د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د ملګرو ملتونو د تاسیس کلیزه؛ په افغانستان کې د دغه سازمان رول څومره مهم دی؟


د ملګرو ملتونو سازمان لوګو
د ملګرو ملتونو سازمان لوګو

د اکټوبر د ۲۴مې نېټې په رارسېدو سره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د دغه سازمان د سیاسي رول پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل، د افغانستان خلک لا هم له سترو بشري، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

نصیر احمد فایق ازادي راډیو ته وویل، افغانان د ملګرو ملتونو د منشور د ارزښتونو د ترلاسه کولو هڅې کوي.

نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست
نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست

ښاغلي فایق هیله څرګنده کړه چې ملګري ملتونه به له دې ورځې په ګټې اخیستنې سره خپل رول لا پیاوړی کړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هیله لرو چې دا ورځ به په نړیواله کچه د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو فرصت وي، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو لپاره، ترڅو دوی د خبرو اترو له لارې د ملګرو ملتونو په منشور کې منعکس شوې سولې او سوله‌يیزې همکارۍ ته ورسيږي."

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ونډه او فعالیتونه د بشري مرستو تر رسولو محدود شوي، خو هیله لري چې دغه سازمان به وکولای شي، د سولې په بهیر کې د حکومت رامنځته کول، په افغانستان کې د مشروعیت او اقتصادي پراختیا لپاره رول لوبوي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، افغانستان په تېرو څلورو لسيزو کې د ملګروملتونو له درېيو بنسټيزو اصولو له نشتوالي چې سوله او ثبات، بشري حقونه او ټولنيز ارزښتونه او ټولنيز اقتصادي پرمختګ دی، کړيږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی، نصیر احمد اندیشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی، نصیر احمد اندیشه

هغه وايي:

"په ملګرو ملتونو کې د افغانستان رول اوس‌مهال تر عکس العمل پورې محدود دی، زموږ هیله دا ده چې د امنیت شورا د وروستیو پرېکړو پر بنسټ، د سولې په بهیر او د یوه مشروع او ټول‌شموله حکومت په رامنځته کولو او په افغانستان کې بشري حقونه او اقتصادي پراختیا کې خپل رول ولوبوي."

د يادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنۍ له پيل راهيسې، د افغانستان د وضعيت په اړه د ځانګړو غونډو د ترسره کولو، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د راپورونو په خپرولو، د اعلاميو په صادرولو، له طالب چارواکو سره په خبرو کې د وضعیت د بدلولو، د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو او د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنې کړې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د نومبر په ۲۳مه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره په کتنه کې وويل چې د افغانستان د ستونزې حل‌لاره د نجونو پر زده کړو لګول شوي محدودیتونه لرې کول دي او دغه راز دا ډاډ ترلاسه کول چې، د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ په څو راپورونو کې په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته نه درناوی د اندېښنې وړ بللی و.

خو د طالبانو حکومت پر ښځو بندیزونه د افغانستان داخلي مسئله بللې او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنیټ راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو حکومت تل له ملګرو ملتونو غوښتي چې د یوه بې پرې سازمان په توګه چلند وکړي او په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او ګڼو چارواکو یې بیا- بیا له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ د دوی حکومت ته وسپاري
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او ګڼو چارواکو یې بیا- بیا له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ د دوی حکومت ته وسپاري

که څه هم ملګرو ملتونو په ځینو مواردو کې له طالبانو سره خبرې اترې د افغانستان د خلکو د ژغورنې یوه لار بللې، خو پرېکړه یې کړې چې دغه څوکۍ د طالبانو د حکومت استازي ته ونه سپاري او د پخواني جمهوري نظام استازی لا هم پر ياده څوکۍ پاتې دی.

طالبان وايي چې حکومت يې ټول‌شموله دی او د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د تور لېست څخه د ځينې طالب مشرانو د نومونو د ايستلو، بندیزونو لرې کولو، د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون او په ملګرو ملتونو کې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې او په دې برخه کې د حل لارې لټول پکار دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په تېرو دوو کلونو کې د دغه هېواد له خلکو سره بشري مرستې کړي او د نسبي اقتصادي ثبات په ځانګړي ډول د افغانۍ د بیې په ثبات کې هم د دې مرستو رول اغېزمن بللی دی.

نړیوال بانک د روان کال د جولای په ۳۱مه په خپل راپور کې وویل چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو له‌خوا د نغدو پیسو استول په بازار کې د افغانیو د بيې له ثبات سره مرسته کړې ده.

دغه راز ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې شاوخوا ۱،۴ میلیارده ډالر افغانستان ته استول شوي او تر دې مخکې په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره ۱،۸ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د اکټوبر په ۱۹مه وویل، په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره څه باندې ۱،۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.

