د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د اذربایجان د اقلیم په کنفرانس کې؛ ټول "اعتراضونه" سره برابر نه دي


په یوه ویډیو کې چې په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس، COP29 په رسمي ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې شریکه شوې، تر یوه الهام بخښونکي غږ لاندې، اعتراض کونکي له دې پیغام سره چې د "اذربایجان COP29 کنفرانس یو ریښتینی ټول شموله کنفرانس دی چیرې چې ټول غږونه اوریدل کیږي، لیدل کیږي." خو پر دې پوسټ تبصرې تړل شوي دي.

دوه ورځې مخکې د څارویو د حقونو فعال کامران ممدلي وموندله چې د اقلیم د بدلون کنفرانس پر مهال د یو شمېر اعتراض کونکو په وړاندې د نورو پرتله زغم زیات دی.

د ممدلي د نومبر د ۱۵ اعتراض چې نوموړي یې په ترڅ کې اعلان وکړ "د اذربایجان چارواکي په کوڅو کې پر سپو ډزې کوي. د اذربایجان دیکتاتوري د کوڅه ډبو سپیو په وړاندې قتل عام ترسره کوي."
د ممدلي د نومبر د ۱۵ اعتراض چې نوموړي یې په ترڅ کې اعلان وکړ "د اذربایجان چارواکي په کوڅو کې پر سپو ډزې کوي. د اذربایجان دیکتاتوري د کوڅه ډبو سپیو په وړاندې قتل عام ترسره کوي."

ممدلي د نومبر په ۱۵ د COP29 "شنه زون" ته ننوت او بیا یې له خپلې کڅوړې څخه پرکاغذ لیکل شوی شعارراویست چې د آذربایجان لخوا د کوڅه ډبو سپیانو د وژلو عمل غندي.

ممدلي د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته وویل، "ما وکولی شول چې اعتراض د دوو دقیقو لپاره جاري وساتم." او دا په دې موده کې "امنیتي ساتونکي نه پوهیدل چې څه وکړي."

وروسته له هغه چې ساتونکو ته د هغوی د مخابرو له لارې د اجراتو امر وشو، ممدلي د ساتونکو له خوا له صحنې لاس او پښې نیولی لرې کړی شو. نوموړي وویل: "وروسته له هغې چې زه ونيول شوم، ما د امنيتي ساتونکي له لاسي مخابرې چې زما سرته نژدې وه، واوریدل چې دوی په وېره کې وو."

ممدلي چې د استبدادي دولت یوه پیژندل شوې مخالفه څېره ده، وایي، " کله چې زه د COP29 ځای ته ننوتم، یوکس پرامنیتي ساتونکو په قهرجن غږ ناره کړه چې ولې ما نه تعقیبوي."

امنیتي ساتونکي ممدلي لاس او پښو نیولی لرې کوي
امنیتي ساتونکي ممدلي لاس او پښو نیولی لرې کوي

دغه ځوان فعال هغه تالار ته چې غولی یې پر غالۍ پوښل شوی کشول کیږي. د نوموړي په خبره وروسته څه باندې یو ساعت په تشناب کې دننه له یوه امنیتي ساتونکي سره واچول شو او ور ورپسې بند کړی شو، ځکه چارواکي نه پوهیدل چې له ده سره څه وکړي. نوموړی بالاخره خوشې شو خو د بشري حقونو څارونکي غوښتنه کوي چې هغه څه ته باید پام وشي چې له نوموړي سره وروسته شوي دي.

له ممدلي سره تاوتریخجن چلند د هغو بهرنیو اعتراض کونکو ډلو له اعتراض سره چې د COP29 په یوه بل ځای کې سره راټول شوي و، په بشپر ډول په تضاد کې دی.

د فوسیل تیلو نه نیولې په غزه کې د روانې جګړې په وړاندې ډیری اعتراضونوته د کنفرانس په دننه "زرغون زون" کې چې د چارو واک یې د سیمه ایزو چارواکو نه بلکې د ملګروملتونو په غاړه دی، د اعتراض اجازه ورکړل شوې وه.

د نومبر په ۱۵ د COP29 دننه اعتراض چې په رسمي ډول ترسره کیږي.
د نومبر په ۱۵ د COP29 دننه اعتراض چې په رسمي ډول ترسره کیږي.

ژالا بایرامووا، چې پلار یې مدني فعال ډاکټر کوباد ابادوغلو اوس په اذربایجان کې بندي دی، وايي چې د COP29 مظاهرې د باکو لخوا د "وسیلې" په توګه کارول کیږي. د هغې په وینا دا ډول اعتراضونه په دقت څارل کیږي څو څوک د اذربایجان پر حکومت مستقیم انتقاد ونه کړي خو پریښودل کیږي چې نورو هیوادونو ته د انتقاد ګوته ونیول شي.

هغې د ازادې اروپا- ازادي راډیو ته وویل، "اذربایجان [مظاهرو] ته اجازه ورکوي ځکه چې دوی نه په نښه کوي." بایرامووا وایي" په ځینو مواردو کې، له هغو ځایي خلکو چې ریښتیني شکایتونه لري، د باکو لخوا استفاده کیږي. "دوی د هغوی له درد څخه د یوې وسیلې په توګه کاراخلي چې دا خورا خواشینونکې ده."

په باکو کې د COP29 ځای
په باکو کې د COP29 ځای

ادعا کیږي چې د COP29 په شاوخوا کې نور اعتراضونه پخپله د اذربایجان د حکومت لخوا تنظیم شوي دي. د متحده ایالاتو د کانګرس پرغړي فرانک پالون د باکو هوايي ډګر ته له رسیدو سره سم اعتراض کونکي او د د دولتي رسنیو خبریالان راټول شوي وو او نوموړی یې اړ کړ چې ډیر ژر له دې هیواده ووځي.

پالون د لانجمنې ناګورنو قره باغ سیمې او نورو مسلو په اړه د ارمنستان په پلوي دریځونو له پلوه ډیر پیژندل شوی. پالون له هغې را وروسته باکو تورن کړ چې په COP29 کې یې "زما د [میساچوسټس سناتور اډ مارکي] او نورو د ګډون د مخنیوي لپاره تاوتریخجن اعتراضونه تنظیم کړي و."

د COP29 د ځای دننه فعالانو پټه خوله اعتراض وکړاو غوښتنه یې وکړه چې شمتن هیوادونه دې د ودې په حال کې هیوادونه له اقلیمي پلوه تمویل کړي.
د COP29 د ځای دننه فعالانو پټه خوله اعتراض وکړاو غوښتنه یې وکړه چې شمتن هیوادونه دې د ودې په حال کې هیوادونه له اقلیمي پلوه تمویل کړي.

د COP کنفرانسونو د ګډون کونکو لپاره سخت مقررات وضع کړي او "غیر مجاز اعتراضونه" منع کوي. په غونډو کې د نوم لیکنې لپاره خلک اړتیا لري چې له سازمانونو سره تړاو ولري او د ملګرو ملتونو یوه څانګه له هغو کسانو سره " حساب" کوي چې د COP د چلند له اصولو څخه سرغړونکي ګڼل کیږي. په احتمالي پایلو کې یې د ملګرو ملتونو له خوا ګمارونکو یا سازمانونو ته د "مناسبو تعقیبي اجراتو " لپاره د راپورونو استول شامل دي.

د بیرامووا په وینا، اذربایجانیانو ته په کنفرانس کې د اعتراض اجازه نه ده ورکړل شوې، او ان د بښنې نړیوال سازمان هم د اعتراض لپاره د اجازې په اخیستو کې له ستونزو سره مخ و. " ټاکل شوې وه چې د بښنې نړیوال سازمان (د نومبر په ۱۹) د اذربایجان په ګډون د بشري حقونو د وضعیت په اړه اعتراض وکړي خو دوی د دې لپاره د اجازې په ترلاسه کولو کې له ننګونو سره مخ و."

د معترض کامران ممدلي لپاره، د هغه یوازیني اعتراض وکولی شول چې هم د څارویو هوساینې ته پام واړوي او هم هغه څه ته چې فعالین یې تش په نوم روڼ کنفرانس بولي. هغه وایي، "زما د اعتراض په وړاندې کارول شوی تاوتریخوالی ښیي چې هغه ادعا ناسمه ده چې وایي د COP29 کنفرانس ټولشموله دی."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG