د جرمنی dpa خبري آژانس رپوټ ورکوي چې په لسګونو هغو مجرمو کسانو کې چې په دې وروستیو کې افغانستان ته اخراج شوي د دریو رواني ناروغانو اخراج ناندرۍ را پورته کړي دي.
رپوټ زیاتوي چې دغه درې افغانان د جرمني په جنوب کې د رواني ناروغانو په یوه روغتون کې ساتل شوي وو.
خو د بایرن ایالت حکومت د خپل اقدام دفاع وکړه چې دوه اونۍ دمخه یې له لیپزګ څخه کابل ته په چارتر الوتکه کې دغه درې کسه افغانان د ۷۸ نورو کسانو سره یوځای افغانستان ته واستول.
د بایرن د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هیرمن د پنجشنبې په ورځ وویل:
د بایرن د کډوالۍ ادارې چارواکي تل د اخراج په وخت کې د قانون سره سم عمل کوي، او افغانستان ته چارټر الوتکه کی د ډله ایز اخراج په برخه کې هم (قانون) پلي شوي دي.
هغه زیاته کړه :"دا هغه اشخاص وو چې داخلي امنیت او د بایرن خلکو ته یې د پام وړ ګواښ رامینځته کړ."
هیرمن وویل: "د قانون حاکمیت اړتیا لري چې دا ډول مجرمین د آلمان او اروپایی قانون د ټولو معیارونو سره سم له هیواد څخه اخراج شي."
خو ددغو دریو کسانو څخه د یو تن پالونکي وویل چې که څه هم د اخراج شوي کس څخه دقانون په اساس غوښتنه شوې وه چې له جرمني ووځي ، خو اخراج یې دهغه له نظره "غیرقانوني" وو.
دغه پالونکي هغو قوانینو ته اشاره وکړه چې وايي هغه څوک چې مجبور وي له جرمني ووځی، که چیرې ناروغ وي او په خپل هیواد کې یې کافي طبي پاملرنه نه شي کیدای، نو هغه نه اخراجیږي.
په هرصورت، هیرمن دا تور رد کړ، او ویلي یې دي چې تحقیقاتو ښودلې چې "په ځانګړو قضیو کې د اخراج د مخنیوي لپاره هیڅ دلیل نشته."
هغه وویل، دا سړي په هوایی ډګر کې د ډاکټرانو لخوا بیا معاینه شول او د پرواز لپاره مناسب اعلان شول.
د باواریا صدراعظم مارکوس سوډر دا کسان "جدي مجرمین "وبلل چې میلمه پالنه یې شوې وه خو دوی له میلمه پالنې په خورا جدي ډول ناوړه ګټه اخیستې وه."
بلخوا ، د "پرو اسیل" په نامه د کډوالو د پلوي یو سازمان یوې چارواکې ویبکه جوډیت سیمه ایزې راډیو ته په خپلو څرګندونو کې د رواني روغتونونو څخه اخراج غیر مسؤلانه او رسوا کونکی عمل وباله.