د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د امریکا د عدلیې وزارت وکیلان: امریکا ته د افغانانو د انتقال د بهیر بیا پیلیدل ښايي میاشتې وخت ونیسي


امریکا ته د انتقال په تمه، په پاکستان میشت افغان کډوال
امریکا ته د انتقال په تمه، په پاکستان میشت افغان کډوال

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ته د پناه غوښتونې یو شمېر کیس لرونکي د کډوالو منلو د پروګرام د ځنډولو په اړه اندیښمن دي، د متحده ایالاتوحکومت اعلان کړی چې ممکن میاشتې وخت ونیسي، څو دا پروګرام د محکمې د حکم پر بنسټ په بشپړه توګه له سره پیل شي.

واشنګټن پوسټ د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۱مه) په یوه راپور کې ویلي، د دې ځنډ لامل په جنورۍ میاشت کې د امریکا د ولسمشرډونالد ټرمپ له لوري د کډوالو منلو د پروګرام په عملي کولو کې د جدي ګډوډیو رامنځته کېدل دي.

د دې ورځپاڼې په ټکو، د امریکا د عدلیې وزارت په سیاتل ښار کې په یوه سیمه ییزه محکمه کې اعلان کړی چې دا ځنډ د فدرالي حکومت د غیرانتفاعي شریکانو د اړتیا له امله دی، چې له دې ډلې د دوی اجرایوي ظرفیت د بیا موندنې په ګډون د ګوښه شويو کارکوونکو بیا ګمارل او دغه شان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د امنیتي ارزونو د نویو لارو پلي کول دي.

د ټرمپ اداره د پناه غوښتونکو د بیا مېشتېدنې په برخه کې د خدمتونو وړاندې کولو نوې مرستندویه ډله وګماري چې د محکمې د اسنادو له مخې، دا بهیر به حد اقل درې میاشتې وخت ونیسي
امریکايي وکیلان

وړاندې راغلي چې د امریکا د عدلیې وزارت وکیلانو ویلي چې د ټرمپ اداره پلان لري د ۱۰ پخوانیو شریکانو په ځای چې خدماتي هوکړې یې اونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزارت لخوا لغوه شوي، د پناه غوښتونکو د بیا مېشتېدنې په برخه کې د خدمتونو وړاندې کولو نوې مرستندویه ډله وګماري چې د محکمې د اسنادو له مخې، دا بهیر به حد اقل درې میاشتې وخت ونیسي.

د واشنګټن پوسټ راپور کې دا هم راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داسې لازمې مودې په ارزولو بوخت دی چې په ترڅ کې یې د امریکا د کډوالو منلو پروګرام (USRAP) بېرته عملیاتي حالت ته وروګرځوي او احتمال شته چې د دغه پروګرام په بیا پیل سره نورې برخې هم چې اصلاحاتو ته اړتیا لري په نښه شي.

له دې سره، د امریکا د کډوالو یو شمېر کیس لرونکي وایي د دغه احتمالي ځنډ اعلان یې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

له دې ډلې یوه چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل،

"بایومتریک او واکسین مو شوی، هر څه مو چې لرل مصرف شوي، د کور وسایل مو وپلورل هېڅ هم موږ پاتې نه دي،الوتنې ته چمتو وو تر یوې اونۍ مو باید الوتنه شوې وه، بالاخره ښاغلی ټرمپ چې واک ته ورسېد پر موږ یې هر څه بندکړل، له یو لوري مو امنیت هم سم نه دی، موږ غواړو چې زموږ کېسونه بیا پیل شي او دا بهیر د تېر په شان چې نور خلک ولاړل موږ تګ هم پیل کړي ".

بایومتریک او واکسین مو شوی، هر څه مو چې لرل مصرف شوي، د کور وسایل مو وپلورل هېڅ هم موږ پاتې نه دي،الوتنې ته چمتو وو چې پرواز مو لغوه شو
امریکا ته د تګ په تمه افغان

په پاکستان کې مېشت افغان محمد ایمل چې د امریکا د کډوالۍ پي ۲ دوسیه لري هم ازادي راډیو ته یې وویل،

"دا یو ناهیلی کوونکی حالت دی او له دې وروسته به انتظار نور هم سخت وي، ځکه دلته ټول لګښتونه موږ خپله پرې کوو، داڅلور کاله پر موږ ډېر سخت تېر شول".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د جنورۍ په میاشت کې د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام د درېیو میاشتو لپاره وځنډاوه.

د امریکا حکومت د افغان کډوالو د انتقال په تړاو ویلي، کوم افغانان چې هغه هیواد ته لیږدول شوي له امنیتي پلوه په سمه توګه نه دي ارزول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د «No one Left Behind» په نوم غیر انتفاعي سازمان اعلان کړی چې د امریکا د استازو جرګې له قوانینو کمیټې د موقتي پریکړه لیکه دوه مهمې مادې چې د ۲۰ زرو (اس ای وي) یا د کډوالۍ ځانګړې ویزو او د دې پروګرام دوکاله تمدیدېل په کې شامل وه، لرې کړې دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې دا پریکړه د افغان کډوالو د حقونو د مدافعینو د هڅو په وړاندې ګوزار بلل کېږي، خو په ټکو یې مدافع ډلې به بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

متحده ایالاتو د هغو زرګونو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حضور پر مهال یې ورسره په بېلابېلو برخو لکه امنیتي اوپرمختیايي پروژو کې همکاري کړې، د «پي ۱، پي ۲ او ایس ای وي» په څېر د کډوالۍ پروګرامونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG