د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۵

د داعش یو لوړپوړی ترکی غړی د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې نیول شوی


د افغانستان او پاکستان یوه سرحدي سیمه
د افغانستان او پاکستان یوه سرحدي سیمه

د ترکیې انادولو اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد امنیتي ادارو د یکشنبې په ورځ د اوزګور التون په نوم د داعش د دغه غړي د نیولو اعلان وکړ.

د داعش یا اسلامي دولت ډلې یو لوړ پوړی غړی، چې د ترکیې حکومت یې په لټه کې و، د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې د ګډو استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

د ترکیې انادولو اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد امنیتي ادارو د یکشنبې په ورځ د اوزګور التون په نوم د داعش د دغه غړي د نیولو اعلان وکړ.

التون، چې د ابو یاسر الترکي په نوم هم پیژندل کیږي، د داعش تر ټولو لوړپوړی ترک توکمی غړی یادیږي او د دې ډلې په ټولنیزو رسنیو او لوژستیکي شبکو کې یې مهم رول لوبولی دی.

د انادولو د راپور په اساس د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان د التون فعالیتونه څارل او دا یې موندلې وه چې د داعش دغه غړي د اروپا او مرکزي اسیا څخه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د داعش د جنګیالیو د ځای پر ځای کولو لپاره همغږي کوله.

د معلوماتو له تبادلې وروسته، د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې د التون د حضور او د پاکستان خاورې ته د هغه د ننوتلو څخه خبره کړای شوه.

تر همغږۍ وروسته، د ترکیې او پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا په پوله کې د ګډو عملیاتو پر مهال التون ونیول شو او د نورو تحقیقاتو لپاره ترکیې ته ولیږدول شو.

د راپورونو له مخې هغه په ترکیه او اروپا کې د کنسرټونو او نورو عامه ځایونو باندې د بریدونو په پلانولو هم تورن دی.


  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG