د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

خبرونه

د پاکستان پوځ: په بلوچستان کې د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

په بلوچستان کې پر رېلګاډي تر برید وروسته وضعیت
په بلوچستان کې پر رېلګاډي تر برید وروسته وضعیت

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر رېلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو تنظیم کړی و چې مشران یې په افغانستان کې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبې یې خپره کړې ویلي چې پرجعفر ایکسپرس رېلګاډي د وسله والو برید ته چې په سلګونو مسافریې برمته کړي و، پوځ په چټکۍ ځواب ورکړ، ټول ۳۳ ترهګریې ووژل او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل وژغورل. د مسافرو پردغه ریلګاډي چې له کوټې پیښورته په لاره و، د سې شنبې په ورځ سیبۍ سیمې ته نژدې د بلوچستان د آزادۍ پوځ ( بي ایل اې) اړوند وسله والو برید وکړ. دې ډلې د شاوخوا پنځوسو یرغملود وژلو ادعا کړې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې دا برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان تمه لري چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او هغو ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې د پاکستان دا ډول ادعاوې تل ردکړې او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کارواخلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان: د تورخم دروازه تر هغې نه خلاصوو څو طالبان په سیمه کې د مورچلو جوړولو مخه ونیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د تورخم لاره به تر هغو خلاصه نه کړي، څو چې طالبان په پوله کې د مورچلو د جوړولومخه ونه نیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوې په ې راغلي چې د دې پولې د تړلو علت چې ۲۲ ورځې تېرې اوړي، دطالبانو لخوا د پاکستان په خاوره کې د امنیتي پوستو د جوړولو لپاره د هڅو مستقیمه پایله ده.

پاکستان ادعا کوي چې د دې لارې د خلاصون غوښتونکي دي خو په خبره یې په دې خاوره کې به د افغانستان مورچلو جوړولو ته اجازه ورنهکړي.

پاکستان دغه راز ادعا کړې چې د افغانستان له لوري دغه ډول اقدامات مخکې هم شوي او پاکستان په ځلونو ورته په دې اړه خبرداری ورکړیدی.

خو طالبان ادعا کوي چې دا مورچلې د افغانستان خاوره کې جوړوي.

جرمني، هالنډ، کاناډا او استرالیا غواړي طالبانو سره د افغانو ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي

جرمني هالند، کاناډا او استرالیا غواړي د طالبانو له حکومت سره په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو اړوند خبرې وکړي.

د هالند د حکومت د چارواکو ویلي چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې مطرح شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د هالند د بشري حقونو استازې کاتیا لازیو katja Lasseur وویل، دا وړاندیز د عدالت په نړیواله محکمه کې د یو بالفعله بهیر په لور لومړنی ګام دی.

مېرمن لازیور «له افغانستانه تر نیویارکه، افغان ښځې د عملي اقداماتو غوښتونکې دي.» په نوم ناسته کې وویل چې دوی د دې مذاکراتو د پیلغوښتنه کړې او دا د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جي) د بهیر پر لور لومړنی ګام دی

نوموړې زیاتې کړه که خبرې اترې کومې پایلې ته ونه رسېږي دوی به منځګریتوب ته مخه کړي او په خبره یې که د منځګړیتوب نه هم کومه هوکړه ترلاسه نه شوه، موضوع به د عدات نړیوالې محکمې ته وسپاري.

یو شمېر هېوادونو هم په همدې غونډه کې وړاندیز وکړ چې له طالبانو سره هر ډول ډیپلوماټیکه اړیکه باید په ټولنه کې د ښځو د حقونو او رول سرهتړاو ولري.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو پورته او روغتیایيانسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه د پوهنتونونو دروازې یې پرې وتړلې او ښځې یې هم له کاره راګرځولي دي.

د طالبانو په یوې امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني حضور نه درلود

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني

د طالبانو امنیتي غونډه د دوی د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني له ګډون پرته ترسره شوه.

د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون مسوول او د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په کندهار کې ناسته ترسره شوه چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت په استازیتوب د دې وزارت مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر، د مشرتابه د دفتر استازي مولوي نذیر احمد ناصر او د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند په شمول د کمیسیون ټولو غړیو ګډون کړی وو.

د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو د کمیسیون په وینا دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د امنتي چارو د لا پياوړتیا په هدف په کندهار کې ترسره شوه.

د روسیې یو تعبه په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور په فنلنډ کې مجرم وپیژندل شو

د روسیې یو تعبه په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور په فنلنډ کې مجرم وپیژندل شو.

د فنلنډ په پلازمینه هلسنکي کې یوې محکمې اته دیرش کلن وسلاف توردن په دوه زره څوارلسم کال کې د اوکراین په ختیځ کې په څلورو مواردو کې په جنګي جنایتونو محکوم کړ.

دا روسی د دوه ویشت اوکرایني سرتیرو د وژلو او د څلورو نورو د ټپي کیدو په پيښو کې په لاس لرلو محاکمه شو.

وروسته تر دې چې دا کس په دوه زره درویشتم کال په جولای کې په فنلنډ کې ونیول شو، اوکرایني چارواکو د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو د فنلنډ سترې محکمې دا غوښتنه رد کړه، د اوکراین د زندانونو شرایطو ته یې اندیښه ښکاره کړه او ویې ویل چې ممکن له دې تورن کس سره هلته ناسم چلند وشي.

د G7 ډيپلوماتان: د ایران له لورې د خلکو نیول او په بهر کې وژل زیات شوې دي

د نړۍ د اوو ستر صنعتي هیوادونو یوشمیر دیپلوماتانو خبرداری ورکړ چې د ایران له لورې د خلکو نیول او په بهر کې وژل زیات شوې دي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان او د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ دا خبرداری په هغه مسوده کې ورکړی دی چې دې اژانس ترلاسه کړې ده.

جي اووه په یوه بیان کې ویلي دي چې تهران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده او په ورته وخت کې دغو هیوادونو له ایرانه غوښتي دي چې د اټومي پروګرام په تړاو دې خبرو ته مخه کړي.

دا مسوده پرون وړاندې شوه او داسې ښکاري چې د نن ورځې په وروستیو کې به د جي اووه د بهرنیو چارو وزیرانو له لورې تصویب شي.

د طالبانو حکومت له عمان څخه د مستقیمو الوتنو د پيل او د افغان بندیانو د سزا کمولو غوښتنه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د عمان له چارواکو وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو زمینه برابره کړي او د هغو افغانانو د بند موده دې راکمه کړي چې د دغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په عمان کې څه شمیر افغانان بندیان دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې امیرخان متقي د عمان له ګڼو چارواکو سره د جلا جلا غونډو په ترڅ کې دا غوښتنې کړې دي.

ښاغلي متقي د یکشنبې په ورځ عمان ته ولاړ.

په عمان کې د افغانستان د سفارت چارې د وږي د میاشتې له وروستیو راهیسې طالبانو ته سپارل شوې دي.

په یوه جومات کې د چادونې له کبله د جمعیت علمای اسلام یو مشر ټپي شوی دی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

پولیس وایي، د پاکستان په شمال لویدیځ کې په اعظم ورسک کې نن د جومات دننه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر سخت ټپي شوی دی.

په جنوبي وزیرستان کې رویټرز اژانس د پولیسو د مشر اصف بهادر په وینا خبر ورکړ چې په دې چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې سیمه ییز مشر عبدالله ندیم سخت ټپي شوی دی او دوه تنه ماشومان هم د چاودنې له امله زخمیان شوې دي.

په اعظم ورسک کې پروسږکال د نومبر په میاشت کې هم له یوه جومات سره نژدې چاودنه شوې وه چې په هغې کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې یو بل سمیه ییز مشر مولانا شهزاده خان ترابي ټپي شوی و.

اوچا: هره میاشت تر پنځوس ډیر کسان د ماینونو د چادونو له کبله ټپیان کیږي

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره( اوچا) وایي، هره میاشت په افغانستان کې تر پنځه پنځوس پورې کسان د ماینونو او ناچاودو موادو د چادونو له امله ټپيان کیږي.

اوچا تیره شپه په ایکسپاڼه کې دا هم وویل چې د افغانستان له څلور سوه یو ولسوالیو دوه پر دریمه برخه لاهم پر ماینونو او ناچاودنو موادو ککړې دي.

اوچا د ملګرو ملتو د ماین پاکۍ د پروګرام د معلوماتو له مخې څرګنده کړې ده چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا درې دیرش لکه کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې په یوکیلومترۍ کې یې سیمې پر ماینونو او ناچاودنو موادو ککړې دي.

د ماین پاکۍ د موسسو مسوولین وایي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته له دوی سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

د ټرمپ حکومت د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې د زیږون له لارې د تابعیت د محدودیتونو د پلي کیدو اجازه ورکړي

د ټرمپ حکومت د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې د زیږون له لارې د تابعیت د محدودیتونو د پلي کیدو اجازه ورکړي.

دا غوښتنه چې د ټرمپ حکومت د پنجشنبې په ورځ د (مارچ ۱۳مه) سترې محکمې ته لیږلې په کې غوښتل شوي چې د مریلینډ، ماساچوست او واشنګټن ایالتونو قاضیان دې هغه پریکړې محدودې کړي چې د ټرمپ د اجرایوي فرمان خلاف دي.

اوسمهال د ټرمپ پر هغې فرمان چې له مخې یې د زیږون پر بنسټ د تابعیت ورکړه منعه کوله بندیز لګول شوی دی.

د زیږون په اړه د ټرمپ فرمان هغوو کسانو ته د امریکا د تابعیت ورکړه ردوي چې والدین یې په غیرقانوني لارو امریکا ته رسیدلي وي.

ملګري ملتونه: اسراییلي ځواکونو په غزه کې له فلسطینیانو سره جنسي تاواتریخوالی کړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په خپل تازه راپور کې ادعا کړې چې اسراییلو په غزه کې له خلکو سره جنسي او د جنسيت پربنسټ سیستماتیک تاوتریخوالو کړی دی.

دا راپور چې پرون پنجشنبې خپور شوی په کې راغلي، اسراییلي ځواکونو د فلسطیني ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي دي.

په فلسطین میشته سیمو کې د څیړنې یو کمېسیون د دغو فلسطینیانو له بشري حقونو د سرغړوي موارد مستند کړي او اسراییلي ځواکونه یې د فلسطینیانو پرضد یې د جنسي او د جنسیت پر بنسټ په تاواتریخوالی تورن کړی دی.

بل پلو، اسراییلو بیا دا تورونه رد کړي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان یې په یو اړخیز چلند تورن کړې دي.

د راپورونو له مخې دا راپور د اسراییلي چارواکو پر ضد د قانوني تعقیب لپاره د نړیوالې محکمې له خوا کارول کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په داسې حال کې اسراییلي ځواکونه په غزه کې په جنسي تاواتریخوالي تورنوي چې له دې وړاندې یو شمیر نورو سازمانونو هم اسراییلي ځواکونه او اسراییل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG