نوموړي ته په یو شمیر منسوب غږیز پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او دغه شان یو شمیر رسنیو هم خپور کړی د دې سربیره ویل شوي چې، د نجونو پوهنتونونه د ازاد ذهنیت خپرونکي مرکزونه دي.
په دغه غږیز پیغام کې چې د نجونو پر زده کړو، لباس او ټولنیزو ازادیو هم خبرې شوي کره وخت نه دی معلوم.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ایکس پاڼه هم د ده تازه خبرې خپرې شوي خو په دې موضوعاتو څرګندونې په کې نشته.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې ادعا کوي چې طالبان اسلام د خپلو شخصي ګټو لپاره تحریفوي او هڅه کوي چې افغانان داسلامي شریعت په نوم وډاروي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي ته منسوب تازه غږیز پیغام په غبرګون، چې ویلي" په اسلام کې انسان غلام ګڼل کېږي" ادعا کوي، چې طالبان اسلامي شریعت د خپلو شخصي ګټو لپاره تحریفوي.
دوی دا ادعا کوي چې طالب چارواکي هڅه کوي چې ملت د اسلامي شریعت په نوم وډاروي او په پټو سترګو د دغه ډلې هر ډول ناروا کړنې ومني.
له دې ډلې د ښځو حقونو فعالې او د افغانستان د ښځو د مشارکت د شبکې مشرې ترنم سیدي ازادي راډیو ته وویل:
«له بده مرغه طالبان د دین اصلي روح خلکو ته نه بیانوي بلکې تحریف شوي شیان د خپلو ګټو لپاره خلکو ته بیانوي او په دې تحریف سره غواړي چې خپل سیاسي واک په خلکو په جبر ومني، دوی هڅه کوي چې د دین په نوم خلک په فکري ډول غلامان کړي تر څو د دوی هر ډول ناروا کړنې په پټو سترګو ومني.»
ازادي راډیو خالد حنفي ته د دې منسوب پیغام کره والی په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هم نن په خپله اېکس پاڼه د خالد حنفي غږیز بیانونه خپاره کړي چې نوموړي په کې ویلي اوس مهال د سنګر جګړه پای ته رسېدلې او د تبلیغاتي جګړې د مخنیوي لپاره باید عالمان هڅه وکړي.
دغه وزارت هم دا نه دي ویلي چې دغه ناسته کله او چیرې شوې خو ویلي یې دي چې نوموړي دا خبرې د عالمانو او قلموالو ترمنځ د همغږۍ په یوه ناسته کې کړي دي.
په دې خبرو کې بیا هغه څرګندونې نشته چې ټولنیزو رسنیو او یو شمیر رسنیو د ده په حواله خپرې کړې دي.
په همدې حال کې یو شمېر دیني عالمان وايي د اسلامي شریعت له مخې انسان د الله بنده دی او دا بندګي د مینې، باور او تسلیمۍ پر بنسټ ولاړه ده نه د زور یا تحقیر پر بنسټ.
یو دیني عالم چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د انسان لپاره د الله بندګي د ذلت نه بلکې د عزت نښه ده:
«د اسلامي شریعت له مخې انسان د الله بنده دی او دا بندګي د مینې، باور او تسلیمۍ پر بنسټ ولاړه ده نه د زور یا تحقیر پر بنسټ، انسان غلام نه دی پیدا شوی بلکې ازاد پیدا شوی دی، ځکه الله سبحان وتعالی بنده ته اختیار ورکړی چې که کفر کوي، بندګي کوي، ګناه کوي او که نیکي کوي، او دا اختیار د یو ازاد انسان ځانګړنه ده نه د یو غلام انسان.»
د یادونې ده چې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې فردي ازادي په جدي ډول ځپل شوې، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
دوی له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه لري، ډیری دولتي او نا دولتي ادارو کې له دندو هم راګرځول شوي، له شرعي محرم پرته سفر نه شي کولای، حجاب هم پرې اجباري شوی او په ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو یې هم محدودیتونه لګېدلي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په نوي قانون کې چې د تېر کال ۲۰۲۴ کال په اګست کې خپور شو، د ښځو د ټول بدن پټول لازمي بلل شوی او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم ضروري دي.
په دې قانون کې ان د ښځو غږ هم عورت بلل شوی چې په کې راغلي ښځې په لوړ غږ سندرې او نعتونه نه شي ویلی او ان په لوړ آواز تلاوت هم نه شي کولای.
که څه هم د طالبانو د حکومت دغه قانون په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول خو طالبانو ویلي چې د ټولنې د اصلاح لپاره د دې قانون پلې کول اړین دي او دوی به یې په بشپړ ډول عملي کړي.
دوی ادعا کوي چې به دغه هیواد کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان نجونو او ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه خوندي دي هغه ادعا چې ډیری افغانان او نړیوال یې نه مني.