د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

په امریکا کې لوړپوري جمهوري غوښتونکي: پر اوکرایین د ټرمپ نیوکې پوتین ته جرات ورکوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو ګوند یو شمیر لوړپورو غړو د ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي يې له "ټاکنو پرته دیکتاتور" بللی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې د اوکرایین پر ولسمشر سختې نیوکې کړي، او په خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره کړې چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل مسولیت اوکرایین ته ورګرځي.

د ټرمپ وروستیو څرګندونو د جمهوري غوښتونکو په منځ کې دا ویره خپره کړې چې له کییف څخه د امریکا نه ملاتړ به، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین جرات زیات کړي.

ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۹مه) پر خپل سوشل پلیټ فارم چې د ټورټ په نوم یادیږي، د اوکریین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي له "ټاکنو پرته یو دیکتاتور" بللی و.

ټرمپ ویلي و، "که زلنیسکي ژر اقدام ونه کړي، د خپل هېواد په نوم به څه ورپاتي نه وي".

که زلنیسکي ژر اقدام ونه کړي، د خپل هېواد په نوم به څه ورپاتي نه وي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشر څرګندونې د جمهوري غوښتونکو له هغې نظر سره په تضاد کې دي چې لا هم اوکرایین د روسیې د یرغل قرباني ګڼي.

دغو جمهوري غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۹مه) له اوکرایین څخه کلک ملاتړ اعلان کړی او له مسکو سره د نرم چلند پر ضد يې خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د لویزیانا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور جان کینیدي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو "بې رحمه جنایتکار" یاد کړی او ویلي دي، "دا پوتین و چې جګړه يې پیل کړه، زه د ترخو تجربو له مخې وایم، هغه مافیايي بې رحمه جنایتکار دی چې د سټالین په څیر د وینو تږی دی".

بل پلو، د امریکا د مسی سي سي پي ایالت جمهوري غوښتونکي یو بل سناتور راجر ویکر وايي، "د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو خبرې باید د اوکرایین په ګډون ترسره شي او د اروپايي ټولنې ګټو ته يې پام وشي".

پوتین یو "بې رحمه جنایتکار" دی چې د اوکرایین جګړه يې پیل کړه، هغه د سټالین په څیر د وینو تږی دی
جمهوري غوښتونکی سناتور، جان کېنېدي

د راجر په ټکو، "پوتین یو جنګي جنایتکار دی، که اعدام نشي نو د ژوند ترپایه دې زندان ته واچول شي".

په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو ګوند لوړپوري غړي په داسې حال کې له اوکرایین څخه کلک ملاتړ اعلانوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له روسان يې د اوکرایین د سولې خبرې ښې روانې دي.

هغه پر خپل سوشل پلیټ فارم لیکلي و، "موږ له روسیې سره د جګړې د پایته رسولو په بریالو خبرو اترو بوخت یو".

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي و، د اوکرایین د جګړې له کبله په میلیونو انسانان غیرضروري وژل شوي دي.

ټرمپ د اوکرایین پر ولسمشر دا سختې نیوکې وروسته هغې وکړې چې زلنسکي ویلي و، "ټرمپ د روسیي چارواکو د ناسمو معلوماتو ښکار شوی او د هغه ټیم باید واقعیت ته ژمن واوسي".

زلنیسکي د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ کله چې د ترکیې په سفر بوخت و، د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د امریکايي او روسيې لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو په اړه ناسته روانه وه.

زلنیسکي په ترکیه کې په یوه خبري کنفراس کې پر ټرمپ نیوکه کړې وه چې په دې خبرو کې يې اوکرایین ته بلنه ورکړې نه دی او دې "حیرانه " دی چې ولې داسې شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تاکنیزو کمپاینونو کې ویلي و، د اوکرایین جګړه به په یوه ورځ کې پای ته ورسوي، خو وروسته يې وویل، دا جګړه په شپږ میاشتو کې پای ته رسوي.

XS
SM
MD
LG