په داسې حال کې چې د سیمې له یو شمېر هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې ځمکنۍ لارې ورځ بلې ته لا بندې او محدودېږي، په افغانستان کې یو شمېر افغان سوداګر اندېښنه ښیي چې یو لور ته د افغانستان پر بانکي سیستم نړیواله ټولنه او امریکا خپل تعزیرات نه لرې کوي او بلې خوا ته د هند، پاکستان او ایران له لارې د حوالو او صرافیو له لارې راکړه ورکړه پرې محدودېږي.
دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له هغه مهاله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن او امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان بانکي شتمنۍ کنګل او پر بانکي سیستم بندیزونه لګولي، دوی د صرافیو او حوالو له لارې سوداګري کوي.
د دوی په خبره، خو دا لارې هم تضمین شوې نه دي او دوی یې له ننګونو سره مخ کړي دي.
موږ خپل ټول مالونه د بندر عباس او چابهار له لارې لېږو، هلته پر ایران بندیزونه دي، بیا موږ د پیسو انتقال ستونزو سره مخ کړي یوسوداګر حاجي عبدالواحد
افغان سوداګر حاجي عبدالواحد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا چې د پاکستان لخوا د واګې لار بنده شوه، موږ خپل ټول مالونه د بندر عباس او چابهار له لارې لېږو، هلته پر ایران بندیزونه دي، بیا موږ د پیسو انتقال ستونزو سره مخ کړي یو، دلته هم بله بدیله لاره نشته، اوس دې یا موږ ته د واګې لار خلاصه کړي یا دې هوایي دهلېزونه فعال کړي، د صرافۍ له لارې جنجال ډېر دی، مثلا هلته هند کې دا پیسې تورې وي، هم هغو سوداګرو ته ستونزمنه ده او هم موږ ته، نو د مجبورۍ له امله له دې (صرافۍ) لارو کار اخیستل کېږي."
د هرات ولایت د سوداګرۍ او کرنې خونې مشر او سوداګر نجیب الله رحمتي بیا وایي په دې موده کې ځینو افغان سوداګرو حتی د خپلو صادر کړیو سوداګریزو توکو پیسې هم نه دي ترلاسه کړي او تاوانونه یې کړي دي: "خلک مجبور دي چې (دا حوالې) ومني، ځکه که یې ونه مني افغانستان کې خو خپله سوداګري نه شي کولای، همدا خطر مني، کله یې پیسې لسو ورځو یا یوه اوونۍ کې رسېږي، ځیني سوداګر خو حتی داسې صرافانو سره مخ کېږي چې خپلې پیسې ترې ترلاسه کولای نه شي، زموږ غوښتنه دا ده چې نړیوال دې باید افغان ولس او سوداګر نظر کې ونیسي، سیاست دې له اقتصاده جلا کړي."
د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ډاکتر مخلص احمد بیا له افغانستانه بهر د راکړې ورکړې لپاره د صرافیو د ستونزو ترڅنګ په افغانستان کې دننه هم د سوداګرو لپاره له بانکي سیستم شکایت لري.
ده ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوالو لخوا زموږ د بانکي زېرمو کنګلولو ترڅنګ، موږ ته دلته دننه پر بانکونو هم بې باوري پیدا شوې ځکه خصوصي بانکونو کې چې د سوداګرو پیسې او پس انداز و هغه سوداګرو ته پر وخت نه ورکول کېږي چې سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي، د دې ترڅنګ
سوداګر نه شي کولای افغانۍ په بهرنیو اسعارو تبادله کړي، نو سوداګر اړ کېږي چې ازاد بازار یا صرافیو ته رجوع وکړي
، بل له بده مرغه له هېواده بهر نه زموږ د بانکونو استازولۍ شته او نه مثلا د ایران چې موږ ډېره راکړه ورکړه له دې لارې لرو، کومه بانکي نماینده ګي دلته شته چې سوداګر ترې خپلې پیسې ترلاسه کړي."
خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري له ژمنې سره سره د راپور تر خپرېدو د دغو ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا اندېښنې او شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې دا مهال له هند سره د واګه سوداګریز بندر بند دی.
پاکستان د واګې بندر د مې میاشتې په لومړیو کې د دغه هېواد پر ضد د هند د پوځي اقدام په ځواب کې وتړه.
د سوداګرو په خبره مخکې سوداګرو له دې لارې هم په اسانه نقدې پیسې انتقالولای شوی، دغه راز د ایران د چابهار له لارې بیا د امریکا لخوا پر بانکونو بندیزونه دي چې د دوی په وینا نه شيکولای له دې لارې هم پیسې انتقال کړي.
دا سوداګر وایي چې د هند، پاکستان او ایران په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د پیسو د راکړې ورکړې د صرافۍ سیستمونه ورته ځیني نړیوال شرکتونه په دوبۍ کې ترسره کوي چې د دوی په وینا دا د چټکې سوداګرۍ مخه یې ډب کړې او د وخت د ضایع کېدو لامل یې ګرځي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د دې نړیوالو بندیزونو له امله د ورته ستونزو په اړه اندېښنه ښیي او دې ننګونو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
خو د دې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وایي چې د سوداګرو د پیسو د نه انتقال مسئله یوازې له ځمکنیو لارو خصوصا د ایران په چابهار کې موجوده ده.
ده ازادي راډیو ته زیاته کړه: "د دې لپاره چې واګه لار بنده شوه او سوداګر اوس مالونه د چابهار له لارې لېږي او ایران باندې بندیزونه دي، هغه چې موږ کاغذونو کې بندر عباس او چابهار ولیکو هند هغه پیسې نه رالېږي، نو اوس زموږ اکثراً سوداګرو دوبۍ ته لېږلي او هلته ورته کاغذونه جوړوي، بله ستونزه دا ده چې که یو کانټینر مثلا د یو لک ډالرو په ارزښت وي او سوداګر یې کاغذو کې ۵۰ زره ډالر لیکي، همدا ۵۰ زره یې رسمي راځي، نور بیا دوی مجبور دي چې په حواله یې راوغواړي."
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکا د افغانستان ۷ میلیارده ډالر بانکي شتمني کنګل کړه چې وروسته د دې پیسو نیمایي په سویس کې د امانت صندوق ته انتقال شوې چې د امریکا، سویس او افغان معتمدانو له خوا څارل کېږي.
د افغانستان د دې بانکي زېرمو له کنګلېدو سره افغان سوداګرو ته د ستونزو سربېره حتی د عامو خلکو د بې کارۍ د کچې لوړېدو لامل شوه، کارخانې بندې او ډېری خصوصي بانکونه هم له سقوط سره مخ شول.