د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

يوشمېر نجونې زده‌کوونکې: موږ ته دې د هلکانو په‌څېر د زده‌کړو حق راکړل شي


يوشمېر نجونې زده‌:وونکي
يوشمېر نجونې زده‌:وونکي

له زده‌کړو بې‌‌برخې شوې افغان نجونې د هلکانو په‌‌څېر زده‌‌کړو ته د لاس‌‌رسي د حق غوښتنه کوي.

"هلکان د کانکور په ازموینه کې ګډون کولای شي، خو زه په ناهیلۍ له ځانه دا وپوښتم ولې باید زه دغه فرصت او چانس ونه‌لرم؟"

د هرې ورځې په تېرېدو مې ناهیلي په وجود کې ریښې ځغلوي دا چې ولې زه له کانکور ازموینې پاتې یم."
سوسن، د کابل اوسېدونکې

د کابل ښار اوسېدونکې سوسن چې د ښوونځي له خلاصولو وروسته له لوړو زده‌کړو پاتې شوې، ازادي راډیو ته يې وویل: "ولې شرایط مې د هیلو پر وړاندې خنډ شي، هره ورځ په خیال کې مې دا وي چې د ازموینې د مېز ترشاه به کېنم او د کانکور ازموینې پوښتنې به ځوابوم، د هرې ورځې په تېرېدو مې ناهیلي په وجود کې ریښې ځغلوي دا چې ولې زه له کانکور ازموینې پاتې یم."

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکی حماسه چې تر شپږم ټولګي یې زده‌کړې کړي، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو له زده‌‌کړو راګرځول شوې ازادي راډیو ته يې وویل: "زه په شپږم ټولګي کې وم چې ښوونځي یې وتړل، تل مې دا هیله لرله چې ښوونځي ته په تګ خپله راتلونکې روښانه کړم، خو داسې ورځ راغله چې د ښوونځي دروازې يې د نجونو پرمخ وتړلې دا خبر زموږ لپاره ډېر ویرونکی و او نړۍ مو تیاره شوه."

په ورته وخت کې یوشمېر هغه کورنۍ چې لوڼې یې له زده‌کړو بې‌‌برخې شوي، هیله لري چې د زده‌‌کړو حق بېرته ورکړل شي.

د کابل ښار اوسېدونکی میرعبدالقیوم چې دوه لوڼې یې له زده‌کړو بې‌برخې شوي، په‌دې اړه يې ازادي راډیو ته وویل: "زما یوه لور د پوهنتون د دوهم صنف محصله وه او بله هغه د ښوونځي د ۱۱ ټولګي زده کوونکې وه، چې له زده‌‌کړو پاتې شوې، د هغوی په استعداد افسوس راځي."

نجونې وايي، د زده‌کړو پرله‌پسې بنديز، دوی له رواني او روحي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
نجونې وايي، د زده‌کړو پرله‌پسې بنديز، دوی له رواني او روحي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د قمر په نوم یوې مور هم په‌‌‌دې اړه خپله اندېښنه له ازادي راډیو سره شريکه کړه او ويې ويل: "درې کاله کېږي چې لوڼې مې په کور دي، له روحي او رواني پلوه یې وضعیت ښه نه‌دی، هیله لرم چې درس ووایي."

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې تازه اروپايي ټولنې ویلي چې، زده‌‌کړو ته د افغان نجونو او هلکانو د لاس‌رسي له حقه ملاتړ کوي.

اروپايي ټولنې پرون جمعه د نومبر ۲۲مه د زده‌‌کړو د اوونۍ په مناسبت پر خپله ايکس‌پاڼه لیکلي چې، افغانستان د لوستو وګړو پر مټ کولای شي اقتصادي ثبات او پرمختګ ته ورسیږي او زده‌‌کړې کولای شي چې په ژوند کې مثبت تغیرات رامنځته کړي.

طالبانو په افغانستان کې په بیا واکمنېدو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌‌کړو منع کړې او همداراز یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو محصلانو پرمخ وتړلې چې، له کبله یې د هرې ورځې په تېرېدو ډېری نجونې له زده‌کړو پاتې کېږي.

د ملګروملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۴ کال د اګسټ ۱۵مه په پوه راپور کې ویلي و چې، طالبانو په قصدي ډول یو میلیون او څلورسوه زره نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې کړي دي.

د دغه سازمان د موندونو له‌‌‌مخې په افغانستان کې د هغو نجونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې، له زده‌کړو بې‌برخې کېږي، ځکه په خبره یې هرکال ډېری نجونې له شپږمو ټولګیو فارغیږي، خو وړاندې زده‌‌‌‌کړو ته د محدودیتونو له کبله دوام نه‌شي ورکولای.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG