د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۸

خبرونه

د غزې روغتیا وزارت: په یوه ورځ کې ۳۷ کسان وژل شوي دي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

په غزه کې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مې په ۲۵مه) اعلان وکړ چې په یوه ورځ کې په سیمه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

یاد وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پدې شمېر کې هغه قربانیان شامل ندي چې د سیمې په شمال کې په روغتونونو کې ثبت شوي دي ځکه اوس مهال هلته لاسرسی خورا ستونزمن دی.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې، له تېرې اونۍ راهیسې چې اسراییلو نوي بریدونه پیل کړي، په غزه کې هره ورځ د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکايي چارواکو په کولوراډو کې د اتو کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړی

کلوراډو کې د پېښې سیمه
کلوراډو کې د پېښې سیمه

د رویټرز په وینا، دا پیښه د یکشنبې په ورځ په بولډر سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۴۵ کلن سړي د "آزاد فلسطین" شعار ورکړ او د خلکو په یوه ډله یې اور بلوونکي مواد ورغورځول.

دوی په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د یاد لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.

د بولډر پولیسو وویل چې څلور ښځې او څلور نارینه، چې عمرونه یې له ۵۲ څخه تر ۸۸ کلونو پورې دي، روغتون ته وړل شوي دي.

د ډینور په دفتر کې د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځانګړي استازي، مارک میشلیک، شکمن کس د محمد سلیمان په توګه پیژندلی. هغه د برید وروسته روغتون ته وړل شوی.

د FBI رییس کیش پټیل دا پیښه د "هدفمند ترهګریز برید" په توګه بیان کړه.

پر روسیې د اوکرایین تر ډرون بریدونو یوه ورځ وروسته؛ استانبول کې د روسیې او اوکرایین خبرې

د اوکرایین ولسمشر د استخباراتو له رییس سره
د اوکرایین ولسمشر د استخباراتو له رییس سره

ټاکل شوې ده چې د روسیې او اوکراین استازي د دوشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو دوهم پړاو لپاره سره وویني.

تیره میاشت خبرو اترو لږ پرمختګ وکړ، خو دواړو خواوو د سلګونو جنګي بندیانو د تبادلې موافقه وکړه.

د خبرو اترو له پیل څخه یوه ورځ مخکې، اوکراین د روسیې په څو سیمو کې بې ساري ډرون برید وکړ، چې شاوخوا ۴۰ روسي بمبار کوونکې الوتکې یې په نښه کړې.

اوکرایني چارواکي وايي چې ډرونونه په لرګینو صندقونو کې ځای پر ځای شوي وو او له روسیې دننه الوځول شوي.

روسیې تایید کړې چې دوو اډو کې څو الوتکو اور اخیستی.

روسیې د طالبانو د سفیر نوماندي منلې

متقي د روسیې له سفیر سره
متقي د روسیې له سفیر سره

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې په رسمي ډول په مسکو کې د دوی د نوي سفیر نوماندي منلې ده.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په دې اړه یو یادښت وسپاره.

دا روښانه نه ده چې څوک به په روسیه کې د طالبانو د سفیر په توګه وټاکل شي.

که څه هم روسیه د طالبانو له رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو لا تر اوسه یې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په رسمیت نه دی پیژندلی.

اریانا سعید دوه جایزې ګټلي

آریانا سعید
آریانا سعید

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعالې اریانا سعید د داف باما د موسیقۍ له نړیوال فستیوال څخه دوه جایزې ترلاسه کړې.

اریانا سعید پرون ناوخته په خپل انسټاګرام پاڼه کې د جایزو اعلان وکړ او لیکلي یې دي: "نه یوازې د 'افغانستان د غوره هنرمندې' د جایزې ترلاسه کول بلکې د باما بشردوستانه جایزه هم یو ویاړ دی چې زه به کلونه پرې ویاړم."

هغې زیاته کړه چې په یاد فستیوال کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ.

دا فستیوال د شنبې په ورځ، د مې په ۳۱مه، د جرمني په اوبرهاوسن کې د نړۍ د ګڼو هنرمندانو په ګډون ترسره شو.

د داف باما فستیوال د موسیقۍ نړیوال مراسم دي چې د مختلفو ملیتونو، ژبو او د موسیقۍ د بیلابیلو سبکونو هنرمندان ستايي.

د طالبانو حکومت او پاکستان هوکړې ته رسېدلي چې د خپلو ډپلوماټیکو ماموریتونو کچه له شارژدافیره سفیر ته لوړه کړي

د طالبانو د حکومت او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران
د طالبانو د حکومت او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په همدې موضوع د پاکستان له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحق دار سره نن خبرې کړي.

متقي د دې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښوولې چې له شارژدافیره د سفیر کچې ته د ډپلوماټیک ماموریت د لوړولو کارونه ژر بشپړ شي.

که څه هم پاکستان له لومړنیو هېوادونو وو چې د طالبانو ډپلوماټ یې ومانه خو لا د سفیر په کچه استازي نه لري بلکې دواړه هېوادونه ډپلوماټیکې چارې د چارسمبالي او شارژدافیر په مټ مخته بیایي.

اسحق دار هم دا پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې په دې سره به په اقتصاد، امنیت او سوداګرۍ کې د پاک – افغان همکارۍ زیاتې شي.

د شاتو ۲۵۰ میلیونه مچۍ ازاده شوي

د امریکا په لویدیځ ایالت واشنګتن کې په مچیو بار لارۍ چپه شوې
د امریکا په لویدیځ ایالت واشنګتن کې په مچیو بار لارۍ چپه شوې

د امریکا په واشنګتن ایالت کې د شاتو شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ د یوې لارۍ د ټکر له امله ازادې شوي دي.

پولیسو له خلکو غوښتي چې ځانونه له دې مچیو وساتي.

په دې وروستیو کې په واشنګټن ایالت کې د شاتو په مچیو بار لارۍ له سړک واوښته او ولوېده.

په سیمه کې سړکونه، چې له کاناډا سره پوله لري، تړل شوي دي.

د مچیو د پالنې متخصصین د سیمې د پاکولو لپاره کار کوي.

ځینې مچۍ پالونکي یوازې د شاتو د تولید لپاره کار کوي، مګر ډیری نور خپلې مچۍ بزګرانو ته په کرایه ورکوي.

بزګران د خپلو فصلونو د ودې لپاره له مچیو څخه کار اخلي.

پاري سن‌ژرمن د لومړي ځل لپاره د اروپا د اتلانو لیګ وګاټه

د اروپا د اتلانو لیګ اتله لوبډله پاري سن‌ژرمن
د اروپا د اتلانو لیګ اتله لوبډله پاري سن‌ژرمن

د اروپا د اتلانو د فوټبال لیګ په پایلوبه کې د فرانسې استازې پاري سن‌ژرمن خپله ایټالوۍ سیاله انټرمیلان لوبډله پنځه پر صفر ماته کړه.
پایلوبه د شنبې په شپه د مونیخ ښار په الیانز ارینا سټډيوم کې وشوه.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پاري سن ژرمن په بریا خوښي ښوولې ده. د دغه ټیم د بریا د لمانځلو لپاره لوبغاړي الیزه ماڼۍ ته وربلل شوي.

د پاري سن‌ژرمن لوبډلې لسګونه زره مینه والو د بریا جشنونه وکړل خو د پاریس په ځینو برخو کې له پولیسو سره د خلکو د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي.

لږ تر لږه درې سوه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي.

اروپا له امریکا د ګمرکي تعرفو د لوړولو غچ اخلي

د امریکا او اروپایي ټولنې بیرغونه
د امریکا او اروپایي ټولنې بیرغونه

اروپایي کمیسیون ویلي چې اروپا د ګمرکي تعرفو د لوړولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام غچ اخیستلو ته چمتو ده.

ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اروپا پر فولادو او المونیمو ګمرګي تعرفه له پنځه ویشت فیصدو، پنځوس فیصدو ته لوړوي.

رویټرز د اروپایي کمیسیون د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي، که خبرې نتیجه ورنه کړي، دوی به د جون له ۱۴مې پر امریکایي تولیداتو تعرفه لوړه کړي.

وړاندې راغلي چې اوسنی وضعیت د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو، امریکا او اروپا ترمنځ سوداګریزې جګړې ته زمینه برابره کړې ده.

روسیه کې د ریل د چپه کېدو پیښه کې ۷ تنه مړه شوي

ارشیف
ارشیف

په روسیه کې لږ تر لږه ۷ تنه مسافر هغه مهال مړه شول چې د دوی د سپرلۍ ریلګاډی له خپلې لیکې څخه ووت.

پیښه پرون شنبه " د جوزا لسمه" په بریانسک سیمه کې شوې چې چارواکو یې لامل په ترانسپورتي چارو کې " غیر قانوني لاسوهنه" بللې، خو جزیات یې نه دي ورکړي.

د بریانسک والي الکساندر بوګوماز ویلي، ۳۳ تنه نور په دې پیښه کې ټپيان شوي دي.

دا ترین له مسکو څخه شپږ سوه کیلو متره لرې کلیموف سیمې ته روان و.

یوې زلزلې د تخار مرکز او شاوخوا سیمې لړزولي

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه شپږ و، د تخار مرکز تالقان او شاوخوا سیمې لړزولي.

د ولکینو دیسکوري ویبپاڼې د راپور له مخې دغه زلزله تېره نیمه شپه ( د جوزا یولسمه) د تالقان ښار په ۴۴ کیلو متري واټن کې پیښه شوې.

تراوسه د زلزلې د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د حکومت اړوندو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG