خبرونه
د طالبانو د بلخ والي تاجکستان ته تللی
د طالبانو د حکومت د بلخ والي، محمدیوسف وفا د تاجکستان د سرحدونو له وزارت سره په یوه ګډه غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی دی.
د بلخ ولایت د والي د دفتر له خبرپاڼې سره سم، وفا په غونډه کې د ملي ګټو پر اساس له ټولو هیوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې په افغانستان کې ناامني د هیچا په ګټه نه ده په تېره بیا د ګاونډیو هیوادونو.
ده د تاجکستان له چارواکو وغوښتل چې افغانانو ته د وېزې ورکړه اسانه کړي.
تاجکستان د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې یوازینی هیواد دی چې د طالبانو له رژیم سره ډېرې نژدې نه دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان او پاکستان کې د خوراکي موادو بیې پورته شوي، تجاراتي لارې لا هم بندې دي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له بندوالي وروسته دواړو لورو ته د اړینو خوراکي موادو بیې پورته شوې دي.
رویټرز اژانس د بیلګې په توګه پاکستان کې د رومیانو بیې ته کتنه کړې چې پاکستان کې یې یوه کیلو په شپږ سوه کلدارو پلورل کیږي او دغه بیه د جګړې مخکې مودې پرتله پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
په تورخم کې یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودو په شرط اژانس ته ویلي، دا مهال د پولې دواړو غاړو ته د خوراکي موادو شاوخوا ۵ زره کانټینر ولاړ دي.
د افغانستان او پاکستان د تګ راتګ لارې د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې بندې دي.
دا لارې وروسته تر هغه وتړل شوې چې پاکستان پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل او په ځواب کې یې د طالبانو حکومت پر پوله پاکستاني پوځیانو سره په جګړه واوښتل.
دواړو لورو د اکتوبر په ۱۸مه په دوحه کې د سملاسي اوربند هوکړه وکړه او ټاکل شوې د اوربند تعقیبي غونډه سبا شنبه په ترکیه کې جوړه شي.
نړیوال بانک: د افغانستان په ختیځ کې زلزلې کورونو او تاسیساتو ته ۱۸۳ میلیونه ډالره زیان اړولی
نړیوال بانک وایي، د افغانستان په ختیځ کې د نژدې دوو میاشتو مخکې زلزلې کورونو، تاسیساتو او مالدارۍ ته د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت فزیکي زیان اړولی دی.
لویدیځو اژانسونو د دغه بانک د معلوماتو په حواله تیره شپه دغه راپور ورکړی دی.
د افغانستان په ختیځ کې د تیرې اګست میاشتې په ۳۱مه د شپې مهال زوروره زلزله وشوه چې له کبله د طالب چارواکو په وینا ۲۲ سوه کسان مړه او شاوخوا ۴ زره نور ټپیان شول.
زلزلې ډیر زیان په کونړ او ننګرهار کې واړوه.
ګڼ شمېر زلزله ځپلي لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي چې د دوی د ژوند د تریخوالي او نازکوالي په اړه په ځلونو ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو اندیښنې ښودلې دي.
په شمالي وزیرستان کې د حکومت پلوو ملېشو شپږ غړي وژل شوي او بیا سوځول شوي دي
د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د حکومت پلوو ملېشو یو مشر له خپلو پنځو ملګرو سره په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د آزادۍ راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې دا پېښه د چارشنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې وسله والو له ډزو وروسته د ملېشو د دې قوماندان موټر ته اور ورته کړ او د شپږو واړو مړي یې وسوځول.
د دې حملې پړه کومې ډلې نه ده منلې خو فرانسپرس خبري آژانس د چارواکو له قوله ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو ډلې یا ټي ټي پي غوښتل له دې سړي څخه په زور پیسې واخلي خو هغه د پیسو له ورکولو ډډه کوله.
مشال راډیو راپور ورکوي چې شپږ واړه مړي پوره سوځېدلي او د هغو پېژندګلوي نه کېږي.
سیمه ایزو چارواکو شک څرګند کړی چې دا کسان ښايي پوځ ته د معلوماتو د ورکولو په تور وژل شوي وي.
مارکو روبیو د اسراییل له قلمرو سره د لویدیځې غاړې د ضمیمه کولو په اړه خبرداری ورکړی
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکوروبیو خبرداری ورکړی چې د اسراییل له قلمرو سره د لویدیځې غاړې د ضمیمه کولو اړوند هرراز پرېکړه به په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ پلان وګواښي.
د چارشنبې په ورځ د اسراییلو پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل د قوانینو تطبیق ته اجازه ورکوي. دې اقدام ته د اسراییل له قلمرو سره د غزې د ضمیمه کولو په سترګه کتل کېږي.
روبیو پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، که څه هم د اسراییلو پارلمان یا کنیسې د دې پلان تصویب ته مثبتې رایې ورکړي خو د هغه په وینا ښاغلي ټرمپ دا خبره واضحه کړې چې متحدایالات اوس مهال د دې پلان ملاتړ نه کوي.
د لویدیځې غاړې په اشغال شویو سیمو کې شاوخوا ۵۰۰ زره یهودان اوسېږي. ملګري ملتونه او د نړۍ ډېری هېوادونه یهودي میشت ځایونه غیرقانوني بولي.
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان ټسټ لوبډله د کرارې لوبې له کبله جریمه کړه
د افغانستان د کرکټ ټسټ لوبډله له دې کبله جریمه شوې ده چې له زیمبابوې سره په سیالۍ کې یې تر ټاکلي وخت کراره لوبه کړې.
د کرکټ نړیوالې شورا ICC نن (د لړم لومړۍ نېټه) په یوه بیان کې وویل چې افغان لوبډله به د لوبې د فیس ۲۵ سلنه جریمه ورکوي ځکه د هرارې په لوبه کې له ورکړل شوي وخت څخه پنځه اووره وروسته پاتې شوه.
د ICC د اصولو له مخې که یوه لوبډله په ټاکلي وخت د اوورونو په لوبولو کې پاتې راشي د هر اوور پرسر د خپل فیس پنځه سلنه د جریمې په توګه ورکوي.
د ICC بیان زیاتوي چې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي خپله پړه منلې ده نو ځکه د قضیې رسمي کولو ته اړتیا پېښه نه شوه.
د روسیې په یوه پوځي فابریکه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده
د روسیې د چلیابینسک ښار په یوه پوځي فابریکه کې د چاودنې له امله لږترلږه دولس کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د چیلیابینسک سیمې والي مخکې تایید کړې وه چې دا پېښه په کوپیاسک ښار کې شوې. الکسې تکسلر پرته له دې چې د فابریکې نوم واخلي، ویلي و، چې هلته لګېدلی اور مړ شوی دی.
ټکسلر زیاته کړه چې دا چاودنه په هېڅ صورت د بې پیلوټه الوتکو له فعالیتونو سره ارتباط نه لري. مخکې ویل شوي و، چې د دې فابریکې پرسر یوه بې پیلوټه الوتکه لیدل شوې ده.
کوپیاسک له اوکراین څخه شاوخوا دوه زره کیلومتره لرې د قزاقستان پولې ته نژدې پرته سیمه ده. له کله چې روسیې په اوکراین کې جګړه پیل کړې، کییف په زیاتیدونکي ډول د ډرونونو په کارولو سره د روسیې په خاوره کې دننه فابریکې او د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالبان د رسنیو آزادي تر پښو لاندې کوي
د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د سانسور، خبریالانو ته د سزا ورکولو او پر هغو د څارنې له لارې د دې هېواد رسنۍ سختې ځپلې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې نن (د لړم لومړۍ نېټه) خپور شو ویلي دي چې د طالبانو د استخباراتو اداره د رسنیو مطالب کنټرولوي او د امربالمعروف او نهی عن المنکر پولیسو یې پر ښځو د مذهبي مقرراتو د رعایت سخت محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو د څار د سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، طالبان خبریالان دې ته اړباسي چې یوازې تایید شوي او بې خطره راپورونه خپاره کړي او څوک چې له دې سرې کرښې واوړي، د نیولو او شکنجې له ګواښ سره مخامخ کېږي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو پخوا یې تل ويلي دي چې رسنۍ باید د اسلامي شریعت او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې خپرونې وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کوي چې د رسنیو د ځپلو له پراخېدو سره په افغانستان کې آزادو رسنیو ته اړتیا ورځ تربلې زیاتېږي.
د طالبانو د کډوالو او راستیندونکو چارو وزارت: بریتانیا دې له راستنیدونکو سره د سرپناوو په جوړولو کې زیاته مرسته وکړي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړې استازي ریچارډ لینډسي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې بریتانیا دې افغانستان ته د را ستنیدونکو لپاره د دایمي استوګنې د ښارګوټو په جوړولو کې لا زیاتې مرستې وکړي.
دې وزارت نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د بریتانیا ځانګړي استازي له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې کابل او اسلام آباد د دایمي اوربند لپاره کاروکړي. ښاغلي لینډسي تراوسه د دې کتنې په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې د اوکتوبرپه ۱۶ د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه کې ویلي وچې بریتانیا د ژمې په رارسیدو لپاره له هغو افغانانو سره مرستې زیاتوي چې له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه ویلي چې ۶۳۶ ملیونه افغانۍ د اړینو خوړو او نورو خوراکي موادو د برابرولو لپاره ځانګړې شوې چې په لیرې پرتو سیمو کې به له زیانګالو افغانانو سره د ژوند ژغورلو پرچارو ولګیږي.
د افغان کډوالو نجونو د فوټبال لوبډله په مراکش کې لوبې کوي
ټاکل شوې چې د افغان کډوالو نجونو د فوټبال لوبډله د فوټبال د نړیوال فدراسیون، فیفا په چوکاټ کې خپله لومړۍ لوبه د اوکتوبرپه ۲۶ ترسره کړي. تردې مخکې تمه کیده چې د ښځینه فوټبالرانو دغه لوبې چې د “فیفا یوموټی کوي” په نوم ترسره کیږي، په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وای خو فیفا اعلان وکړچې مراکش به د دغو لوبو کوربه وي. دغه پریکړه وروسته له هغې وشوه چې متحده عربي اماراتو افغان فوټبالرو ښځو ته ویزې ورنکړي.
د افغان کډوالو ښځو ۲۲ نفري لوبډله تیره میاشت وروسته له هغې جوړه شوه چې فیفا د روان کال په مې میاشت کې د هغوی د لوبو او فعالیتونو د تمویل لپاره ځانګړې بودیجه تصویب کړه.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي ټیم ډیرو لوبغاړو په نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه انګلستان او آسټرالیا ته پناه یووړه.