د ایټالیا په پلازمېنه روم کې هغه سیلانیان چې د دې تاریخي ښار لیدو ته راغلي، د اوبو پر فوارو ور مات شوي دي او د ښار اصلي اوسېدونکي په دې ورځو کې له بېساري تودوخې د خلاصون لپاره اکثرا په ودانیو کې دننه پاتې کېږي.
یونانۍ الیزابت، چې پلنه خولۍ یې پر سره او چترۍ یې په لاس کې ده او د نورو سیلانیانو په ډله کې د روم لیدو ته راغلې ده وايي، "اوبه ډېرې څښم، خولۍ هم په سر کوم چې د وجود اوبه مې کمې نه شي."
د ایټالیا په ځینو ښارونو کې د تودوخې درجه د سانټیګراد تر ۴۰ درجو پورې لوړه شوې ده. حکومت د پلازمېنې روم په ګډون په ۲۱ ښارونو کې خلکو ته د ډېرې تودې هوا سوررنګه خبرداری ورکړی دی.
د ښاروالۍ په نښو کې د خبرداري سور رنګ د تودوخې تر ټولو سخت حالت بلل کېږي.
په اسپانیا کې هم ورته وضعیت روان دی. اسپانیايي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې سږنی جون، د دې هېواد د تاریخ د تر ټولو تودې میاشتې په توګه ثبت شوی دی.
د اسپانیا او پرتګال ترمنځ په سرحدي سیمو کې هم د تودوخې درجه په بېساري ډول د سانټيګراد تر ۴۶ درجو پورې لوړه شوې ده.
یوې ارجنټاینۍ مېرمنې چې د اسپانیا د سیويیه ښار لیدو ته راغلې له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په خبرو کې وویل "دا ځای سم دوزخ دی. هوا ډېره توده ده خو موږ مخکې له مخکې پوهېدو. باید ډېرې اوبه وڅښو او خپلې روغتیا ته متوجه واوسو."
اروپا د شنې لویې وچې په نوم یادېږي خو د هوا تودوخه اوس د دې قارې شینوالي ته ګواښ کوي.
تېره اونۍ د یونان د پلازمېنې آتن په څلوېښت کیلومترۍ کې په یوه ځنګله کې اور ولګېد. د دې ځنګلیزې سیمې څلوېښت تنه اوسېدونکي د مرستندویو ډلو له خوا وژغورل شول او که څه هم د اوروژنې ډلو هڅه وکړه چې اور ووژني خو د ځنګله یوه لویه برخه ایره شوه.
اروپایان هیله من دي چې وضعیت به ښه شي خو اصلي دوبی په لاره کې دی او د چنګاښ او زمري د میاشتو سختې تودې ورځې لا په مخکې دي.