ساتلی او د دوی په خبره له امارات سره یې بې وفایي کړې ده.

په فراه کې د ملا رسول د طالبانو د غونډې یو ګډونوال وایي؛ د ټولو بدمرغیو لامل د پاکستان لاسوهنه ده او طالبانو ته په کارده چې د هېواد د پرمختګ لپاره د پاکستان او نورو هېوادونو له ولکې ځانونه راوباسي.

"دغه پاکستان دی چې موږ یې ټول غولولي یو - یو په یوه او بل په بل نوم تیروي؛ راځئ چې د پاکستان غلامي بس کړو او په خپل افغانستان کې اتحاد او اتفاق راولو چې آرامه او کرار اوسو؛ که تر ابده د ایران او پاکستان غلامي وکړو؛ نو زموږ کور به له غمه خلاص نه شي."

افغان چارواکي که څه هم د طالبانو ترمنځ د مخالفتونو په اړه تبصره نه کوي؛ خو د چارو یوشمېر کتونکي وایي، د سولې پروسه هغه وخت بریالۍ کیدلی شي چې طالبان سره متفق او همغږي وي.

د شخړې او سولې د تحقیقاتي مرکز یو څیړونکی حکمت الله اعظمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دغه ډله ډېر پراخ شتون نه لري، د دوی د جنګیالیو شمېر کم دی، طالبان که ویشل شوي وي، حتی که کوچنۍ یا غټه ډله وي، یوه ستونزه پېښولای شي د سولې پروګرام ته؛ د سولې پروګرام باید په متفقو طالبانو باندې فوکس وکړي."

تراوسه طالبانو نه دي ویلي چې د افغان حکومت د سولې شرایط ورته د منلو دي او که نه؛ خو له دې وړاندې په خپل دې دریځ ټنیګار کړی چې د سولې لپاره باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

بل لورته حکومت وایي چې د اسلام آباد په څلور اړخیزه غونډه کې په دې پریکړه شوې چې د فبرورۍ تر پایه باید له طالبانو سره د مخامخ خبرو نیټه مشخصه شي.

XS
SM
MD
LG