ټرمپ په یوه بل پوست کې لیکلي "د ایران د اټومي تاسیساتو زیان ډېر ګڼل کیږي، بریدونه سخت او دقیق وو. زموږ پوځ لوی مهارت وښود. مننه."
هغه په سوشل تروټ د یوې ( B-2 ) بم غورځونکې الوتکې د ښکته کیدو ویډیو هم خپره کړې او زیاته یې کړه چې د B-2 پیلوټان چې د ایران د اټومي تاسیساتو په بمبارۍ کې یې برخه اخیستې وه، بیرته د میزوري په هوایي اډه کې په خوندي ډول ښکته شول.
ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د امریکا په بریدونو کې د ایران اټومي تاسیسات په "بشپړ ډول" ویجاړ شوي دي.
هغه ګواښ وکړ چې که ایران ژر تر ژره سولې ته حاضر نه شي، نور هدفونه به یې هم په نښه کړي.
ستانبول او بیا مسکو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر
بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په استانبول کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د ډیپلوماسۍ دروازه باید تل خلاصه وي، خو اوس داسې نه ده."
هغه زیاته کړه چې ایران تر برید لاندې دی او تر هغه چې اړتیا وي د ځان دفاع حق به وکاروي، خو ویې ویل چې هغه نشي کولی څرګنده کړي چې ایران به د امریکا د بریدونو په ځواب کې څه وکړي.
د ایران دولتي رسنیو وروسته راپور ورکړ چې عراقچي مسکو ته رسیدلی چې نن دوشنبه د د ولادمیر پوتین په ګډون یوشمېر روسي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
عراقچي مسکو ته تر رسیدو دمخه وویل: "روسیه زموږ ملګرې ده او موږ تل مشوره کوو."
په ورته وخت کې، د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتانیاهو وویل چې د هغه هیواد د ایران د اټومي او توغندیو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د خپل هدف بشپړولو ته ډیر نژدې دی.
پر ایران د امریکا له برید وروسته د امنیت شورا غونډه
پر ایران باندې د امریکا برید او د اسراییلو او ایران لخوا په یو بل باندې دوامداره بریدونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونۍ غونډې موضوع هم وه.
په غونډه کې د امریکا استازې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د پوځي بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل: "بالاخره، هغه وخت رارسېدلی چې امریکا د خپلو متحدینو، اتباعو او ګټو په دفاع کې په قاطعانه توګه عمل وکړي."
ډوروتي شیا ایران ته د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ، او زیاته یې کړه: "د څلویښتو کلونو راهیسې، د ایران حکومت د 'مرګ پر امریکا' او 'مرګ پر اسراییل' شعارونه ورکړي او د خپلو ګاونډیانو، متحده ایالاتو او ټولې نړۍ د سولې او امنیت لپاره یې دوامداره ګواښ رامینځته کړی دی."
هغې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د خپل اصلي ماموریت له مخې "د ایران له رژیم څخه وغواړي چې د اسراییلو د ویجاړولو لپاره خپله 47 کلنه هڅه پای ته ورسوي.
خو د ایران استازي امیر سعید ایرواني د امریکا او اسراییلو "تیري کوونکي اقدامات" وغندل او ویې ویل: "د ایران د متناسب غبرګون وخت، ماهیت او اندازه به د ایران وسله والو ځواکونو لخوا ټاکل کیږي."
هغه په متحده ایالاتو تور ولګاوه چې "یو ځل بیا په بې پروایۍ سره د نتانیاهو د ساتنې لپاره خپل امنیت قرباني کوي."
د امنیت شورا په غونډه کې، د چین، روسیې او پاکستان په ګډون د ځینو هیوادونو استازو د ایران په اټومي تاسیساتو د امریکا برید وغنده. د فرانسې او بریتانیا استازو هم له ایران څخه وغوښتل چې د خبرو اترو میز ته راشي.