د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

دوو افغان مېرمنو نړیوالې معتبرې جایزې وګټلې؛ دا جايزې په کومو برخو کې دي؟


نیلا ابراهیمي او ژولیا پارسي
نیلا ابراهیمي او ژولیا پارسي

د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي د بشري حقونو د مدافعینو لپاره د "مارتین انالز" کلنۍ جایزه ترلاسه کړه او ۱۷ کلنه نیلا ابراهیمي د افغان نجونو د غږ د پیاوړي کولو په خاطر د ۲۰۲۴ کال د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې وړ وپېژندل شوه.

"دا جایزه یوازې ما پورې اړه نه‌لري، بلکې د افغانستان په ټولو هغو مبارزو ښځو پورې اړه لري چې په‌دې درېیو کلونو کې یې قرباني ورکړې
ژوليا پارسي

د ښځو د حقونو فعالې او د افغان ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې ژولیا پارسي هم د مارتین انالز بنسټ جایزه ترلاسه کړې.

ژولیا په کابل کې یوه ښوونکې وه، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وزګاره شوه، د طالبانو له‌‌خوا د ښځو پر حقونو د لګېدلو بندیزونو په وړاندې یې اعتراضي فعالیتونه پیل کړ او له همدې امله یې درې میاشتې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې.

ژولیا پارسي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، د دې جایزې ترلاسه کول به د ښځو د حقونو د مبارزې په برخه کې د هغې مسوولیتونه لا زیات کړي.

نوموړې وايي: "دا جایزه یوازې ما پورې اړه نه‌لري، بلکې د افغانستان په ټولو هغو مبارزو ښځو پورې اړه لري چې په‌دې درېیو کلونو کې یې قرباني ورکړې او د افغانستان د ازادۍ لپاره یې مبارزه کړې، زه د دې جایزې په ترلاسه کولو سره د لا زیات مسوولیت احساس کوم او غواړم چې د هغه بې‌‌‌عدالتۍ په وړاندې چې په افغانستان کې شته لا زیاته مبارزه وکړم او لا پیاوړې ودرېږم."

مارتین انالز جایزه ژوليا پارسي ته ورکړل شوې.
مارتین انالز جایزه ژوليا پارسي ته ورکړل شوې.

په ورته وخت کې یوې ۱۷ کلنې افغانې نجلۍ نیلا ابراهیمي د سه‌‌شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۹مه) د ماشومانو د حقونو بنسټ (KidsRight) له‌خوا د ۴۷ هېوادونو په ۱۶۵ نوماندانو کې د "ماشومانو د سولې" نړیواله جایزه وګټله.

موږ باید په افغانستان کې په اوسني رژیم او حکومت فشار راوړو چې په‌‌دې برخه کې اقدام وکړي ځکه هلته د نجونو ژوند ضایع کېږي.
نيلا ابراهيمي

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له‌‌‌مخې یو انسان د زېږون له مهاله تراتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.

د "ماشومانو د سولې" نړیوالې جایزې د شلمې کلیزې د نمانځنې مراسم د یوشمېر نامتو څېرو او نړیوالو سازمانونو په حضور کې د هالنډ په امستردام کې ترسره شول.

د ماشومانو د حقونو بنسټ ویلي، نیلا د نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د هغې د نړیوالو هڅو له امله دې جایزې لپاره غوره شوې ده.

نیلا ابراهیمي د "ال‌بي‌سي" په نوم له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، غواړي نړۍ وپوهوي چې افغانستان هېر نه‌کړي.

هغې ويلي: "زه فکر کوم دا زما او د نورو هغو نجونو لپاره چې دې ډول پلاټ‌فارمونو ته لاره پیدا کوي ډېره اړینه ده، چې نړۍ وپوهوي هغه څه چې روان دي سم نه‌‌دي. موږ باید په افغانستان کې په اوسني رژیم او حکومت فشار راوړو چې په‌‌دې برخه کې اقدام وکړي ځکه هلته د نجونو ژوند ضایع کېږي. دوه کاله او ۵۰۰ ورځې کېږي چې نجونې ښوونځیو ته نه‌ځي او زما په اند دا یو ناورین دی."

نيلا ابراهيمي د جايزې ترلاسه کولو پر مهال
نيلا ابراهيمي د جايزې ترلاسه کولو پر مهال

ویل کېږي نیلا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کله چې طالبان واک ته ورسېدل ۱۴ کلنه او یوه زده‌‌‌‌کوونکې وه چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان او بیا کاناډا ته ولاړه او هلته یې له هغه وخت راهیسې د افغان نجونو د حقونو د دفاع لپاره فعالیت کاوه.

د مارتین انالز جایزه د بشري حقونو د مدافعینو لپاره کلنۍ جایزه ده او د جایزې ګټونکي په نړۍ کې د بشري حقونو د لسو مخکښو نادولتي سازمانونو د ارزونکي پلاوي له‌خوا ټاکل کېږي.

د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه نیلا ابراهیمي او مارتین انالز جایزه ژولیا پارسي ته په‌‌‌داسې حال کې ورکول کېږي، چې طالبانو د ښځو د زده‌کړې، کار، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو د محدودولو سربیره، ان د ښځو څېره او غږ هم عورت ګڼي.

که څه هم طالبان ادعا کوي، چې د ټولو افغان ښځو حقونه د اسلامي شریعت له‌‌‌‌‌مخې خوندي دي، خو د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت د دوی په نوي قانون کې چې د روان کال د اګسټ په ۲۱مه تصویب شو، د ښځو د مخ پر بشپړ پوښلو ټینګار کړی او غږ يې هم عورت ګڼلی دی، هغه څه چې د نړیوالې ټولنې تند غبرګونونه یې راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG