د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

له ایرانه د ۵ زره افغان ماشومان ایستل؛ دا ماشومان له کومو احتمالي ګواښونو سره مخ دي؟


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي له ایرانه د افغان کډوالو د ستنونې په بهیر ۵ زره ماشومان له کورنیو پرته په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. یو شمېر ماشومان چې له کورنیو پرته له ایرانه ایستل شوي وايي ایراني پولیسو ورسره ناوړه چلند کړی دی.

یو اوولس کلن ځوان چې تازه له له خپلې کورنۍ پرته له ایرانه افغانستان ته ډيپورت شوی دی وايي چې اوس په کابل کې د یوه خپلوان په کور کې اوسېږي.
دې هلک چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل "ظلم و، په هر ځای کې یې افغانان نیول، د شپې دولس بجې ان دوه بجې به کورونو ته راغلل او نیول به یې کول، زه یې چې کله ونیولم زما کالي یې پلټل او ویل یې چې پیسې دې چرته ایښې دي، زه یې د کار له ځایه ونیولم او رد مرز یې کړم، کورنۍ مې په ایران کې پاتې ده، زه دلته بې سرنوشته یم، په پوله کې هم ستونزې ډېرې زیاتې دي، ملګري ملتونه هم کډوالو ته پام نه کوي."
په جون کې له ۵ زرو دېر افغان ماشومان له کورنیو پرته له ایرانه ایستل شوي دي
دی وايي کورنۍ یې څلور کاله مخکې د اقتصادي ستونزو او د کار د موندلو په لټه ایران ته کډواله شوې وه.

په جون کې له پنځو زرو ډېر افغان ماشومان له کورنیو پرته له ایرانه ایستل شوي دي.

اوس اوس له ایرانه نه یوازې ماشومان له کورنیو پرته ډیپورټ شوي بلکې د کورنیو داسې مشران هم شته چې کورنۍ یې په ایران کې پاتې دي او دوی افغانستان ته په جبري ډول ډیپورت شوي دي.

فیصل چې اوس مهال په هرات کې استوګن دی وايي، نږدې یوه میاشت کیږي چې افغانستان ته استول شوی او کورنۍ یې په ایران کې پاتې ده. هغه ازادي راډيو ته وویل"ما په یو دوکان کې کار کاوه، زه یې ونیولم او وروسته یې کمپ ته بوتلم، بیا یې له هغه ځایه د مشهد سفید سنګ ته واستولو او وروسته یې دیخوا افغانستان ته راواړولو. اوس موږ ته څوک ویزه نه راکوي چې بېرته خپلې کورنۍ پسې ایران ته لاړ شم، ډېرې ستونزې لرم."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي دي چې په جون میاشت کې له ۵ زرو دېر ماشومان له خپلو کورنیو پرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
یونیسف پرون- د جون ۳۰ مه په خپله اېکس پاڼه د افغانستان لپاره د یونیسف د استازي تاج الدین اویوال په حواله لیکلي چې په جون میاشت کې یوازې د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته له ۱۶۰ زره ډېر افغان کډوال ستانه شوي چې د دې شمېر څلورمه برخه یې ماشومان دي.
نوموړي دا هم ویلي چې هره ورځ لږ ترلږه ۲۰ زره افغانان اړایستل کیږي چې خپل هیواد ته ستانه شي.
یونیسف زیاتوي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ د اسلام کلا په پوله کې راستنیدونکو ته د روغتیا، تغذیې او اوبو په ګډون ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې کوي.
په همدې حال کې له کورنیو پرته د ماشومانو ستنول او په افغانستان کې د دوی وضعیت او برخلیک جدي اندېښنې راپورته کړي دي.
د ماشومانو د حقونو فعال انجینیر یوسف ازادي راډیو ته وویل چې له کورنیو پرته د ماشومانو ستنول دوی له جدي ستونزو سره مخ کوي.

له ګاونډیو هیوادونو د افغان ماشومانو ایستل د دوی مصونیت ته ګواښ کوي.

ښاغلی یوسف زیاتوي"اوس مهال چې افغان کډوال ماشومان له کومې ستونزې سره مخ دي، له ګاونډیو هیوادونو د جبرې ستنونې مسله ده، او دا یوه ډېره جدي ستونزه ده، کله چې ماشوم له کورنۍ پرته استول کیږي، مصونیت یې له خطر سره مخ کیږي، څوک یې د ساتنې نه وي، له روحي او رواني مشکلاتو سره مخ کیږي، کله چې یو ماشوم مور او پلار ونه لري او په جبري ډول پرې کارونه کیږي ان امکان لري جنسي استفاده ترې وشي، اوس مهال دا هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي. "
له بلې خوا د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM ویلي په جون میاشت کې له ۲۵۶ زره څخه ډېر افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
آی او ایم پرون د جون ۳۰ مه په یو بیان کې ویلي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د جون تر ۲۹ مې له ایرانه شاوخوا ۷۱۴ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي چې ۹۹ سلنه یې بې اسناده وو او ۷۰ سلنه یې په جبري ډول ایستل شوي.
دا په داسې حال ده چې د شمال او ختیځ لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ماموریت مشر ویلي چې له ۷۰ سلنه ډېر بې اسناده افغان کډوال له ایرانه ایستل کیږي.
احمد معصومی فر تازه د ایران له دولتي اژانس ایرنا سره په مرکه کې ویلي چې د چنګاښ یا سرطان په لومړۍ اونۍ کې (د جون له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې پورې) ۸ زره ۵ سوه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې ایستل شوي دي.
نوموړي ویلي چې په وروستیو کې له دې هیواده د افغان کډوالو ستنېدل ځکه ډېر شوي چې د غیر مجاز اتباع لپاره له دې هیواده د وتلو وروستۍ نېټه چې د جولای پنځمه کیږي په رانږدې کېدو ده.
د یادونې وړ ده چې ډیری افغانان چې له ایرانه راستانه شوي شکایت کوي چې هېواد ته له راستنیدو وروسته د بیکارۍ، بې کوره کیدو، د خوړو له نشتوالي او لسګونو نورو ستونزو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG