د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

هلمند کې لوړ ولور او د ځوانانو ستونزې؛ نظراحمد: لس کاله مې د کوزدې کېږي خو ولور نه‌شم ورکولی


ارشيف
ارشيف

په هلمند ولایت کې د لوړ ولور دود د ځوانانو لپاره یوه جدي-ټولنیزه ستونزه ګرځېدلې ده.

نظر احمد د ناوې ولسوالۍ یو ځوان، چې لس کاله وړاندې یې کوزده کړې ده، اوس هم د ولور د ورکړې توان نه‌لري.

هغه وایي، تر اوسه یې یوازې دوه نیم لکه پاکستانۍ کلدارې ورکړي دي او اووه نیم لکه نورې يې پاتې دي.

"زه لس کاله کېږي چې کوزده مې کړې ده، خو تر اوسه مې د ولور ټولې پیسې نه‌دي ورکړي. یوازې دوه نیم لکه مې خُسر ته ورکړي دي
نظراحمد

نظر احمد وایي: "زه لس کاله کېږي چې کوزده مې کړې ده، خو تر اوسه مې د ولور ټولې پیسې نه‌دي ورکړي. یوازې دوه نیم لکه مې خُسر ته ورکړي دي او اووه نیم لکه نورې پاکستانۍ کلدارې پاتې دي. زه د سختو ناروغیو له کبله د درنو کارونو توان نه‌لرم. د همدې لپاره پیسې پیدا کول راته ډېر ګران شوي دي. که ولور دومره لوړ نه وای، شاید تر دې مهاله مې واده کړی وای، په هلمند کې ډېر ځوانان زما په څېر له‌دې ستونزې سره مخ دي. موږ غواړو چې د ولور دود کم شي، ترڅو وکولای شو د خپلې خوښې سره سم ژوند وکړو. د دې دود له امله زموږ ژوند ډېر ستونزمن شوی او نجونې هم په کورونو کې زړې کېږي."

په هلمند کې دا ستونزه یوازې د نظر احمد نه‌ده، ګڼ‌شمېر ځوانان د ولور د پیسو د نشتوالي له امله له واده پاتې دي او ځینې یې ان زاړه شوي دي.

د دې دود د اغېزو په اړه د هلمند یو بل ځوان اسماعیل وایي: "ډېر ځوانان مو د ولور د لوړېدو له کبله د واده کولو توان نه‌لري. دې ستونزې زموږ د ټولنې راتلونکی زیانمن کړی."

په هلمند کې دا ستونزه یوازې د نظر احمد نه‌ده، ګڼ‌شمېر ځوانان د ولور د پیسو د نشتوالي له امله له واده پاتې دي او ځینې یې ان زاړه شوي دي.
په هلمند کې دا ستونزه یوازې د نظر احمد نه‌ده، ګڼ‌شمېر ځوانان د ولور د پیسو د نشتوالي له امله له واده پاتې دي او ځینې یې ان زاړه شوي دي.

دی زیاتوي چې باید د ولور دود مات شي، تر څو ځوانان له‌دې ستونزو خلاص شي.

همدارنګه زین‌الله چې د هلمند ولايت ګرمسیر ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي: "که ولور کم شي، ډیرې کورنۍ به واده وکړي او ځوانان به له بدحالي خلاص شي. زموږ نجونې چې د واده لپاره څوک نه‌لري، په کورونو کې زړېږي."

د دیني عالمانو په نظر په اسلام کې هم لوړ ولور نه‌دی خوښ شوی.

د هلمند یو دیني عالم مولوي نعمت‌الله په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې، ولور باید د وسې په اندازه وي. دیني علماء باید د خلکو ترمنځ د لوړ ولور د مخنیوي لپاره کار وکړي، ترڅو ټولنه له‌دې دود څخه پاکه شي."

په ټوله کې د هلمند ځوانان او د دې ولایت اوسېدونکي د لوړ ولور د دود د ماتولو غوښتنه کوي، ترڅو ټولنې ته ارامي او ثبات راشي او ځوانان وکولای شي د واده کولو امکان پیدا کړي، پرته له‌دې چې د ولور د پیسو له له امله له ژوند څخه ناامیده شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG