د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۹

پر ډیورنډ کرښه درنې نښتې؛ پاکستان وايي چې درې سرتېري یې وژل شوي پنځه ټپیان دي


د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د چمن سیمه
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د چمن سیمه

د طالبانو د حکومت پوځیانو پرون د هېواد په ختیځ او جنوب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره درنې نښتې وکړې.

په کابل کې دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا پوځي عملیات د افغانستان پر قلمرو د پاکستان د وروستیو حملو په ځواب کې شوي دي.

د طالبانو پلوي فعالانو له جنوبي ولایت هلمند څخه نیولې په ختیځ کې تر کونړ او ننګرهار او په جنوب ختیځ کې تر پکتیکا، خوست او پکتیا پورې د هېواد په څو ولایتونو کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتو خبر ورکړ او پر ټولنیزو رسنیو یې د دې نښتو ویدیوګانې خپرې کړې.

دوی وايي چې په څو ځایونو کې طالبانو د پاکستاني ځواکونو پوستې نیولي او د پاکستاني ځواکونو لوري ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د طالبانو دفاع وزارت بیګا ناوخته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پوځي عملیاتو پای اعلان کړ او ویې ویل، که د افغانستان پر قلمرو بیا تېری وشي نو د طالبانو پوځي ځواکونه د ولس دفاع ته چمتو دي او غوڅ ځواب به ورکړي.

د افغان لوري د تلفاتو په اړه تراوسه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو ځینو سرچینو ویلي دي چې په ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست او هلمند ولایتونو کې لاهم له پاکستاني ځواکونو سره نښتې روانې دي.

پاکستان ځواکونو له دې مخکې په ګڼو سیمو کې درنې نښتې د افغانستان له لوري غیرموجه برید وباله او ویې ویل افغان لوري په خیبرپښتونخوا ایالت کې د انګورو اډې، باجوړ، کرمې، دیر او چترال او په بلوچستان ایالت کې د بهرامچې په ګډون د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ځواکونو برید وکړ.

پاکستاني سرچینو وویل چې دوی دې حملو ته د درنو توپونو، ټانکونو، ډرون او جنګي جټ الوتکو په وسیله ځواب وویل.

د پاکستان سیمه ایزو رسنیو هغه ویډیويي تصاویر خپاره کړل چې دوی وايي، په نتیجه کې یې د طالبانو د امنیتي ځواکونو پوستې ویجاړې شوې. دوی همداراز ادعا کړې چې طالبانو خپلې ګڼې پوستې پریښي او له سیمې تښتېدلي دي.

د دواړو خواوو ادعاوې خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.

پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، د طالبانو د دې حملو هدف دا و، چې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان د مخالفو وسله والو تحرکاتو ته لاره اواره کړي.

امنیتي چارواکو د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته تایید کړه چې درې تنه پاکستاني سرتېري او یو ملکي وژل شوي او پنځه نور سرتېري یې ټپیان دي. د دوی په وینا د سیمې ځینې اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي دي.

د پاکستان امنیتي سرچینې همداراز وايي چې د هند او پاکستان په سرحد کې هم د خطر زنګونه وهل شوي دي ځکه د هند د مداخلې وېره شته.

په معاصر تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له لوري د پاکستان په خاوره کې دا ډول منظم پوځي عملیات کېږي.

دا هرڅه وروسته له هغه پېښ شول چې په کابل کې د دوو چاودنو او ورسره په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د جنګي الوتکو د هوايي حملو خبر ورکړل شو.

د پاکستان امنیتي سرچینو مشال راډیو ته تایید کړې ده چې پر کابل د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د پاکستاني طالبانو د ډلې دوه مشران وژل شوي. یوې امنیتي سرچینې وویل چې د برید هدف د ټي ټي پي مشر نورولي مسود و.

د ټي ټي پي سرچینې وايي چې مسود ژوندی دی.

پاکستان پر پکتیکا ولایت له دې مخکې هم څو حملې کړې وې خو پر کابل یې لومړی ځل برید و.

پاکستانۍ امنیتي سرچینې وايي په دې حملو کې پاکستاني طالبان په نښه شول. دوی مخکې هم تور لګولی و، چې د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې دي خو طالبانو دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د پاکستان حملې هند د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د وزیر امیرخان متقي له سفر سره هممهاله وې.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان ګاونډي هېواد پر دواړو لورو د زغم غږ کړی. د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي بېګا ناوخته په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل د ایران دریځ دا دی چې دواړه لوري باید له زغم څځه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG