د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

سیگار وایي درې پروګرامونه یې لا هم په افغانستان کې فعال دي


جان سوپکو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سر مفتش
جان سوپکو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سر مفتش

په داسې حال کې چې افغانستان سره د امریکا ټولې بهرني مرستې بندې شوي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیگار) وایي، درې پروګرامونه لا هم په دغه هیواد کې فعال دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیگار) وایي، په داسې حال کې چې دې هیواد سره د امریکا ټولې بهرني مرستې بندې شوي، خو درې پروګرامونه لا هم دوام لري.

دې ادارې په خپل ۶۸م درې‌میاشتني راپور کې چې تازه خپور او د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی، لیکلي چې په دې درې پروګرامونه کې، د ښځو لپاره د بورسونو صندوق، په افغانستان کې د زده‌کوونکو له تعلیمي بریا د ملاتړ او د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو ادارې لخوا د کوکنارو سروی پروګرامونه شامل دي.

سیگار زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته خبر ورکړی چې د دغو درې پروګرامونو تمویل یې پر غاړه اخیستی دی.

د سیگار د معلوماتو له مخې، د ښځو لپاره د بورسونو صندوق به تر ۲۰۲۸ پورې دوام ومومي، او د زده‌کوونکو له تعلیمي بریا د ملاتړ پروګرام به تر ۲۰۲۶ پورې روان وي. په داسې حال کې چې د سیګار په ټکو تاکل شوې وه چې دا پروګرامونه د جون تر ۳۰ پورې وتړل شي.

سیگار زیاتوي چې دوی نه‌ دي توانېدلي چې افغانستان لپاره د امریکا د نورو مرستندویو پروګرامونو د ختمېدو مشخص لاملونه ومومي.

خو د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې دغه مرستې او بېرواکراسي یې د امریکا له ګټو سره سمون نه خوري او په ډیری مواردو کې د دغه هیواد له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د امریکا نړیوالې پرمختیايي اداره (یو، ایس، اې، ای، دي) له خپل اساسي ماموریت، چې د امریکا د ګټو پیاوړتیا ده وتې ده.

د نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې، د (یو، ایس، اې، ای، دي) مرستو افغانستان سره د ټولو بهرنیو مرستو ۳۵ سلنه جوړوله.

د سیګار په راپور کې دا هم راغلي چې دوی داسې ضد او نقیض معلومات ترلاسه کړي چې طالبانو د امریکا د عملیاتي بنسټونو د تجهیزاتو د انتقال په بهیر کې د مداخلې هڅه کړې، هغه بنسټونه چې خپل فعالیتونه یې بند کړي دي.

سیگار لیکلي، د بشرپاله مرستو دفتر (بي، ایچ، اې) دوی ته راپور ورکړی چې په مې میاشت کې طالبان دوه ځلي په کابل کې د یوې عملیاتي ادارې دفتر ته ننوتي، او د دوو زغروالو موټرو او نورو حساسو امنیتي تجهیزاتو په شمول یې ټوله پاتې شتمني په زور ورنه وړې ده، چې په ټکو یې د دې تجهیزاتو ارزښت ۴۲ زره امریکايی ډالره اټکل شوی او ټاکل شوې وه چې یو بل نادولتي بنسټ ته ورکړل شي.

دغه شان د راپور پر بنسټ، د دغو بنسټونو کارکوونکي هم د طالبانو له خوا لفظي او فزیکي ګواښونو سره مخ شوي دي.

(یو، ایس، اې، ای، دي) هم ویلي چې د شتمنیو د انتقال د پروژو په پلي کولو کې له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ دي.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو نړیوالو ادارو هم د بشري مرستو د وېش او طراحۍ د پراګرامونو، د بېلابیلو عملیاتي بنسټونو د پروګرامونو په تطبیق، او تائید کې د مداخلې او دغه شان د د دغو بنسټونو د کارکوونکو د ګواښلو، ځورولو او ربړونې راپورونه ورکړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د مرستندویه ادارو په چارو کې د مداخلې راپورونه رد کړي وو.

د سیگار په دې ۹۱ مخیز راپور کې دغه شان د نړیوال تعامل، امنیت، اقتصاد، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت او د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزه د موضوعاتو په اړه هم ویل شوي دي.

XS
SM
MD
LG