د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت : امریکا ته د هغوو افغانانو پر سفر بندیز نه دی لګول شوی چې له امریکايي ځواکونو سره يې کار کړی وي


په پاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه افغانان
په پاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه افغانان

متحدایالات وايي چې دې هېواد ته د هغو افغانانو پر ورتګ بندیز نه دی لګول شوی چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس پرون دوشنبه د مارچ ۱۷ مه په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه راپورونه رد کړل.

نوموړې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ د پخوانیو همکارانو انتقال او ځای پر ځای کول لا هم د امریکا د پالیسۍ یوه برخه ده.

خو هغې وویل چې متحده ایالاتو ته د دې ډلې افغانانو د لېږد په بهیر کې امنیتي چک شامل دی څو د امریکا امنیت خوندي پاتې شي.

د افغانستان د وضعیت او د هغو کسانو په اړه چې له موږ سره یې همکاري کړې، موږ لا دمخه د دغو کسانو د لېږدولو لپاره چمتووالی نیولی دی او امریکا ته د دوی پر تګ بندیز لګولی شوی نه دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

نوموړې وویل:"د افغانستان د وضعیت او د هغو کسانو په اړه چې له موږ سره یې همکاري کړې، موږ لا دمخه د دغو کسانو د لېږدولو لپاره چمتووالی نیولی دی. دا تل زموږ د پالېسۍ برخه وه چې هڅه وکړو تر څو ډېری خلک چې له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې زموږ سره یې همکاري کړې ده، ولېږدوو. دا بهیر له تېر حکومت راهیسې دوام لري او موږ لا هم پرې کار کوو. "

نوموړې که څه هم په دې اړه نور جزیات ورنکړل خو له دې وړاندې د امریکا د کانګرس ځینو غړو د ټرمپ له ادارې غوښتي چې پخواني افغان همکاران پرې نه ږدي او ټینګار یې کړی چې دغو کسانو له امریکايي ځواکونو سره څنګ په څنګ په جګړه کې برخه اخیستې او د پام وړ قربانۍ یې ورکړي دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکې چې امریکا ته د تګ په هیله دغلته میشت دي وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوی اعلان دوی ته په تیاره کې د رڼا یو څرک ښکاري خو هیله لرې چې په دې اړه نور وضاحت هم ورکړل شي.

دوی غوښتنه کوي چې د امریکا حکومت دې د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د نتقال پروسه د تېر په څېر پیل کړي.

په پاکستان کې میشت وحید تره خیل چې امریکا ته د تګ ایس ای وي کیس لري ازادي راډيو ته یې وویل،

"په دې برخه کې باید یو څه نور وضاحت هم موجود وي، ځکه چې دلته ډېر افغان پناه غوښتونکې له ډېره وخته په تمه دی، دوی باید ټول انتقال شي، د ای او ایم او د کییر سیستم بېرته فعال شي، په دې سره به د پناه غوښتونکو هیلې بېرته راژوندئ شي."

په دې برخه کې باید یو څه نور وضاحت هم موجود وي، ځکه چې دلته ډېر افغان پناه غوښتونکې له ډېره وخته په تمه دی، دوی باید انتقال شي
په پاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه افغان

په پاکستان کې یو بل پی ټو کیس لرونکي افغان چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"دا یو ډېر هیله بښونکی خبر دی، زموږ او د ټولو هغه افغان پناه غوښتونکو لپاره چې دلته په پاکستان او نورو درېیمو هیوادونو کې د امریکا کیسونه لري، دلته په پاکستان کې افغان کډوال اوس مهال له ډېرو سختو شرایطو سره مخ دی، له یوې خوا د پاکستان له خوا د ډیپورټ له خطر سره مخ یو، له بلې خوا د پی ون او پی ټو کیسونو سرنوشت نامعلوم دی، الله دې وکړي چې دا ستونزې ژر تر ژره حل شي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د جنورۍ پر ۲۰مه په امریکا کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځنډاوه.

د متحده ایالاتو حکومت د افغان کډوالو د لیږد د ځنډولو په تړاو ویلي چې هغه هیواد ته استول شوي افغانان د امنیت له پلوه په سمه توگه نه دي څیړل شوي.

خو د روانې مارچ میاشتې په ۱۵ مه رویټرز خبري اژانس، په یوه راپور کې د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو پر وګړو متحده ایالاتو ته د سفر د بندیز په اړه د غوښتنې د څېړلو خبر ورکړ چې په درېیمو هیوادونو کې د میشتو کیس لرونکو افغان پناه غوښتونکو ترمنځ یې اندېښنې راپورته کړې.

XS
SM
MD
LG