د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

غزني کې ډله‌ییز واده؛ ګډونوال: جلا ودونو کې ډېر لګښت کورنیو کې ستونزې جوړوي


په غزني کې ډله ییز واده
په غزني کې ډله ییز واده

د غزني یو شمېر اوسیدونکي وایي، په ودونو کې ډېر لګښت ځوانان بې برخلیه او د کورنیو ترمنځ د ستونزو د پیدا کېدو لامل ګرځي.

ګلشن محمدي څو ورځې وړاندې په ډله ییز واده کې واده شوه. دغه واده کې د ۱۲ پېغلو او ځوانانو ترمنځ د ګډ ژوند مراسم ترسره شول.

ګلشن وايي، دغه کار ته یې ځکه غاړه کېښوده چې د دې د پلارګنۍ او خسرګنۍ دواړو د واده لګښتونه راکم شي.

نوموړې وایي، په ودونو کې زیات لګښتونه د دې سبب شوي چې په دواړو کورنیو بوج راشي او د کورنیو ترمنځ ستونزې رامنځ ته کړي.

دا زیاتوي: "زه د دواړو لورو په خوښه دلته راغلې یمه، هم مې د حاجي اغا خوښه وه او هم زما خپله خوښه وه، ځکه چې بې ځایه لګښتونه مې نه خوښېږي."

دغه پېغلې او ځوانان وايي، له دغه ګډ واده څخه یې موخه د لګښتونو راکمول او په ودونو کې د بې ځایه دودونو مخه نیول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ځینې اوسېدونکي د دغه ځای له اوسېدونکو څخه په اوسني وخت کې په ودونو کې د لګښتونو راکمولو غوښتنه کوي.

په ډله ییز واده کې یوه جوړه
په ډله ییز واده کې یوه جوړه

دوی وايي، بې کاري، غریبي او تقریبا په ټپه ولاړه سوداګريز حالت په ودونو کې خلکو ته د زیاتو او بې ځایه لګښتونو اجازه نه ورکوي.

ذکریا حسنزاده چې له درېیو کالو کوژدې کولو وروسته یې لا هم کوژدنه د پلار پر کور ناسته ده وايي، بې ځایه سیالي او په ودونو کې زیات لګښتونه د دې سبب شوي چې ځوانان له ډېرو ستونزو سره مخ او کلونه کلونه د واده په لګښتونو او ولور ګټلو پسې نورو هېوادونو ته مساپر کېږي.

نوموړی یاتوي: "خلک بېخي بې وزله شوي دي، اقتصاد نه شته، کاروبار هم نه شته، له بلې خوا د واده ولور او نور توکي زیات ګران شوي، ډېری ځوانان تر درېیو څلورو کالو پورې کوژدن پاتې شوي وي، دومره توان نه لري چې واده وکړي، که داسې ډله ییز ودونه رواج شي دا به ډېر ښه وي، په دې خاطر چې د ځوانانو او نورو بې وزله کورنیو سره په اقتصاد کې مرسته کوي."

اقتصادپوهان په ودونو کې د زیاتو لګښتونو راکمول د ټولنې اقتصاد ته ګټه رسول بولي.

په غزني کې هم د هېواد د نورو سیمو په رنګه په ودونو کې د زیاتو او بې ځایه لګښتونو دود رواج لري.

دا په داسې حال کې ده چې له غزني هم تر دوه لکه زیات ځوانان نورو هېوادونو ته په خوارۍ کښلو پسې تللي دي چې یو لامل یې د ناوې ولور او د واده بې ځایه او زیات لګښت پوره کول بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG