د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۰

تاجکستان ته د بلخ د والي لومړنی سفر، کتونکي وایي، دواړه لوري د اړیکو جوړولو پر لور ګامونه اخلي


د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا له یوه تاجکستاني چارواکي سره
د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا له یوه تاجکستاني چارواکي سره

په داسې حال کې چې تاجیکستان تل د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت په اړه جدي اندېښنې مطرح کړې، د بلخ د والي دفتر تازه ویلي چې بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي محمد یوسف وفا، تاجیکستان ته تللی دی.

د دغه دفتر د ویاند په اعلامیې کې چې پنجشنبه د( لړم لومړۍ نیټه ) په ایکس پاڼه یې خپره شوې راغلي چې وفا، د تاجیکستان د سرحدونو وزارت سره په ګډه غونډه کې د ګډون په موخه د یاد هېواد پلازمېنې دوشنبې ته سفر کړی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې په غونډه کې د ملي ګټو پر بنسټ ټولو هېوادونو سره د اړیکو په پراختیا ټینګار شوی او ویل شوي چې په افغانستان کې بې‌ ثباتي د هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول د ګاونډیانو په ګټه نه ده.

د ډیپلوماټیکو چارو او نړیوالو اړیکو یو شمیر افغان کارپوهان تاجیکستان ته د طالبانو د حکومت د استازي سفر د دواړو خواوو د اړیکو د نږدېوالي په برخه کې مهم ګڼي.

په روسیه کې افغان پخواني ډیپلومات غوث جانباز وایي،"دا څرګنده ده چې دواړه اړخونه غواړي یو بل ته ډاډ ورکړي چې د دوی له خاورې هېڅ خطر یو بل ته متوجه نه دی. په ټوله کې کېدای شي ووایو چې د اوسني افغان حکومت او تاجیکستان اړیکې په داسې ډول روانې دي چې د دواړو د نږدېوالي لامل کېدای شي."

د نړیوالو چارو پوه عزیز احمد بارز بیا وايي، د تاجیکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو اړیکې له افغانستان سره په عمدي ډول د هغوی د امنیتي اندېښنو پر بنسټ دي"د منځنۍ اسیا جمهوریتونه، په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیان، په شک او تردید کې دي او د طالبانو شتون په افغانستان کې د ځان لپاره یوه ګواښ ګڼي. له همدې امله دوی اړ دي چې له طالبانو سره محدودې او محتاطانه اړیکې ولري ترڅو اقتصادي او سوداګریزې چارې یې اغېزمنې نشي."

دا په داسې حال کې ده چې د تاجیکستان پلازمینه دوشنبې، د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر۲۳ مه د مشترک المنافع یا ګډو ګټو هیوادونو (CIS) د دریم کنفرانس کوربنه وه، چې د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزې یې ټینګار درلود.

په دې کنفرانس کې د سیمې او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو له ۱۵۰ څخه زیاتو استازو ګډون کړی و.

د تاجیکستان د رسمي خبري اژانس له مخې، دا غونډه نن جمعه د اکتوبر۲۴ هم دوام لري، خو په دې خبري راپورونو کې د طالبانو د حکومت د استازي د ګډون څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده چې تاجیکستان مخکې هم د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په اړه اندېښنې مطرح کړې دي.

د تاجیکستان ترڅنګ، د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو، روسیې او پاکستان هم په څو ځلي د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، بي) او نورو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش، په اړه اندېښنې څرګندې کړي، خو د طالبانو حکومت په وار وار په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د شتون ادعاوې رد کړې دي .

په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، تاجیکستان د طالبانو د حکومت د رسمت پېژندلو لپاره ځانګړي شرایط ټاکلي، لکه د ټولشموله حکومت جوړول، خو د دوی له واکمنۍ د څلور کلونو په تېرېدلو سره تر اوسه یوازې روسیې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

خو بیا هم تاجیکستان له طالبانو سره اړیکې لري؛ د بېلګې په توګه په کابل کې د تاجیکستان د استازي حضور او په خاروغ کې د طالبانو حکومت د قونسلګرۍ فعالیت، چې دا د دواړو اړخونو تر ټولو لوړې کچې اړیکې ګڼل کېږي.

د یادونې ده چې تاجیکستان په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د منځنۍ اسیا د نورو ګاونډیو برخلاف، په دوشنبې کې د افغانستان سفارت ساتلی دی؛ دغه سفارت لا هم د تیر جمهوري نظام د دیپلوماتانو له خوا اداره کېږي.

سره له دې چې طالبانو په څو ځلي ویلي چې د دې سفارت سفیر او کارکوونکي د دوی استازي نه دي او اسناد یې معتبر نه ګڼي، خو د دغه سفارت سفیر ظاهر اغبر خپل ځان په تاجیکستان کې د افغانستان د خلکو سیاسي استازی ګڼي او د تاجیکستان حکومت لخوا رسمي مراسمو او غونډو ته بلنه ورکول کېږي او ګډون په کې کوي.

XS
SM
MD
LG