د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

طالبان مذاکرې نه کوي، حکومت يې کېدو ته تمه لري


په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو له افغان چارواکو سره د سولې له مخامخ مذاکرو انکار کړى، د سولې عالي شورا يو عالي رتبه غړى او افغان حکومت د دغو مذاکرو ترسره کېدو ته هيله من دي.

افغان چارواکي وايي، وسله وال طالبان بايد خپلې غوښتنې او شرطونه په مخامخ خبرو کې مطرح کړي.

د سولې عالي شورا هيله منه ده چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ مذاکرې که دا اوونۍ ونه شي، ښايي بله اوونۍ پيل شي.

د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد ازادي راډيو ته وويل دوى هيله لري، پنځمه څلور اړخيزه غونډه به چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت استازي مخامخ مذاکرو ته کېنوي، بالاخره جوړه شي.

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"دا پنځم دور به راورسېږي يا په اوله يا په دويمه اوونۍ کې، طالبان به د جنګ له تداوم نه څه ترلاسه کړي؟ د سولې د لارې د نقشې مفهوم هم دا دى چې وسله وال او د سولې عالي شورا غړي سره کېنوي، طالبان داسې کوم پېشنهاد نه لري چې نړيوالې ټولنې او ملت ته يې وړاندې کړي او ملاتړ يې ترلاسه کړي."

د سولې د مذاکرو د همږغۍ څلور اړخيزې ډلې چې افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په کې شامل دي، تر دې مخکې په کابل او اسلام اباد کې څلور غونډې کړې دي.

د سولې عالي شورا په داسې حال کې مخامخ مذاکرو ته هيله څرګندوي چې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې پرون په يوه اعلاميه کې وويل چې د دوى د رهبرۍ شورا د سولې په مستقيمو خبرو کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د دې ډلې وياند بولي پرون په يوه اعلاميه کې يو وار بيا د خپلې ډلې پر پخوانيو شرطونو ټينګار وکړ چې هغه په افغانستان کې د ده په اصطلاح د اشغال پای ته رسېدل، له تورو ليستونو د طالبانو د نومونو ايستل او د دوى د بنديانو خوشې کېدل دي.

په اعلاميه کې ويل شوي بې مفهومه او تېرايستونکي مذاکرات به هېڅ نتيجه ورنه کړي.

افغان حکومت له ټولو مخالفو وسله والو هيله کړې، چې د سولې خبرو ته کېني.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ازادي راډيو ته ويلي وو، په اسلام اباد کې به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پنځمه څلور اړخيزه غونډه وشي.

افغان چارواکي هيله من دي چې دغه مذاکرې د افغانستان د ١٥ کلنې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

وسله والو طالبانو تر دې مخکې هم د سولې د مذاکرو لپاره پر خپلو ځينو شرطونو ټينګار کړى دى.

د اجرایيه رياست مرستيال وياند وايي، هره دولت ضد وسله واله ډله بايد اول د افغانستان اساسي قانون ومني، خو جاويد فيصل وايي، پر شرايطو بايد د سولې په مذاکرو کې بحث وشي:

"وسله والې ډلې بايد په هر حالت کې اساسي قانون ومني، د تېرو کلونو لاسته راوړنې نه غواړو له لاسه ورکړو، افغان حکومت په دې نظر دى په هره موضوع کې چې نظر موجود وي، بايد د سولې په خبرو کې مطرح او بحث ورباندې وشي."

تېر ميلادي کال هم د سولې د مستقيمو خبرو دويم پړاو له نامعلوم برخليک سره مخامخ شو، هغه وخت په پام کې وه د پاکستان په مري کې دغه مذاکرې ترسره شي خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ د خبر تر خپرېدو وروسته وځنډېدې.

له هغې وروسته د وسله والو طالبانو ډله پر څو برخو ووېشل شوه.

تر اوسه د ملا محمد رسول په مشرۍ طالب ډلې چې له ملا اختر محمد منصور سره مخالفت لري، د سولې په راتلونکو مذاکرو کې د ګډون يا هم نه ګډون په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو ورځو کې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر خبردارى ورکړى، که دولت ضد وسله وال د سولې خبرو ته حاضر نه شي، د همږغۍ له درېيو نورو غړیو چين، امريکا او پاکستان څخه به غوښتنه وشي چې د دوى پرضد پوځي اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG