د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

ټرمپ: د اوکرایین ولسمشر دیکتاتور دی، که ژر اقدام ونه کړي د خپل هېواد په نوم څه نه ورپاتي کیږي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکرایین پر ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سختې نیوکې کړي او هغه یې یو دیکتاتور بللی دی.

ټرمپ ویلي، که زلنسکي ژر اقدام ونه کړي، خپل هېواد له لاسه ورکوي.

ټرمپ دغه نیوکې پر خپل سوشل پلیټ فارم چې د ټورټ په نوم یادیږي، د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ په ۱۹مه) کړي دي.

ټرمپ د اوکرایین ولسمشر زلنسکي له "ټاکنو پرته دیکتاتور" بللی او ویلي دي، که چیرته هغه ژر اقدام ونه کړي، د دې فرصت به ونه لري چې د خپل هېواد په نوم څه ورپاتي شي.

د اوکرایین د اساسي قانون له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې له کله چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، په دې هېواد پوځي حالت رامنځته شوي او ټاکنې په کې منعه شوې دي.

زلنسکي له "ټاکنو پرته دیکتاتور" بللی او ویلي دي، که چیرته هغه ژر اقدام ونه کړي، د دې فرصت به ونه لري چې د خپل هېواد په نوم څه ورپاتي شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د زلنسکي د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره د تیر۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې پای ته رسیدلی وه.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، ځکه له اوکرایین سره د سولې خبرې اترې نه کوي چې زلنسکي دا واک نه لري چې د اوکرایین د ولسمشر په توګه د سولې تړون له روسیې سره لاسلیک کړي.

ټرمپ وړاندې لیکلي، ښايي زلنسکي وغواړي چې د لودیزو هېوادونو مرستې له اوکرایین سره دوام وکړي.

د ټرمپ په ټکو، "زه له اوکرایین سره مینه لرم"، خو زلنسکي "د اوکرایین سره یوه ناوړې کړنه ترسره کړې".

ټرمپ وړاندې ویلي، د اوکرایین په جګړه کې په میلیونو کسان غیرضرروي وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکرایین پر ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا سختې نیوکې وروسته له هغې کړې چې زلنسکي په سعودي عربستان کې د امریکايي او روسیې چارواکو ترمنځ د اوکرایین د جګړې په اړه خبرو اترو کې د اوکرایین د نه ګډون په اړه انديښنه څرګنده کړې وه.

زلنسکي ویلي و، هېواد يې د روسيې سره د جګړې د پايته روسولو لپاره سعودي کې مذاکراتو ته نه دی وربلل شوی او په دې اړه "حيرانه" دی.

د سې شنبې په ورځ د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف، د سعودۍ په پلازمېنه رياض کې د امریکا د بهرنيو چارو له وزير مارکو روبيو سره وليدل.

په کتنه کې د امریکايي او روسیې چارواکو ترمنځ د سولې خبرې شوې وې.

دا خبرې اترې پر اوکرايین د روسیې له يرغل راوروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې لومړۍ مخامخ خبرې وې.

دوی هوکړه وکړه چې د جګړې د پايته رسولو د خبرو لپاره به ډلې ګوماري.

هېواد يې د روسيې سره د جګړې د پايته روسولو لپاره سعودي کې مذاکراتو ته نه دی وربلل شوی او په دې اړه "حيرانه" دی
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د همدغې تیرې شنبې په ورځ چې د سعودي په پلازمینه ریاض کې امریکايي او روسیې چارواکو د اوکرایین د جګړې په اړه خبرې کولی، د اوکرایین ولسمشر د ترکیې په رسمي بلنه دغې هېواد ته ورغلی و.

هغه د ترکیې له ولسمشر طیب رجب اردوغان سره تر لیدو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي و، د ریاض خبرو ته د اوکرایین هیڅ استازی نه دی بلل شوی او ټينګار یې کړی و چې د سولې خبرو کې باید له تېروتنو ډډه وشي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې وه، د سولې خبرو کې باید امریکا، اروپا او اوکرایین ټولې خواوې حاضر وي.

ښاغلي زېلېنسکي وړاندې ویلي، د اوکرایین له ښکېلتیا پرته به د سولې تړون و نه مني.

XS
SM
MD
LG