د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۰

د ملګرو ملتونو تازه اندېښنه؛ افغانستان لا هم د داعش خراسان څانګې له ګواښونو سره مخ دی


د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پر بندیزونو د څار او تحلیل ډلې افغانستان، سیمې او ان نړۍ کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتېدو خبره کړې او اندېښنه یې ښودلې چې دا ډله نړۍ ته تر ټولو ګواښوونکې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان پر بندیزونو د څار ډلې په خپل تازه (۳۶م) راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د (جولای په ۳۰مه) یې امنیت شورا ته وړاندې کړی زیاته کړې چې طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، له دې جملې القاعده او متحدینو لپاره یې د مناسب چاپېریال برابرولو ته دوام ورکړی چې دا د دوی په ټکو دمنځنۍ اسیا او نورو هېوادونو د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

دا ډېر د اندېښمنې وړ دي، خو زموږ نور څه له لاسه نه راځي، څه وکړو چېرې ولاړ شو، همدې وطن کې سوځو، ورور مې په جومات کې د لمانځه پر مهال شهید شو، داعش یې مسولیت منلی وه، موږ د دوی د حملو ترخې تجربې لرو، اوس له وېرې ان څوک جومات ته نه شي تللی
اسدالله

د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار ډلې په دې ۲۷ مخ ییز راپور کې چې د ملګرو ملتونو پر وېب پاڼه خپور شوی، دغه شان ويلي چې دغې ډلې ته د بهرنیو ترهګرو د بیرته ستنېدو په اړه اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده، ځکه د راپور په ټکو، دوی ښایي منځنۍ اسیا او افغانستان ته د بېرته راتګ له لارې د سیمې امنیت ګډوډ کړي.

دې راپور کې راغلي چې که څه هم د طالبانو حکومت د دغې ډلې فعالیتونه کمروزي کړي خو ویل شوي چې له ۲۰۲۴ کال راوروسته ، د داعش خراسان څانګې د شاوخوا ۲زرو جنګیالیو په لرلو، په افغانستان دننه او بهر، د روسیې د قفقاز په ګډون په منځنۍ اسیا کې د نورو ترهګرو ډلو له ناراضي ډلو د جنګیالیو جذبولو ته دوام ورکړی دی.

دغې ډلې ویلي چې د داعش خراسان څانګه، چې مرکز یې په افغانستان کې دی، د پیغام رسونې د خوندي اپلېکېشنونو او خواله رسنیو له لارې خلک سخت دریځۍ ته هڅوي او دا مهال امریکا او اروپا ته تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي

راپور زیاتوي چې داعش خراسان څانګه هڅه کوي د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو او نړۍ کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او د پاکستان پولې ته نږدې سیمو کې، داعش خراسان څانګه ماشومان په دیني مدرسو کې روزي او له ۱۴ کلنو کم عمره ماشومانو ته یې د انتحار روزنې پروګرام هم جوړ کړی دی.

ځینې افغانان په ځانګړې ډول هغوی چې په تېره کې داعش خراسان څانګې له بریدونو ترخې خاطرې لري، دا شان راپورونه اندېښمنونکي بولي.

د بلخ ولایت د مزار شریف اوسېدونکی اسدالله چې د ۱۴۰۱ کال د ثور په لومړۍ نېټه په یو جومات د داعش ډلې په حمله کې یې د نعمت الله په نوم ۴۵ کلن ورور وژلی شوی، وایي داشان راپورونه یې سخت اندېښمنوي.

ده ازادي راډیو ته وویل،

"دا ډېر د اندېښمنې وړ دي، خو زموږ نور څه له لاسه نه راځي، څه وکړو چېرې ولاړ شو، همدې وطن کې سوځو، ورور مې په جومات کې د لمانځه پر مهال شهید شو، داعش یې مسولیت منلی وه، موږ د دوی د حملو ترخې تجربې لرو، اوس له وېرې ان څوک جومات ته نه شي تللی،وېرېږو چې بیا انتحاري ونه شي ځکه ماشومان او کورنۍ لرو، نو دا ډېر اندېښمنې وړ دي".

د دې برید مسوولیت چې ۳۱ پکې وژل شوي او تر ۹۰ ټپیان شوي وو، د داعش ډلې خراسان څانګې منلی و.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي هم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا ډول راپورونه د اندېښنې وړ دي، ځکه موږ له داعش ډېرې بدې خاطرې لرو، دوی ننګرهار کې ډیر کورونه ویجاړ، زیات بې ګناه کسان شهیدان او ان تېر حکومت کې یې خلک په بمونو کېنولي دي، داسې راپورونه د افغان ولس په زړونو کې وېرې او اندېښنه اچوي ځکه ټول افغانستان یې (د بریدونو) شاهد دی."

دا ډول راپورونه د اندېښنې وړ دي، ځکه موږ له داعش ډېرې بدې خاطرې لرو، دوی ننګرهار کې ډیر کورونه ویجاړ، زیات بې ګناه کسان شهیدان او ان تېر حکومت کې یې خلک په بمونو کېنولي دي
د ننګرهار اوسیدنکی

د امنیت شورا د دې تحلیلي ډلې د راپور له مخې، د داعش جنګیالي د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې ویشل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار ډلې دا اندیښنه هم څرګنده کړې چې کیدای شي یو شمېر سخت دریځي جنګیالي له سوریې څخه افغانستان ته انتقال شي او بیا له منځنۍ اسیا څخه د سیمې د هېوادونو پر ضد عملیات پیل کړي.

راپور کې دا هم ويل شوي چې د طالبانو کړنو د داعش خراسان څانګې وړتیاوې کمزورې کړي، خو دغې ډلې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د طالبانو د حکومت د نارضایانړ تر څنګ د منځنۍ اسیا له بهرنیو جنګیالیو څخه هم ګټه پورته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د څار دې ډلې دا هم ویلي چې طالبانو د تاجکستان د انصارالله ډلې، د ازبکستان اسلامي جنبش او خطیب امام بخاري جنګیالي په خپلو پولیسو او پوځي قطعاتو کې شامل کړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاندویانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر بندیزونو د څار او تحلیل ډلې د دې راپور په اړه زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې یې ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار کړی چې دوی د داعش خراسان څانګه سخته ځپلې، د القاعده په ګډون نوروې ترهګرې ډلې یې «متواري» کړي او په خبره یې، هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د یادونې ده چې د داعش خراسان څانګې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم، د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون بېلابیلو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي او د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د سرپرست خلیل حقاني په ګډون یې ځینې حکومتي چارواکي او طالب پلوي دیني علما هم په نښه کړي او وژلي دي.

XS
SM
MD
LG