د دې مرستې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره د امریکا له‌خوا ورکړل شوي او تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له دغه هېواد سره ۲ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې اوس هم افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې فعاله ونډه لري
د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې اوس هم افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې فعاله ونډه لري

له بلې خوا یو شمېر هغه کسان چې د ملګرو ملتونو له‌خوا یې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دغه مرستې اغېزمنې بولي او غواړي چې دوام وکړي.

د کابل اوسېدونکی غلام علي وايي:

"پخوا به «ډبليو‌اف‌پي» وو، خو اوس نه‌شته. کابو پنځه یا شپږ میاشتې کیږي زموږ کارتونه غيرفعال شوي او موږ ته څه نه راکوي. خلک او ټلوېزیونونه وايي چې بوديجه نه‌لري. زموږ کارتونه او هغه کسان چې موږ يې پیژنو د هغوی کارتونه غيرفعال شوي. لوبيا، اوړه او کله کله به يې غوړي هم راکول. له هغې ورځې راهیسې چې زموږ کارتونه غیر فعال شوي له سختو ستونزو سره مخ یو."

څه موده وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و، چې سږ کال یې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو بهیر درولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د معلوماتو له‌مخې، اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې، په افغانستان کې بشري وضعیت هغسې کړکېچن نه‌دی څومره چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ښودل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې په خپله وېب‌پاڼه کې ليکلي، د بې‌وزلۍ او لوږې له‌منځه وړل، د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول، زده‌کړه، د جنډر برابري، د پاکو اوبو برابرول او د سولې او عدالت تامين په افغانستان کې د دغه سازمان له مهمو موخو څخه دي.

سیاسي کارپوه، طارق فرهادي
سیاسي کارپوه، طارق فرهادي

خو د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي چې، ملګري ملتونه په افغانستان کې په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

"د افغانستان مسئلې او ستونزې، د بې‌وزلۍ کړاو، د بشري حقونو مسايل، د افغان کډوالو مسئلې چې په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو تر ټولو لوی درد دی او په بېلابېلو هېوادونو کې هغه چلند چې له افغانانو سره کېږي، ملګري ملتونه په‌دې ټولو برخو کې ډېر نرم چلند کوي او نیمګړتیاوې لري."

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي دانیل انډرس د جولای په ۳مه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ستراتېژیک چوکاټ د اعلانولو پر مهال ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه د هغه محدود چاپیریال په ځواب کې چې ټول افغانان، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ورسره مخ دي، د بنسټیزو مرستو چمتو کولو ته ځانګړې پاملرنه لري او راستنېدونکو او کډوالو ته رسېدل د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

هغه په یوه اعلاميه کې چې د دې سازمان په ویب‌پاڼه کې خپره شوې، ویلي چې پر هغو مېرمنو د کارکولو بنديز چې د ملګروملتونو له سازمان سره کار کوي، د هغو محدوديتونو سره اضافه شوي چې پخوا پر افغان مېرمنو د طالبانو له‌خوا لګول شوي وو.

د روان کال د اپریل له څلورمې راهیسې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د دې سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار له بنديز وروسته، یوناما وویل دوی دې ته اړ شوي چې په افغانستان کې د پاتې کېدو او اړو خلکو سره د مرستو او خپلو اصولو ته د ژمن پاتې کېدو ترمنځ یو ناوړه انتخاب وکړي.

خو ملګرو ملتونو بیا پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه نېټه تاسیس شو او دوه کاله وروسته دغه نېټه د ملګرو ملتونو د ورځې په نوم ونومول شوه چې موخه یې د ملګرو ملتونو اهداف او لاسته‌راوړنې د نړۍ خلکو ته ورپېژندل او د هغوی ملاتړ ترلاسه کول دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو گوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو گوترش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سه‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ۷۸مې کلیزې په مناسبت، په خپل ایکس‌پاڼه کې د نړۍ د هېوادونو پر یووالي ټینګار وکړ.

افغانستان په رسمي ډول په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړی شو.

د ملګرو ملتونو منشور هغه سند دی چې د دې سازمان او ورسره تړلو بنسټونو د کار موخې او طریقې ټاکي او د ملګرو ملتونو د منشور حکم لري.

د دغه سازمان بنسټيزې موخې د امنيت تامين، د نړۍ د سولې ټينګښت او د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو پراختيا او د هغوی د کړنو همغږي کول دي.

ملګري ملتونه چې مرکزي دفتر یې په نیویارک کې دی، د نړۍ تر ټولو لوی او ځواکمن سازمان دی چې غړي یې ټول خپلواک هېوادونه چې دي د نړیوالو قوانینو له مخې په رسميت پېژندل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG