د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

د پاکستان حکومت د پي او ار کارت لرونکو کډوالو د نه ځورولو امر وکړ


د پاکستان د ایالتونو، کشمير، ګلګت بلتستان او سرحدي سيمو چارو وزارت د دې هېواد له بېلابېلو ايالتونو  غوښتي دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د" پي‌او‌ار" (PoR) کارتونه درلودونکو افغانانو سر منفي چلند ونشي او په هيڅ ډول ونه ځورول شي.

په داسې حال کې چې د " پي‌او‌ار" ار په نوم د افغان کډوالو د کار تونو د اعتبار د مودې له ختمېدو (د جون ۳۰مه) پنځه ورځې تېرېږي، د دې کارتونو د تمديد لپاره لا هم هڅې روانې دي.

د پاکستان د ایالتونو، کشمير، ګلګت بلتستان او سرحدي سيمو چارو وزارت په يو رسمي مکتوب کې چې د جمعې په ورځ (د جولای ۴مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د پاکستان دفتر په فېسبوک پاڼه خپور شوی، ويلي چې د پي‌او‌ار کارتونو تمديد د فدرالي حکومت تر غور لاندې دي.

دغه وزارت په اسلام اباد کې د کورنیو چارو وزارت له سکرتر جنرال او د پنجاب، سند، بلوچستان او خېبر پښتونخوا د پوليسو له مشرانو او قوماندانانو څخه غوښتي چې د پرېکړې تر ورستۍ کېدو پورې، بايد دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د" پي‌او‌ار" (PoR) کارتونه درلودونکو افغانانو سر منفي چلند ونشي او په هيڅ ډول ونه ځورول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون ۳۰مه د پي‌او‌ار کارتونو د اعتبار وروستۍ نېټه اعلان کړې وه.

په ورته وخت کې د " پي‌او‌ار" کارت درلودونکي یو شمیر افغان کډوال د پاکستان له حکومت غواړي چې د کاروبارونو او حسابونو د راټولو لپاره ډیر وخت ورکړي.

د پاکستان په سند ایالت کې یو افغان کډوال، حمید الله ازادي راډيو ته وویل: "دلته موږ کاروبار لرو، کور لرو، ځای لرو، دوکان لرو. که موږ ته پنځه یا شپږ میاشتې مهلت راکړل شي، زموږ ځایونه نه خرڅېږي، کاروبار مو نه ختمیږي، موږ له څلوېښتو کلونو راهیسې دلته ژوند کوو او ټول جایداد مو دلته جوړ کړی دی، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته یو کال مهلت راکړل شي او وویل شي چې په دې موده کې خامخا ووځئ، بیا موږ کولای شو خپل کاروبار ختم کړو او ووځو."

د پي او ار کارت یو بل درلودونکی، نواز کاکړ وايي: "له دوو دریو ورځو راهیسې ځورونه نه شته. خو درې ورځې مخکې یو شمېر کسان نیول شوي وو، دا کسان د دوو ټانو لخوا نیول شوي و، چې په یوه کې شپږ تنه وو او په بله کې دوه یا درې تنه، چې د یو ان اچ سي ار په مرسته بیا خوشې کړل شول."

د " پي‌او‌ار" کارتونه په ۲۰۰۷ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) له خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوي وو.

مخکې تر دې، بېلابېلو نړيوالو ادارو، په ځانګړي دول د بخښنې نړيوال سازمان (امنستي انټرنشنل) په څو خلي د هغو ۱.۴ ميليونه افغان کډوالو د ايستلو د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې دغه کارتونه لري.

دغه سازمان شاوخوا لس ورځې وړاندې ويلي و، که پاکستان دا کارتونه تمديد نه کړي، نو په د دغه هېواد کې به یې د درلودونکو افغان کډوالو قانوني وضعيت له پوښتنې سره مخ او ښايي د ایستلو له ګواښ سره شي.

د بخښنې نړيوال سازمان خبرداری ورکړی و چې افغاننستان ته د افغان کډوالو جبري ستنول هغوی له تاوتريخوالي، ناوړه ګټې اخیستنې او بشري حقونو له نقض سره مخ کوي.

پاکستان د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکتوبر څخه د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی چې قانوني اسناد نه لري، او د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې یې د "ای‌سي‌سي" یا افغان تابعیت کارت لرونکو ایستل هم پیل کېږي، چې تر اوسه په چټکه روانه ده.

پر پاکستان سربېره، په دې وروستيو کې له ايران څخه هم د افغان کډوالو د ايستلو بهير په بې‌ساري ډول چټک شوی، چې نړيوالې ادارې يې اندېښمنې کړې دي.


XS
SM
MD
LG