ټرمپ به په دغه سفر کې مالیزیا، جاپان او جنوبي کوریا ته ولاړ شي او دا یې سپینې ماڼۍ ته له بیا راتګ وروسته اسیا ته لومړنی سفر دی.
ټاکل شوې نوموړی د اکتوبر په ۳۰مه د اسیا پاسفیک اقتصادي همکاریو د غونډې په څنډه کې، چې په جنوبي کوریا کې جوړیږي، د چین له رهبر او ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري.
د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ په اقتصادي جګړه کې له تازه نانندریو سره سره ټرمپ ویلي، هیله لري چې له چین سره " پر ټولو شیانو" موافقې ته ورسیږي.
هغه لومړی مالیزیا ته ځي چې هلته به آسه آن په نوم غونډه کې ګډون وکړي.
مالیزیا کې به نوموړی د امریکا او مالیزیا ترمنځ د سوداګرۍ هوکړه وکړي او د تایلند او کمبودیا ترمنځ د سولې هوکړې شاهد به هم و اوسي.
وروسته بیا توکیو ته ځي او د جاپان له لومړنۍ ښځینه صدر اعظمې سانائه تاکایچی سره به وګوري.
د هغه د سفر ډیره برخه به پر جنوبي کوریا متمرکزه وي، چیرته به چې ټرمپ د هغه هېواد له ولسمشر سره ګوري او یوه میلمستیا کې به برخه اخلي.
وروسته همدې جنوبي کوریا کې د چین له ولسمشر سره ګوري چې نړیوال بازارونه به یې جدي څارنه کوي.
راپورونه وایي، جنوبي کوریا ممکن ټرمپ ته خپل تر ټولو لوړ دولتي مډال ورکړي.
فرانس پریس وایي، د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو تازه ازموینې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د ټرمپ د بیا لیدو احتمال زیات کړی دی.