په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي په وروستیو کې پر دوی فشارونه او د دوی د نیول کېدو خطرونه زیات شوي دي.
رحیم الله چې د تېر جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې د وسله وال پوځ غړی او د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله د پاکستان راولپینډۍ ته کډوال شو.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو نه وروسته په پاکستان کې د دوی لپاره ژوند سخت شوی او تازه د کورونو خاوندوانو ته خبرداری ورکول شوی چې بې اسناده افغانان باید له کورونو وایستل شي.
"په وروستیو ورځو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکي ډېرې خرابې شوي دي، او دې مسلې زموږ لپاره ستونزې ډېرې کړي دي، د پولیسو ګزمې زیاتې شوي دي، د پاکستان چارواکو د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې ټول هغه افغانان چې ویزې نه لري باید له کورونو وویستل شي، زموږ د کور مالک ماته تېره شپه وویل تاسو ویزه نه لرئ باید کور خالي کړئ او د ځان لپاره بل ځای ومومئ، دا هغه ستونزه ده چې اوس مهال ټول افغانان ورسره مخ دي."
په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د پاکستان په کویټې ښار کې پولیس افغان کډوال نیسي او لویو موټرو ته یې پورته کوي.
د کویټې په هزاره ټاون سیمه کې میشته افغانه طیبه حسیني وايي د لارو په اوږدو، کورونو او ان دوکانونو کې د افغانانو نیول روان دي.
"دلته وضعیت ډېر خراب دی، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو د نیول کېدو ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي دي، زه په خپله بهر لاړم ومې لیدل وضعیت ډېر بد دی، په لارو کې د پولیسو د پلټنې پوستې زیاتې شوي دي، پولیس کور په کور او دوکان په دوکان افغانانو پسې ګرځي نیسي او د اسنادو غوښتنه ترې کوي."
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې میشت زرګونه میشت افغانان د دغه هیواد د حکومت له لوري د ویزې د تمدید د بندیدو له امله اوس مهال بې ویزې دي.
دغه کډوال د پاکستان له حکومت او ملګرو ملتونو غواړي چې د کډوالو د نیولو لړۍ ودروي او د دوی د ویزو د تمدید لپاره اقدام وکړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د روانې اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
دا نښتې د پاکستان له لوري د کابل د هوايي حریم له نقض او په پکتیکا کې له هوايي بریدونو وروسته وشوې، چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا نښتې انتقامي بریدونه بللي دي.
له دې پېښو وروسته پاکستاني چارواکو یو وار بیا ګواښ کړی چې افغان کډوال باید له دې هیواده وویستل شي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د اکتوبر په ۱۲ مه د شپې ناوخته په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې لیکلي دي چې له افغانستان سره حالاتو کې بدلون راغلی او باید په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور پای ته ورسول شي.
دغه شان پرون دوشنبه د اکتوبر په ۱۳ مه د پاکستان د حکومت له لوري په یو خپور شوي لیک کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو هم ترلاسه کړې، د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې د افغان کډوالو د لسو کمپونو د تړلو خبره شوې او وړاندې په کې راغلي چې د دوی غیر منقول ملکیتونه هم باید د پاکستان حکومت ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا هم یو شمېر ستونزې مني خو وايي دغه ستونزې له وړاندې هم موجودې وې.
د دې شورا مشر میوند علمي افغان ازادي راډيو ته وویل:
"دې ټولو ستونزو له یوې میاشتې دوام درلود او اوس هم روانې دي، په اصل کې دوه اصلي ستونزې شته، یو دا چې د ویزو موده نه غځول کیږي او بل دا چې پولیس راځي او افغانان نیسي."
د راپورونو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
په دوی کې زرګونه هغه کسان هم شته چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو، سیاسي ستونزو او یو شمېر نورو دلایلو له امله دغه هېواد ته تللي دي خو اوس په دې هیواد کې د جبري ډیپورت له ګواښ سره مخ دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي یوازې د ۲۰۲۵ کال د د سپتمبر تر پایه پورې، له دوه ملیونو ډیر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي چې په کور دننه یې په شته سرچینو سخت فشار راوستی دی.