د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د کور په کور د پوليو واکسين درېدل؛ د يوشمېر فعالانو او خلکو اندېښنې يې راپارولي


دا ځل د پوليو کمپاين کور په کور پر ځای جوماتونو کې تطبيقيږي.
دا ځل د پوليو کمپاين کور په کور پر ځای جوماتونو کې تطبيقيږي.

نن چهارشنبې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین د کمپاین درېیمه او وروستۍ ورځ ده.

دغه کمپاین چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی، د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان په خبره، په ترڅ کې به یې ۶،۲ ملیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کې دي، واکسین شي.

"تر ټولو ښه لار، د پولیو کمپاینونو د تطبیق کور په کور واکسین دی چې، هلته به پخوا تطبیق کېده
سيد کمال شاه

که څه هم نوموړي نه‌دي ویلي چې دغه کمپاین په کومو ولایتونو کې عملي کېږي، خوهغه داسې مهال پیل شوی چې په افغانستان کې روان زېږديز کال د پولیو څه باندې شل مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پخوانیو هغو خلاف د پولیو دغه کمپاین کور په کور نه، بلکې په جوماتونو او نورو ځایونو کې عملي کېږي چې د واکسینو د کمپاین یوشمېر فعالانو او یوشمېر کورنیو یې د اغېزمنتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې ځيني کورنیو ازادي راډیو ته وویل، ښه به دا وای چې دغه کمپاین کور په کورعملي شوی وای، ځکه اکثره نارینه د ورځې له‌خوا پر کارونو بوخت وي او ښځې نه‌شي کولای چې ماشومان د واکسین لپاره جوماتونو یا نورو ځایونو ته بوځي.

سید کمال شاه سید چې ډېر کلونه یې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو له ادارې یونېسف سره د واکسینو د کمپاین د عامه پوهاوي په برخه کې د یوه مسوول په توګه کار کړی، هم ازادي راډیو ته د دغو کورنیو اندېښنې پرځای وبللې.

نوموړي وویل: "تر ټولو ښه لار، د پولیو کمپاینونو د تطبیق کور په کور واکسین دی چې، هلته به پخوا تطبیق کېده او د دې ترڅنګ کوم واکسینونه چې د صحي مراکزو له لارې تطبیق کېږي، د هغو قوي‌توب دی چې متاسفانه په افغانستان کې روټین ایمونیزیشن یا د ماشومانو د ماشومتوب د دورې کوم واکسینونه چې تطبیق کېږي، دا هم ډېر زیات کمزوری دی. د دې پروګرام قوي‌توب پخپله د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي."

افغانستان کې سږ د پوليو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
افغانستان کې سږ د پوليو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

خو د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ښاغلي زمان د دغه کمپاین د پیلېدو په اړه په یوه ویډیویي پیغام کې هیله څرګنده کړې چې، قومي مخور، علماو او نورو نفوذ لرونکي کسان به د پولیو د واکسین له ټیمونو سره همکاري وکړي، ترڅو دغه کمپاین چې ویل کېږي د ځینو ستونزو له امله په ځنډ پیل شوی، په سمه توګه عملي شي.

په هغو سیمو کې چېرې چې دغه وایروس شتون لري، یا دغه وایروس د خپرېدو په حال کې دی او نور هم خپریږي، ۹۵سلنه ماشومان باید د کمپاین په هره دوره کې واکسین شي."
سيد کمال شاه

په افغانستان کې روان زېږديز کال د پولیو ډېری مثبتې پېښې په هغو ولایتونو کې ثبت شوې چې له پاکستان سره ګډې پولې لري، هغه هېواد سره چې روان کال د پولیو مثبتې پېښې په‌کې په بې‌ساري توګه زیاتې شوې دي.

د ښاغلي سید په خبره د پولیو سرایت دواړه هېوادونه اغېزمنوي، ځکه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک له یوې نه بلې خواته ډېر تګ راتګ کوي، چې دا کار د پولیو د وایروس سرایت چټکوي.

د هغه په خبره په افغانستان او پاکستان کې د پولیو وایروس د چټکې خپرېدا مخنیوی هله ممکن دی چې، په دواړو هېوادونو کې د پولیو د واکسینو کمپاینونه په خپل وخت او په سمه توګه عملي شي.

نوموړی دغه‌راز وايي: "په دواړو هېوادونو کې د پولیو د کمپاینونو بریالیتوب په‌دې پورې تړلی چې هرڅومره ډېر ماشومان چې کېدای شي هلته واکسین شي. په افغانستان کې په خاص ډول باندې په هغو سیمو کې چېرې چې دغه وایروس شتون لري، یا دغه وایروس د خپرېدو په حال کې دی او نور هم خپریږي، ۹۵سلنه ماشومان باید د کمپاین په هره دوره کې واکسین شي."

سږ کال د پوليو ډېرې مثبتې پېښې په کندهار او هلمند کې ثبت شوي دي.
سږ کال د پوليو ډېرې مثبتې پېښې په کندهار او هلمند کې ثبت شوي دي.

که په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد ناروغۍ د واکسین د روان کمپاین په اړه اندېښنې د هغه د کور په کور پر نه تطبیق څرخي، پاکستان کې بیا دغه کمپاین که څه هم کور په کور عملي، کېږي خو په ډېرو سیمو کې له تاوتریخوالي سره مخامخ دی.

د خیبرپیښتونخوا ایالت په اورکزو سیمه کې پرون سه‌شنبې د ناپېژندو وسله‌والو په یوه برید کې د پولیو د واکسین د کمپاین دوه ساتونکي ووژل شول.

د راپورونو له‌مخې دغه برید په بدان سیمه کې شوی، چې له امله یې په‌دې او نژدې سیمو کې د پولیو د واکسین کمپاین هم درېدلی دی.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له‌مخې په یوه بله پېښه کې پرون سهار وختي د شمالي وزیرستان په شیوه سیمه کې یوشمېر وسله‌والو له هغو ساتونکو وسلې ټولې کړي چې، د پولیو د واکسین د کمپاین د امنیت لپاره ګومارل شوي و.

په‌دې سیمه کې هم د واکسین دغه کمپاین درول شوی دی.

پاکستاني چارواکي هیله‌من دي چې د پولیو د واکسین د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې تر جمعې پورې دوام کوي، په ټول پاکستان کې له ۴۵ میليونو زیات ماشومان واکسین شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه محدود هېوادونه دي چې تر اوسه د پولیو له ناروغۍ سره مخ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له‌مخې په دواړو هېوادونو کې روان زېږديز کال د پولیو په مثبتو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

په افغانستان کې یې شمېر ۲۳ ته او په پاکستان کې یې شمېر ۴۱ ته رسېدلی.

د روغتیاپالانو په وینا پولیو چې یوه ناعلاجه ناروغي ده، مخینوي یې یوازې هله ممکن دی چې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان د پولیو د واکسینونو په هره دوره کې واکسین شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG