افغانستان
تاجکستان د افغان کډوالو جبري ستنول ګړندي کړي، تېره اونۍ یې پنځوس کندز ته را اړولي

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، تاجکستان په دې وروستیو کې له هغه هېواده د افغانانو د جبري ستنولو پروسه ګړندۍ کړې ده.
دغه وزارت پرون شنبه ( د جوزا لسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تاجکستان یوازې د روانې میاشتې په ۷ او ۸ نیټې نژدې پنځوس افغانان پر شیرخان بندر کندز ولایت ته را اړولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په را ایستل شویو کسانو کې ۳۶ یې د تاجکستان د اقامې پیژندپاڼې او ۱۲ نورو یې د تاجکستان قانوني ویزې درلودې.
طالب چارواکو ویلي چې د دغو افغانانو د اخراج لامل لا روښانه نه دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خپرې شوي، شاوخوا لس زره افغان کډوال په تاجکستان کې اوسیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بینټ؛ د تیر پرتله د طالبانو له خوا د بدني سزاوو عملي کیدل زیات شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ یو ځل بیا د طالبانو له خوا د بدنۍ سزاوو پلي کیدل غندلي دي.
ښاغلي بینټ نن دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر لیکلي، "طالبانو تیره اونۍ ۶۳ نارینه او څلور ښځې په عام محضر کې په درو وهلي دي".
بینټ له طالبانو غوښتي چې د دې سزاوو پلي کیدل په فوري ډول ودروي.
د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د بدني سزاوو عملي کیدل له نړیوالو قوانینو سرغړونه یاده کې او ویلي دي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د دې سزاوو عملي کیدل د نورو کالونو پرتله زیات شوي دي.
بل پلو، په بدخشان کې د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبې یو تن د الکولي مشروباتو په جرم په ۳۹درو او دوه کاله تنفیذي بند محکوم کړی دی.
د لوی اختر په مناسبت په ټول افغانستان کې څلور ورځې عمومي رخصت دی

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو وزارت د لوی اختر په مناسبت د راتلونکې اونۍ څلور ورځې عمومي رخصت اعلان کړی دی.
د هغه مکتوب پر بنسټ چې دې وزارت نن دوشنبې رسنیو ته استولی د روانې غبرګولي میاشتې له ۱۷مې تر ۲۰ مې په ټول افغانستان کې عمومي اعلان شوی دی.
د طالبانو حکومت د غبرګولي ۱۶مه عرفه او د شنبې ورځ د غبرګولي ۱۷مه لوی اختر اعلان کړی.
بل پلو، د عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هېوادونو کې پنجشنبې عرفه او جمعه د لوی اختر لومړی ورځ اعلان شوې ده.
هند کې سیلابونو ۳۴ تنه مړه کړي

په هند کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویدونې له کبله ۳۴ کسان مړه شوي دي.
رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د هندي چارواکو په حواله ویلي، د هند په شمال ختیځو سیمو کې د تیرو څو ورځو د سختو بارانونو او ځمکه ښویدلې له کبله ۳۴ کسان مړه او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په خبره، د هیمالیا په سیکیم ایالت او شاوخوا نورو سیمو کې زرګونه سیلانیان بند پاتې چې د ژغورنې هڅې يې روانې دي.
چارواکو په راتلونکو څو ورځو کې د هند په شمال ختیځو سیمو کې د بارانونو له امله د ناڅاپي سیلابونو د راوتو او ځمکې ښویدنې خبرداری ورکړی دی.
بل پلو، د هند په ګاونډ بنګله دیش کې هم د سختو بارانونو له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.
روسیې د طالبانو د سفیر نوماندي منلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې په رسمي ډول په مسکو کې د دوی د نوي سفیر نوماندي منلې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په دې اړه یو یادښت وسپاره.
دا روښانه نه ده چې څوک به په روسیه کې د طالبانو د سفیر په توګه وټاکل شي.
که څه هم روسیه د طالبانو له رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو لا تر اوسه یې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په رسمیت نه دی پیژندلی.
اریانا سعید دوه جایزې ګټلي

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعالې اریانا سعید د داف باما د موسیقۍ له نړیوال فستیوال څخه دوه جایزې ترلاسه کړې.
اریانا سعید پرون ناوخته په خپل انسټاګرام پاڼه کې د جایزو اعلان وکړ او لیکلي یې دي: "نه یوازې د 'افغانستان د غوره هنرمندې' د جایزې ترلاسه کول بلکې د باما بشردوستانه جایزه هم یو ویاړ دی چې زه به کلونه پرې ویاړم."
هغې زیاته کړه چې په یاد فستیوال کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ.
دا فستیوال د شنبې په ورځ، د مې په ۳۱مه، د جرمني په اوبرهاوسن کې د نړۍ د ګڼو هنرمندانو په ګډون ترسره شو.
د داف باما فستیوال د موسیقۍ نړیوال مراسم دي چې د مختلفو ملیتونو، ژبو او د موسیقۍ د بیلابیلو سبکونو هنرمندان ستايي.
د طالبانو حکومت او پاکستان هوکړې ته رسېدلي چې د خپلو ډپلوماټیکو ماموریتونو کچه له شارژدافیره سفیر ته لوړه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په همدې موضوع د پاکستان له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحق دار سره نن خبرې کړي.
متقي د دې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښوولې چې له شارژدافیره د سفیر کچې ته د ډپلوماټیک ماموریت د لوړولو کارونه ژر بشپړ شي.
که څه هم پاکستان له لومړنیو هېوادونو وو چې د طالبانو ډپلوماټ یې ومانه خو لا د سفیر په کچه استازي نه لري بلکې دواړه هېوادونه ډپلوماټیکې چارې د چارسمبالي او شارژدافیر په مټ مخته بیایي.
اسحق دار هم دا پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې په دې سره به په اقتصاد، امنیت او سوداګرۍ کې د پاک – افغان همکارۍ زیاتې شي.
یوې زلزلې د تخار مرکز او شاوخوا سیمې لړزولي

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه شپږ و، د تخار مرکز تالقان او شاوخوا سیمې لړزولي.
د ولکینو دیسکوري ویبپاڼې د راپور له مخې دغه زلزله تېره نیمه شپه ( د جوزا یولسمه) د تالقان ښار په ۴۴ کیلو متري واټن کې پیښه شوې.
تراوسه د زلزلې د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو د حکومت اړوندو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امریکا کې د یو شمېر افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضیعت پر لغوه کیدو د انتقادونو دوام

دوو امریکايي سناتورانو د افغانانو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول "یو تاریخي خیانت" بللی دی.
جین شاهین او لیزا مورکاوسکي، چې د امریکا د سنا مجلس غړې دي، د دې هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په یو لیک کې لیکلي چې د افغانانو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کېدل، د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې د امریکا تر څنګ ولاړ وو.
د دغو سناتورانو په وینا، په افغانستان کې د وضعیت د خرابوالي په پام کې نیولو سره، د هغو افغانانو لپاره چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول هغوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د حقیقي ګواښ، ځورونې، تاوتریخوالي او حتی مرګ له خطر سره مخامخ کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت شاوخوا درې اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د افغان کډوالو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت (TPS) پروګرام به د مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي.
د TPS یا موقتي خوندیتوب وضعیت پروګرام د هغو بهرنیو وګړو لپاره ده چې د جګړو، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نشي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.
د "افغان ایوک" په نوم د یوې امریکايي ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۱۱ زره افغانان په امریکا کې له دې موقتي خوندیتوب څخه برخمن دي.
افغانستان کې له هرو څلور لویانو یو یې تنباکو کاروي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له هر څلورو لویانو یو تن تنباکو کاروي.
"له تنباکو پرته " نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې ددې سازمان د څانګې مشر ډاکټر اډوین سنیزا سالواډور ویلي، افغانستان کې په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو ترمنځ د تنباکو کارول له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي چې نوموړې ترې د ځوانانو پر ساتنه ټینګار کړی دی.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په افغانستان کې د تولید ترڅنګ، تمباکو له یو شمېر نورو هېوادونو نه هم واردېږي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:
"تېر کال، له ایران، پاکستان او سعودي عربستان څخه شاوخوا یو نیم زره ټُنه د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت تنباکو وارد شوي وو. په افغانستان کې د تنباکو مصرف کم دی، نو واردات هم کم دي، او سربېره پردې، دا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هم تولیدېږي."
د روږدیتوب د برخې یو شمېر متخصص ډاکتران د تمباکو کارول روغتیا ته زیانرسونکي بولي او ټینګار کوي چې استعمال یې ان د مړینې لامل کېدای شي.
روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد زیات کسان سګریټ څکوي او نږدې ۳۵۰ میلیونه نور له لوګی پرته تنباکو کاروي.
یاد سازمان دا ورځ په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د "د تنباکو پرته نړیوالې ورځې" په توګه ونوموله، چې موخه یې د تنباکو اعتیاد او د کارونې منفي اغیزو ته د خلکو پام اړول دي.