د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ولور زیاتوالي ځوانان له ودونو پاتې کړي، د دوی په خبره چې اوس هم په یاده ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ پر سر په لسګونو غواګانې او له دوه سوه څخه تر درېیو سوو پورې وزې اخیستل کېږي چې حساب یې میلیونونو افغانیو ته رسېږي او دا کار د خلکو وسه وتلی دی.
دا دود د منډول ترڅنګ د نورستان په نورو سیمو کې لا هم ژوندی دی.
د لویدیځ نورستان تر ټولو لېرې پرتې ولسوالۍ منډول ځوانان وايي، په نورو سیمو کې د هرې ورځې په تیرېدو د ولور کچه کمېږي، خو د دوی په ولسوالۍ کې د پخوا په څېر د نجلۍ ولور په لسګونه غواګانې او له دوه سوه زیاتې وزې اخیستل کېږي.
محمدامان هم همدغه زیات ولور له واده پاتې کړی دی وايي: "زموږ زیات ځوانان د څلوېښت او پنځوسو کالو پورې بې واده پاتې کېږي. په دې خاطر چې د ولور پوره کولو توان نه لري، نو په همدې اساس دلته زیاتې ستونزې موجودې دي."
د خلکو په خبره همدا لوړ ولور دی چې ځوانان او پېغلې له ودونو بې برخې کړي او زیاتې کورنۍ يې په دښمنۍ اخته کړي دي.
سیف الله هم د منډول ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي: "ولور منډول او نورو ولسوالیو کې ډېر زیات دی. دوه سوه او درې سوه وزې، لسو نه تر دیرشو پورې غواګانې، دوه کلاشینکوفونه، ورسره دوه پېټۍ کارتوس، یوه مخابره او سل منه جوار اخیستل کېږي. د ولور د زیاتوالي په وجه خلک ګڼو ستونزو سره مخ دي. دلته زیاتې دښمنۍ د همدې له امله دي چې یو ځوان ولور نه شي پوره کولی نو نجلۍ وتښتوي او بیا د کلونو لپاره يې دښمنې دوام لري."
دا یوازې په منډول کې د ولور لوړوالي خلک نه دي په تنګ کړي، بلکې د نورستان په ګڼو سیمو کې دغه ملا ماتونکی رواج شتون لري.
د واما ولسوالۍ قومي مشر او د یاد ولایت له دودونو خبر انجینر محمد عیسی وحدت وايي: "نورستان کې له سلګونو کلونو راپه دیخوا د نجونو په ولور کې څاروي ورکول کېږي، د هرې درې او هرې قبېلې د څارویو شمېر او نوعیت جلا دی، لکه په کانتیوا کې له لسو تر دیرشو پورې غواګانې ورکول کېږي. په واما، وانټ وایګل،نورګرام،دواب او منډول کې بیا ولور له شپېتو نیولی تر درېیو سوو پورې وزې دي. یوازې پارون کې ښه او شرعي دود دی چې هلته نجونو ته په خپله خوښه د واده کولو اجازه ده. په پارون کې نجلۍ ته په مهر کې له یوې خوا تر څلورو غواګانې ورکول کېږي او د دې ترڅنګ د پلار په مال او جایداد کې چې د نجلۍ کومه برخه رسېږي هغه هم ورکوي."
دیني عالمان وايي، په شرعي لحاظ مهر د نجلۍ حق دی او بل څوک يې د اخیستلو او خپلولو حق نه لري. د ولور او په بل نوم د نجلۍ پر سر پېسې، څاروي او نور شیان اخیستل هم جایز کار نه دی.
دیني عالمان او عام خلک له طالب چارواکو غواړي چې باید د دغه ډول ملا ماتوونکو دودونو مخه ونیسي چې د کومو پر وسېله د نجلۍ او د هلک د کورنیو ترمنځ د خپلوۍ پرځای دښمنۍ پیلېږي.
طالب چارواکي بیا وايي، په یو شمېر سیمو کې يې د قومي مشرانو او دیني عالمانو پر مټ د زیات ولور اخیستلو مخه نیولې او د یاد دود کمېدو لپاره نورې هڅې هم کوي.
په نورستان کې د طالبانو د مطبوعاتو مسول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادي راډیو ته وویل: "په نورستان کې له ډېر پخوا راهیسې د ولور موضوع را روانه ده. په ځینو ځایونو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو او قومي مشرانو په هڅو په ولور کې یو څه کموالی راغلی دی او دغه مشکل به د قومي مشرانو او دیني عالمانو په همغږۍ حلوو، څو ځوانان او پېغلې وکولی شي چې د ګډ ژوند لپاره شرعي لاره غوره کړي. د دې پرځای چې بیا ټول عمر په وېره او دښمنۍ کې تیروي او کورنۍ يې سختۍ ګالي. په لنډ وخت کې به انشاالله چې دغه ستونزه په نورستان کې حل شي."
د نورستان په منډول او د یاد ولایت په نورو سیمو کې خلک د ولور له زیاتوالي په داسې حال کې شکایت کوي چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ولور په نوم دود وجود لري او ګڼ ځوانان يې د پوره کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته په کلونو مسافرۍ او مزدورۍ ته اړ کړي دي.