په افغانستان کې د ښوونځیو ځینې نجونې زدهکوونکې چې تر راتلونکو څو ورځو به له شپږم ټولګیو فارغې شي وایي، دا چې نور به د زدهکړو اجازه ونهلري، اندېښمنې دي.
ښایسته د کابل ښار په یو ښوونځي کې د شپږم ټولګي زدهکوونکې ده، چې غواړي راتلونکو کلونو کې هم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
"فعلا شپږم ټولګي کې یم او راتلونکي کال ته اوم ټولګي ته ځم، هیله مې دا ده چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړمښايسته، د شپږم ټولګي زدهکوونکې
خو دا چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي، ناهیلې ده او ټینګار کوي چې د زدهکړو په دوام سره خپلو هیلو ته د رسېدو غوښتونکې ده.
ښایستې ازادي راډیو ته وویل: "فعلا شپږم ټولګي کې یم او راتلونکي کال ته اوم ټولګي ته ځم، هیله مې دا ده چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم او راتلونکي کې ډاکتره شم، خو له شپږم ټولګي نه پورته ښوونځي بند شوي او دولت اجازه نه ورکوي، زه غواړم چې ښوونځي پرانیستل شي او موږ خپلو هیلو ته ورسېږو."
مرسل چې بیا په تخار ولایت کې د ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکې ده، دې هم ازادي راډیو سره خبرو کې ورته اندېښنه مطرح کړه.
هغې وويل: "زموږ ازموینې رانږدې دي د تېرو کلونو پهشان ورته چمتووالی نیسو، زما اندېښنه دا ده چې د شپږم ټولګي له پای ته رسېدو وروسته نهشم کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم ځکه چې له شپږم ټولګیو پورته نجونې د زدهکړو اجازه نهلري، زه له نړیوالو سازمانونو غواړم چې پهدې برخه کې لاس په کار شي او نجونې لهدې حالته وژغوري."
په ورته وخت کې د افغانستان د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر هاتف مختار په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویتر) کې په یوه خپره کړې ویډیو کې د طالبانو حکومت ته په خطاب کې ویلي چې، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د ده په باور "خیانت" دی.
"د نجونو د ښوونځیو تړل د افغانستان جغرافیې، خاورې، تاریخ، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي تاریخي هویت ته خیانت دیهاتف مختار
هغه د دې ویډیو په یوه برخه کې ویلي: "د نجونو د ښوونځیو تړل د افغانستان جغرافیې، خاورې، تاریخ، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي تاریخي هویت ته خیانت دی، دا خاوره یوازې د ملاهبتالله نهده."
د نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې او د زدهکړو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ هم ویلي، نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو د حقونو د تامینېدو لپاره د هغو تر څنګ ودرېږي.
ملالې د شنبې په ورځ (د لړم په ۱۹مه) سکای نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې، د نړیوالو قوانینو په رڼا کې یې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره سیستماتیکې هڅې پیل کړي دي.
دې زیاته کړې، نړۍ داسې مشرانو ته اړتیا لري چې په خبره یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره هڅې وکړي.
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې، د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په روانه لمریزه میاشت کې د افغانستان په سړو سیمو کې د ښوونځیو د کلنیو ازموینو د پیلېدو خبره کړې ده.
د دغه وزارت پر ایکسپاڼه ( پخواني ټوېټر) لیکل شوي چې، له لومړي تر درېیم ټولګیو ازموینې به د عقرب میاشتې په ۲۶مه پیل او له څلورم تر دولسم ټولګيو کلنۍ ازموینې به د روان کال په قوس میاشت کې پیل شي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او وروسته یې نجونې پوهنتونونو کې له لوړو زدهکړو هم راوګرځولې.
د طالبانو د حکومت دا اقدام په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او بېلابېلو نړیوالو ادارو په ځلونو ترې د دې پرېکړو د بدلون غوښتنې هم کړې دي.
خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې، د نجونو د زدهکړو موضوع یو کورنۍ مسئله ده او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې یې د اسلامي شریعت په چوکاټ د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي دي، هغه ادعا چې ډېرو افغانانو، هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته د منلو نهده.
د ملګروملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) پهدې وروستیو کې ویلي چې دا مهال ۱،۴ میلیونه نجونې په افغانستان کې له زدهکړو محرومې دي.