د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

اسراییل له ایران سره بلې احتمالي جګړې ته تیاری نیسي


څه کم یوه اوونۍ وروسته له هغه چې د اسراییل او ایران ترمنځ اوربند اعلان شو، اسراییلي رسنیو ادعا کړې چې د دغه هېواد پوځ او حکومت یو ځل بیا له ایران سره د بلې احتمالي جګړې لپاره چمتووالی پیل کړی دی. د پوځي صنعت فابریکې په چټکۍ سره د وسلو تولید زیاتوي او د راتلونکو کلونو لپاره د تولید پراخولو پلانونه روان دي.

په ورته وخت کې، د ایران جګپوړو سیاسي مشرانو او پوځي قومندانانو ویلي چې پر اوربند باور نه لري.

د اسراییل اقتصادي وېب‌پاڼې "کالکالیست" د جون په ۲۹ په یوه راپور کې ولیکل، د اسراییل دفاعي بنسټونو دا درک کړې چې باید له ایران سره بل پړاو جګړې ته چمتو واوسي.

همداراز، د اسراییلي ورځپاڼې "ګلوبز" له مخې، د اسراییل هوايي ځواک به له جګړې وروسته له نوو الوتکو او پرمختللو وسلو سره د پرمختګ نوې مرحله پیل کړي.

د "والا نیوز" وېب‌پاڼې د راپور له مخې، پوځ باوري دی چې په راتلونکې هره احتمالي نښته کې باید د تېرو عملیاتو په څېر د "ناڅاپي برید" عنصر په پام کې وساتي. د اسراییلي رسنیو پوځي او امنیتي شنونکو خبرداری ورکړی چې اسراییل باید له خپلو بریاوو، چې دوی ځلاندې بللې، مغرور نه شي، ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت په سختو حالاتو کې خپل "زغم او استقامت" ښودلی دی.

د اسراییل د پوځ راډیو او "ټایمز آف اسراییل" وېب‌پاڼې پوځي شنونکي، امیر بر-شالوم، د یکشنبې په ورځ لیکلي، ایران لا هم یو جدي ګواښ دی او شک نشته چې د بیا پیاوړې کېدو هڅه به وکړي.

هغه زیاته کړه، د اسراییل غرور خطرناک دی ځکه چې ایران اوس یو "لنډی مار دی، او د اوسني وضعیت ننګونې د پخوانیو په پرتله لږې نه دي.

له دې وړاندې، اسراییلي ورځپاڼې "معاریو" د چنګاښ په ۷مه لیکلي و چې د اسراییل امنیتي ادارې ارزونه کوي چې ایران ښايي ډېر ژر یوه پراخه جګړه پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې سلګونه کسان په دې شک نیولي چې له اسراییل سره یې استخباراتي همکاري کړې.

د اسراییلي رسنیو په وینا، نوې ټکنالوژۍ، چې د اسراییل پوځ او امنیتي ادارې یې لري، د ایران دننه د هدفونو په پیژندلو او بریدونو کې مهم رول درلود. دغه عملیات له لیرې د اسراییل له خاورې کنټرول کېدل، او پېلوټانو ته د بمبارۍ لپاره دقیق معلومات له همدې ځایه استول کېدل.

راپورونه وايي، د دې ټکنالوژیو بوه لویه برخه لا هم محرمه پاتې ده.

د اسراییلي پوځ نظامي کارپوهان وایي، پوځ او امنیتي ادارې اوس له مدرنې جنګي تګلارې کار اخلي.

همداراز، اسراییلي رسنیو د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې نوې جزییات خپاره کړي، چې پکې د پوځ او موساد له خوا د ایران دننه ماموریتونه شامل وو. دوی له پېلوټانو او د بې‌پېلوټه الوتکو له قومندانانو سره مرکې کړې، چې څرنګه یې د جنګي پلانونو په عملي کولو کې برخه اخیستې ده.

د اسراییل د تلویزیون د دیارلسم چاینل د راپور له مخې، ډېرې بې‌پېلوټه الوتکو داسې بمونه له ځانه سره وړل، چې پوځ کلونه پټ ساتلي و، تر څو د ضرورت په وخت کې ترې کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG