د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ایچ‌ار‌ډبلیو: فرانسه دې د طالبانو سرغړونو د ځواب لپاره د څلورو هېوادونو له ابتکار سره یوځای شي


ارشيف: په کابل کې له معترضو مېرمنو سره د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور
ارشيف: په کابل کې له معترضو مېرمنو سره د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور

د بشري حقونو د څار ادارې له فرانسې غوښتنه کړې چې په افغانستان د بشري حقونو د پراخې سرغړونې په برخه کې د طالبان د ځواب لپاره د څلورو هېوادونو له ابتکار سره یوځای شي.

د بشري حقونو د څار ادارې له فرانسې غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د پراخو سرغړونو اړوند د طالبانو د ځواب ويلو لپاره د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالند وروستي نوښت سره یو ځای شي.

دغو څلورو هېوادونو د روان کال په سپټمبر کې خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې د ښځو او نجونو حالت ښه نه شي، طالبان به ځواب لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته راوکاږي.

دې ادارې تازه په یو سر خلاصي لیک کې د فرانسې له صدراعظم مېشل بارنیه غوښتي چې دغو څلورو هېوادونو سره په یوځای کېدو دې د عدالت نړیوالې محکمه کې دغو سرغړونو ته د قانوني اقداماتو لپاره لاره هواره کړي.

دې بنسټ زیاته کړې چې د نړۍ د ښځو د حقونو تر ټولو ستر ناورين په افغانستان کې روان دی، چېرې چې د دوی په خبره طالبانو د ښځو او نجونو له حقونو په سیسټماتیک ډول سرغړونه کړې.

د بشري حقونو د څار په اداره کې د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار په اداره کې د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار

هیدر بار، چې د بشري حقونو د څار په اداره کې د ښځو څانګې مرستیاله ده، په دې اړه يې ازادي راډيو ته وویل: "یو له هغو اقداماتو چې موږ له فرانسې غوښتنه کړې چې ترسره یې کړي، د هغو هېوادونو سره یوځای کېدل دي چې اعلان یې کړی افغانستان به د طالبانو د سرغړونو له امله نړیوالې محکمې ته راکاږي. موږ فکر کوو فرانسه، چې ځان د فیمینیسټي بهرني سیاست ملاتړې بولي، باید د دې هڅو یوه برخه وي او نورې هڅې چې طالبان د هغوی د چلند لپاره ځواب ویونکي کړي."

په همدې حال کې، هغه ښځې او نجونې چې د طالبانو له قوانینو اغېزمن شوي، پر طالبانو د نړیوالې ټولنې پر لا فشار ټینګار کوي.

مسعوده کوهستاني، چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، له ازادی راډيو سره يې په خبرو کې د بشري حقونو د څار له هڅو هرکلی وکړ.

هغې زیاته کړه: "د بشري حقونو د پراخې سرغړونې په ځانګړې توګه د ښځو د سیستماتیک حذف له امله، هیله لرم چې د بشري حقونو د څار ابتکار او له اروپايي هېوادونو څخه یې غوښتنه وکولی شي د افغانستان د جنسیتي توپیر پېژندلو لپاره ښه تګلاره وي او هغوی په محاکمه کې ځواب ویلو ته راوبولي."

خو نظیفه جلالي، چې د ښځو د حقونو فعاله ده، باور نه لري چې دا ډول فشارونه به عملي بڼه خپله کړي.

مېرمن جلالي وايي: ډېری دا هېوادونه د بشري حقونو د کنوانسیونونو غړي دي، خو اصلي اندېښنه دلته ده چې دا هېوادونه د افغانستان او د افغانستان ښځو او د بشري حقونو د پراخې سرغړونې په اړه خپل مسوولیت نه ترسره کوي او په بشپړه توګه د ښځو او نجونو ملاتړ نه کوي.

هغې له ازادی راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه او ویې وویل: "دا غوښتنې مخکې هم شوي، هغوی ظاهراً دا نه ردوي او وایي چې موږ ملاتړ کوو، ځکه که دا ژمنې ونه کړي، دوی خپله تر پوښتنې لاندې راځي، ځکه ډېری دا هېوادونه د بشري حقونو د کنوانسیونونو غړي دي، خو اصلي اندېښنه دلته ده چې دا هېوادونه د افغانستان او د افغانستان ښځو او د بشري حقونو د پراخې سرغړونې په اړه خپل مسوولیت نه ترسره کوي او په بشپړه توګه د ښځو او نجونو ملاتړ نه کوي."

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړي استازي ډیویډ اسپرول، هم ویلي وو چې تر اوسه طالبانو د بشري حقونو په مسایلو کې د اصلاحاتو لپاره له نړیوالو غوښتنو سره هیڅ ډول تعامل نه دی کړی او د نړیوالو ځواکمن اقدام ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG