خبرونه
ټرمپ : ایران بد چلند غوره کړی او کیدای شي خپل اټومي پروګرام بیا پیل کړي

دامریکا ولسمشر وايي وروسته لدې چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه شول دغه هیواد "ډیر بد" چلند غوره کړی دی.
دونالد ترمپ تهران سره دخبرو اترو دبیا بیل دامکان په اړه د پنجشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل، "ایران ډیر بد چلند غوره کړی دی، "د دوی اټومي وړتیاوې ویجاړې شوې، له منځه تللي دي ... دوی یې بیا پیل کولی شي مګر په نویو ځایونو کې."
ښاغلي ټرمپ په خپلو دغو څرګندونو کې دایران د فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو باندې په تیرې جون میاشت کې د متحده ایالاتو هوایی بریدونو ته اشاره وکړه .
ایران تایید کړې چې دغو تاسیساتو جدي زیان اوښتی دی.
ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې هم ویلی وو چې ایران "بد سیګنالونه" لیږي اود تهران هره هغه هڅه چې د خپل اټومي پروګرام د بیا پیل کولو لپاره یې وکړی سمدلاسه به وځپل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان په کراچۍ کې امریکایي دیپلوماتانو ته خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په موقتي ډول یې د پاکستان د کراچۍ ښار هوټلونو ته د امریکا د حکومتي غړیو پر تګ محدودیتونه لګولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په کراچۍ کې د امریکا جنرال قونصلي داسې راپور ترلاسه کړی دی چې په هغه کې امریکایانو ته د کراچۍ هوټلونو ته د ورتګ ګواښ شوی دی.
رویټرز اژانس څرګندوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو ټولو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې د ترهګرۍ د خطر او د احتمالي وسله والې شخړې له امله دې، پاکستان ته په خپل سفر له سره غور کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام اباد ته ځي

تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.
امیرخان متقي به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له یوشمیر سیاسي او نظامي چارواکو سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت له هغو افغان کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري غوښتې دي چې له پاکستانه ووځي.
پاکستان د جولای په یو دیرشمه نیټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ( پي او ار) کارتونه رسمي موده د جون په دیرشمه پای ته رسیدلې ده نو اوس د دې کارتونو درلودونکي اړ دي چې له پاکستانه ولاړ شي.
ولسمشر ټرمپ: هر وخت د برازیل له جمهور رییس سره بحث او خبرو ته چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا کولی شي هر وخت ورسره اړیکه ونیسي.
د جمعې په ورځ (د اګست لومړۍ نیټه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې، ټرمپ د برازیل ولسمشر په اړه وویل چې "هغه کولی شي هر وخت له ما سره خبرې وکړي او د هیوادونو ترمنځ د تعرفو او نورو شخړو په اړه بحث وکړي."
د رویټرز اژانس په وینا، ولسمشر ټرمپ په برازیل باندې ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده، چې سر له راتلونکې اونۍ به پیل شي.
متحده ایالاتو د برازیل د سترې محکمې پر قاضي هم بندیزونه لګولي دي.
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا بندیزونه او تعرفې رد کړې دي، او هغه یې "ناعادلانه" او د خپل هیواد په قضايي سیسټم کې "نه منلو وړ" لاسوهنه بللې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي.
دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې اتلولي خپله کړه

د افغانستان صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه.
دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.
روسیې او چین ګډ پوځي تمرینات پيل کړل

لکه څنګه چې روسیه او چین د پوځي همکارۍ له لارې اړیکې ژوروي، دواړو هیوادونو د روسیې د ولادي وستوک بندري ښار په ساحل کې ګډ سمندري تمرینونه پیل کړي دي.
دا پنځه ورځني تمرینات نن پيل شول چې پکې د روسیې او چین ځواکونو برخه اخیستې ده.
د روسیې د ارام سمندر سمندري ځواکونو په یوه بیان کې ویلي دي چې دا تمرینات به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو امنیتي اړیکو د پیاوړتیا سبب شي.
د واشنګټن میشته د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) په وینا، بیجینګ او مسکو له ۲۰۰۳ راهیسې ۱۱۳ ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.
امریکا پر افغاني وارداتو تعرفه لوړه کړه

د امریکا متحد ایالتونو له افغانستان څخه په وارداتو تعرفه پنځلس فیصده ته لوړه کړه.
د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ پنجشنبه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې په راتلونکو اوو ورځو کې د افغانستان په شمول له لسګونو هیوادونو څخه په وارداتو نوې تعرفې ولګول شي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، امریکا له افغانستان څخه په وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې وه چې اوس دا پنځلس فیصدو ته زیاته شوه.
دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو

انوش دستګیر دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو.
دستګیر پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پانه کی ولیکل چې د هالند د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو د روزونکی قرارداد یی لاس لیک کړی دی .
انوش دستګیر له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې دافغانستان د فوټبال د ملی ټیم روزونکی وو.
په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول

دافغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشبنې په ورځ رپوټ ورکړ چې په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول.
د ځوانانو راډیو مرستيال اسلامگل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امانیار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کړی خو وایي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.
د طالبانو د څلور کلنې واکمني په جریان کې په خبریالانو فشار او محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمیر اړ شوي چې هیواد پریږدي.