د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

لوړ ولور ډېری افغانې پېغلې او ځوانان له ګډ ژونده بې برخې کړي


ارشيف
ارشيف

یو شمېر هغه کسان چې د زیات ولور ترخې تجربې له ځان سره لري له ازادي راډيو سره په خبرو کې ددې مسلې لپاره د یوې هر اړخیزې حل لارې غوښتنه کوي.

سنوبر چې ۳۲ کلنه ده وايي، په ۱۷ کلنۍ کې کوژده شوه خو واده یې پنځه کاله ځکه، وځنډېد چې پلار یې په خاوند لوړ ولور ایښی و.

سنوبر وايي، خاوند یې ددې لپاره چې د ولور اته نیم لکه افغانۍ پیدا کړي له وطن نه کلونه مسافر شو.

نوموړې چې اوس د دوو اولادونو مور ده وايي، د زیات ولور یوه بدي، له واده وروسته د پورونو خلاصول دي.

نوموړې وايي: "خاوند مې ایران کې پنځه کاله مسافري تېره کړه او له هغې وروسته چې راغی راوړې پیسې یې هم پوره نه وې، بیا یې پور واخیست ترڅو واده وکړي، له واده وروسته موږ له سختو ستونزو سره مخ شو ان تر دې چې د خوراک ډوډۍ مو هم نه درلوده، زما خاوند چې کار کوو د کار زیاتې پېسې به یې په قرضدارۍ کې ورکولې ډېرې ناخوالې مو ولیدې او دا ټول د لوړ ولور نتیجه وه."

له واده وروسته موږ له سختو ستونزو سره مخ شو ان تر دې چې د خوراک ډوډۍ مو هم نه درلوده،

اغلې سنوبر چې په قوم ترکمنه ده وايي، د ولور مسله د ترکمنو په منځ کې زیاته جدي ده.

خو دا یوازې نه د سنوبر ستونزه ده او نه د ترکمنو د قوم، بلکې دا د سلګونو او زرګونو سنوبرو او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د میشتو اوسېدونکو او قومونو ستونزه ده.

د افغانستان په پکتیا ولایت کې هم د ولور کیسه زړه په زړه ده او دغه راز په خوست ولایت کې اوس هم ولور تر ۱۳ لکو افغانیو پورې اخیستل کېږي.

له خوست او ګاونډ ولایتونو نه ازادي راډيو ته په استول شوي معلومات کې دا هم ویل شوي چې یوازې ولور شاخوا ۱۳ لکه افغانۍ وي، د واده نور لګښتونه هم درانه دي، چې لکونو افغانیو ته رسیږي.

خو ددې چارې مخه ولې نه نیول کېږي؟ ایا تر اوس یې په اړه اقدام شوي؟

د خوست ولایت قومي مشر میر قاسم شاه یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ولور باندې تر اوسه کنټرول نه دی راغلی، که دولت په ریښتیا سره غواړي چې ولور کنټرول کړي کولای شي، خو په دې برخه کې تر اوسه جدي کار نه دی شوی، د نوي نظام پلاوی راغلی و هڅې روانې دي خو د ولور د کنټرول لپاره دولت باید یوه تګلاره جوړه کړي او د هغې تګلارې له مخې باید سرغړونکو ته سزا وټاکل شي."

د ښاغلي قاسم شا په خبره موده وړاندې د طالبانو ځیني مشران دغه ولایت ته ورغلي و او هلته یې د قومي مشرانو سره په دې مسله خبرې کړي.

پکتيا کې د ولور د کمولو د پرېکړې د تطبيق لپاره راټول شوي قومي مشران
پکتيا کې د ولور د کمولو د پرېکړې د تطبيق لپاره راټول شوي قومي مشران

سره له دې چې قومي مشر میر قاسم شاه وايي، نوي نظام د ولور د کنټرول لپاره هڅې پیل کړي خو د خوست ولایت یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د اوس لپاره که هر ډول پرېکړه په دې برخه کې کېږي عملي کول یې وخت غواړي.

نوموړی وايي: "د ولور مسله اوس هم جدي ده او هغه مهال چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي نه و په ځینو ځاینو کې دوی خپله دغه کار کوو، که د دوه طالب چارواکو د اولادونو ترمنځ به د کډ ژوند خبره کېده یو خط به د کمو پېسو لیکل کیده تر څو مشرانو ته یې وښيي چې کم ولور یي اخیستی خو بل به پټ د دواړو تر منځ د اصلي ولور لیکل کیده. هغه مهال جمهوریت هم څه ونه کړه او فکر نه کوم چې نوی حکومت دې هم څه وکړي."

دا په داسې حال کې ده، چې پ د طالبانو مشر مولوي هبت ‌الله اخندزاده په یوه تازه حکم کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت ته دنده سپارلي چې په ودونو کې د زیاتو لګښتونو مخه ونیسي دغه شان په دغه فرمان کې د بې ضروروته دوهم، دریم او څلورم واده نه کولو په اړه هم ویل شوي دي.

په حکم کې راغلي، د امر بالمعروف او نهی عن منکر او سمع شکایاتو وزارت ته دنده سپارل کېږي، چې په زیاتو لګښتونو له بې ضرورته دویم، درېیم او څلورم واده څخه مسوولینو د منع کولو هدایات، چې په اړه یې فرمان صادر شوی دی په جدي ډول تعقیب کړي.

افغانستان کې ودونه ملا ماتوونکی لګښت لري چې پوره کول يې د هر چا له وسه وتلي دي.
افغانستان کې ودونه ملا ماتوونکی لګښت لري چې پوره کول يې د هر چا له وسه وتلي دي.

په دې حکم کې دغه وزارت ته سپارښتنه شوې چې که کوم کس له دغه حکم سرغړونه کوي، نو هغه په نښه او وخت په وخت یې په اړه مشرتابه ته راپور ورکړي.

خود طالبانو د مشر دې حکم کې نه دي ویل شوي چې (له بې ضرورته دویم،‌ درېیم او څلورم واده) موخه څه ده او که څوک سرغړونه کوي،‌ څه ډول چلند به ورسره کېږي؟

دغه شان دا هم نه دي ویل شويو چې دا فرمان به په عامو خلکو هم پلی کېږي که څنګه؟

د یادونې ده، چې د ملا ماتونکي ولور په اړه په افغانانو کې له پخوا راهیسې جدي اندېښنې موجودې دي، چې د وخت چارواکو او قومي مشرانو یې په وار وار د کنټرول ژمنې کړي، هغه ژمنې چې د عوامو په خبره تر اوسه نه دي عملي شوي.

XS
SM
MD
LG