د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

افغان سوداګر له هند سره د سوداګرۍ لپاره هوايي دهلېز ضروري بولي


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هند سره د هوايي دهلیز درلودل نن، سبا د دوی جدي ضرورت دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه، هند سره د هوايي دهلیز په بیا پیلېدو ټینګار کوي وايي، دا نن، سبا د دوی جدي اړتیا ده.

د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزی چهارشنبه د اکتوبر په ۲۲ مه ازادي راډیو ته وویل، دا مهال دوی هند ته د توکو د صاداراتو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي:

" هوايي کوریدور ته ډیر جدي ضرورت شته، په مسافر وړونکو، کام ایر او اریانا کې مونږ ډهلي ته له دوو ټنو نیولې تر شپږو ټنو پورې وچه میوه صادروو، دا په نورمال ډول ځي او له ډهلي نه درمل او نور ضروري مواد کابل ته را انتقالوي خو زمونږ وړاندیز لویو الوتکو لپاره دی، چې اتیا ټڼه، شپیته ټڼه مواد پورته کړي، هغه ارزانه راځي او دا اوس یې چې مونږ لېږو دا ډیر قیمته راځي، فیۍ کیلو په یو نیم ډالر، دوه ډالره راځي. "

ښاغلی الکوزی وايي، چې هند ته د افغانستان د صادراتو پر وړاندې د واګه بندر تر تړل کېدو ورسته اوس دوی هغه هیواد ته له کمي او کیفي نظره د پخوا په څیر صادرات نشي کولای.

د ده په خبره اوس هند ته صادارات چې تر ډیره وچه میوه ده، د بندر عباس او چابهار له لارې کېږي چې په خبره یې هم ډیر وخت نیسي او هم وچه میوه چې د سمندر له لارې ځي نم اخلي او لمدېږي.

هند سره د افغانستان د صاداراتو او ورداتو پر مخ واګه بند د پاکستان او هند تر منځ د روان زېږدیز کال د اپریل په ۲۴ مه د نښتو او اړیکو تر ترینګلتیا ورسته وتړل شو.

په ورته وخت کې د افغانستان د وچې میوې د صاداراتو ټولنه هم دا وړاندیز مهم بولي وايي، دوی سږ د واګه بندر د تړل کېدو له امله ونه توانېدل چې "دیوالي" لپاره کافي وچه میوه هند ته صادره کړي.

د دغه ټولنې ویاند خالد احمد رحماني ازادي راډیو ته وویل:

" د افغانستان ډیری وچه میوه د هندوستان په بازارونو کې د دیوالي پر درشل کې خرڅېږي، خو له بده مرغه سږ کال د واګه بندر په تړل کېدو او هوايی دهلیزونو کې د ستونزو له امله، مونږ ونه شول کولای چې د ټول افغانستان د وچې میوې د سوداګرو میوه په سم ډول خرڅه کړو. "

"دیوالي" د هندوانو یو مشهور جشن دی چې پنځه ورځې دوام کوي، دا جشن د اکتوبر په ۲۰ په هند کې پیل شوی دی.

د معلوماتو له مخې په دیوالي کې هنداون هم خپلو کورنو مېلمنو ته وچه میوه پیري او هم یې دوستانو ته ډالۍ کې ورکوي۰

دا څرګندونې او غوښتنې داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر په نهمه هند ته د خپل پنځه ورځني سفر پر بهیر کې له هند مېشتو افغانانو او سوداګرو سره په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، دوی هڅه کوي د هوايي دهلېزونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، چې کارګو زیاته شي او مالونه په اسانه او ارزانه د هندوستان مارکېټ ته ورسېږي.

امیر خان متقي دا هم ویلي وو چې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره شرایط ښه شوي دي.

نوموړي دغه شان د سوداګریزې راکړه ورکړې د پراختیا لپاره د افغان سوداګرو لپاره د هند د وېزې د اسانه کېدو غوښتنه کړې وه.

تر دغه سفر ورسته د هند د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه د اکتوبر په ۲۱ مه د یوې اعلامیه په خپرولو سره اعلان وکړ چې کابل کې یې خپل «تخنیکي ماموریت» د سفارت کچې ته لوړ کړی دی.

د یادونې ده جې په تیر جمهوري نظام کې د افغانستان او هند او د دغه هیواد او یو شمیر نورو هیوادونو تر منځ هوايي دهلیزونه موجود وو چې د طالبانو په واکمنېدو سره غیر فعال شول۰

XS
SM
MD
LG