د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسی؛ ملګري ملتونه: په افغانستان کې د مېندو د مړينې کچه لوړه شوې


ارشيف
ارشيف

د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق یا (یو‌این‌ایف‌پي‌اې) وايي، روغتیايي پاملرنې ته د ښځو د لاسرسي کمېدل په افغانستان کې د مېندو د مړینې او ناروغۍ کچه لوړوي.

دغه صندوق نن دوشنبه (د نومبر په ۱۸مه) په بېلابېلو بیانونو کې دا هم ویلي چې، په دغه هېواد کې امېندواره مېرمنې او نوې ماشوم زېږونکې مېندې د روان کړکېچ له امله له زیاتو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.

"زما یو روغتیایي ستونزه ده، یو ځل قابلې ته ولاړم هغې ویل چې لاړه شه شخصي روغتون کې یې درته عمایات کولای شي، خو زه دومره وسه نه‌‌لرم
د کابل اوسېدونکې ګلدسته

یو‌این‌ایف‌پي‌اې ویلي چې، دې بېړنیو حالاتو د زېږون او د امېندوارۍ پر مهال مېندو ته د معیاري خدمتونو، متخصصو روغتیاپالانو او نرسانو او د بېړنۍ پاملرنې نه‌‌‌شتون د دې لامل شوی چې، دغه ښځې له فزیکي او رواني ستونزو سره مخامخ شي.

په همدې حال کې یوشمېر افغاني مېرمنې د روغتیايي خدمتونو له نه‌‌‌‌شتون شکایت کوي.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان اوسېدونکې ۲۲ کلنه زرغونه وایي، د څلور میاشتو امېندواره ده او لا یې ډاکتر ته لاس‌رسی نه‌دی پيدا کړی.

هغه وايي: "د څلورو میاشتو امېندواره یم خو لا ډاکتر نه‌‌یم تللې، مېړه مې په سړک هغه د لسو-لسو افغانیو ګېلاسونو انار پلوري، (ډاکتر او درملو) ته مې رسېدنه نه‌‌‌شي کولای، زما وینه هم مکروبي ده، که واکسین راته ونه‌‌‌‌شي ماشوم مې ضایع کېږي، نو ډېرو ستونزو سره مخ یو، همدومره پیسې نه‌شته یو ځل تر ډاکتره ولاړه شم."

خو د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق ویلي چې، دوی د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشت پورې په ټول افغانستان کې ۳.۵ میلیونو خلکو ته يې ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کړي دي.
خو د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق ویلي چې، دوی د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشت پورې په ټول افغانستان کې ۳.۵ میلیونو خلکو ته يې ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کړي دي.

ګلدسته چې بیا د کابل ښار اوسېدونکې ده، وایي پنځه واړه ماشومان لري او د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، خو بې وسۍ له امله د ماشومانو په ګډون خپلې روغتیا ته هم سمه پاملرنه نه‌‌شي کولای.

ګلدسته وايي: "زما یو روغتیایي ستونزه ده، یو ځل قابلې ته ولاړم هغې ویل چې لاړه شه شخصي روغتون کې یې درته عمایات کولای شي، خو زه دومره وسه نه‌‌لرم، شپې د دې ستونزې له امله ترې خوب نه‌‌لرم خو مجبوره یم، تېروم یې، دا دوه ورځې مخکې مې یو کوچنی زوی ناروغ و، له خپل ګاونډي مې زوی لپاره د مشرانو ګولۍ راوخیستې او ورمې کړې."

خو د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق ویلي چې، دوی د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشت پورې په ټول افغانستان کې ۳.۵ میلیونو خلکو ته يې ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د دې ادارې د بیان له‌‌مخې، دوی په‌‌‌دې موده کې یوازې درې ولایتونو کې له ۶۷ زره زیاتو ښځو او نجونو ته د رواني ټولنیزې مشورې خدمتونه وړاندې کړي دي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو‌‌ایچ‌‌او) هم وړاندې په یوه راپور کې ویلي و، چې په مرستندویه مؤسسو او په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو په هېواد کې د ښځو لپاره اړینو خدمتونو ته لاس‌رسی لا ستونزمن کړی دی.

له‌‌‌دې وړاندې ملګروملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، د ښځو او نجونو پر زده‌‌‌کړو د طالبانو د حکومت بندیزونو په افغانستان کې د جبري ودونو او د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG