د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۳

ترکمنستان له طالبانو سره د نړیوالو خبرې او دې برخه کې عملي هڅې مهمې بللي


د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف، ارشیف
د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف، ارشیف

د ترکمنستان ولسمشر وايي چې له طالبانو سره د نړیوالو خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره د عملي هڅو دوام مهم دی. د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې، سردار بردي محمدوف د مرکزي آسیا ایټالیا په لومړۍ سرمشریزه کې وویل چې د سیمه ییز امنیت په مسله کې باید د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځول شي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت چارواکو، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اړیکې او تعاملات زیات شوي دي، د ترکمنستان ولسمشر تازه د خپل هیواد له لوري له افغانستان سره د همکارۍ او د اقتصادي اړیکو د پراخولو د هڅو خبره کړې ده.

د ترکمنستان د «ګولډین ایج» په ګډون د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې،سردار بردي محمدوف په ټینګار ویلي چې ترکمنستان له طالبانوسره د نړیوالو خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره د عملي هڅو دوام مهم بولي.

ترکمنستان له طالبانوسره د نړیوالو خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره د عملي هڅو دوام مهم بولي
د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف

نوموړي دا څرګندونې د منځنۍ اسیا-ایټالیا په لومړۍ سرمشریزه کې وکړې، چې د می په ۳۰مه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوې وه.

ښاغلي محمدوف د سیمه ییز امنیت مسلې ته په اشارې، ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت باید له پامه ونه غورځول شي.

هغه دا هم ویلي چې ترکمنستان به د لویو سیمه ییزو پروژو لکه ټاپي، د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان لارې په اوږدو کې د لوړ ولټاژ بریښنالیږد او افغانستان ته د ریل پټلۍ جوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ترکمنستان ولسمشر د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د زیاتوالي پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو ځینې شنونکي وايي چې د طالبانو په وړاندې د منځنۍ آسیا هیوادونو او روسیې په پالیسۍ کې تدریجي بدلونونه لیدل کیږي.

له دې ډلې غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل " د منځنۍ اسیا هیوادونه د اقتصادي همکاریو پراختیا او د خپلو پروژو پر پلي کولو ټینګار کوي او هڅه کوي چې په یو ډول افغانستان په خپلو عمومي، اقتصادي، ټولنیز، او بې له شکه نظامي او امنیتي مدیریت کې شریک کړي، او افغانستان په سیمه او له سیمې هاخوا کې د امکان تر حده مدغم کړي."

د طالبانو د حکومت او ترکمنستان ترمنځ په ځانګړې توګه د انرژۍ، اقتصادي او زیربنایي پروژو په برخو کې اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو مهمو ګډو پروژو یې د ټاپي پروژه ده، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي.

د دې پروژې قرارداد په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان، پخواني افغان حکومت، پاکستان او هند ترمنځ په عشق آباد کې لاسلیک شو، په افغانستان کې یې عملي کار په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په هرات ولایت کې پیل شو؛ خو د ناامنۍ او ځینو نورو ستونزو له امله یې پرمختګ له خنډونو سره مخ شو.

له دې سره د ټاپي پروژې عملي کار د ۱۴۰۳ لمریز کال په سنبلې میاشت کې د طالبانو او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې په هرات ولایت کې بیا پیل شو.

دا پروژه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالي لري، چې ۷۷۴ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تیریږي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تل هڅه کوي چې د اقتصادي اړیکو د پراخولو له لارې خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې په ځانګړې توګه له ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره پیاوړې کړي.

له دې سربېره، تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د ترکمنستان، قزاقستان، چین او روسیې په ګډون ځینو هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي او افغانستان ته یې خپل استازي لیږلي دي، خو دوی دا اقدام د طالبانو په رسمیت د پیژندلو په توګه نه ګڼي.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځوحقونه مراعت کړي.

که څه هم طالبانو په وار وار ادعا کړې چې دوی له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري، حکومت یې ټول شموله دی، او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو ملاتړ کوي، خو دا ادعاوې لا تر اوسه د نړیوالې ټولنې او یو شمېر افغان وګړو لخوا نه دي منل شوي.

XS
SM
MD
LG