د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د طالبانو له لوري د پوليو واکسين له ځنډولو سره سم کندهار کې د يادې ناروغۍ مثبته پېښه ثبت شوې


کندهار کې د پوليو واکسين تطبيق.
کندهار کې د پوليو واکسين تطبيق.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په کندهار کې د پولیو یا ګوزڼ د یوې نوې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين د کور په کور کمپاين د درېدو د راپورونو له خپرېدو سره سم، د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان په سوېل کې د پوليو د يوې نوې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړ.

ډبلیو‌‌ايچ‌او د سه‌شنبې په ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي چې، د پولیو دا مثبته پېښه د اګست په لسمه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د دې سازمان په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته رسیږي، چې ۱۹ یې په افغانستان او ۱۷ یې په پاکستان کې ثبت شوي.

د راپور پر بنسټ، په‌دې اوونۍ کې د پولیو ویروس ۳۵ مثبتې محیطې نمونې (ES) راپور شوي چې پنځه یې په افغانستان او ۳۰ یې په پاکستان کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دغه پېښې په کندهار، کابل او هلمند ولایتونو کې دي.

د ډبلیو‌ایچ‌او په ټکو، په ۲۰۲۴ کې د پولیو ویروس د محیطي نمونو شمېر ۴۰۶ دی چې ۷۱ یې په افغانستان کې او ۳۳۵ یې په پاکستان کې دي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې ملګروملتونو د دوشنبې په ورځ د وږي په ۲۶مه په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کور په کور کمپاین درولی دی.

"په‌داسې حال کې چې حکومت د اوسنیو معلولینو د ستونزو د هوارولو توان نه‌لري، د پوليو د کمپاين په اړه بې غوري ناوړه پايلې لري

خو له هغې یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین د درولو او یا منع کولو په اړه راپورونه رد کړل.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، د پولیو واکسین د منع کولو یا بندولو په اړه کوم رسمي فرمان نه‌شته.

خو د پولیو ضد کور په کور واکسين کمپاين د بنديز په اړه راپورونو په افغانستان کې اندېښنې راپارولي دي.

د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د عدالت غوښتنې شبکې د چهارشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې په‌دې اړه یوه اعتراضیه غونډه ترسره کړه.

د دې شبکې ویاند سید محمد یعقوب یزدان‌پرست ازادي راډيو ته وویل: "په‌داسې حال کې چې حکومت د اوسنیو معلولینو د ستونزو د هوارولو توان نه‌لري، د پوليو د کمپاين په اړه بې غوري ناوړه پايلې لري او د پوليو واکسين نشتوالى د هېوادوالو روغتيا ته جدي ننګونې رامنځته کولى شي."

ارشيف
ارشيف

په بلخ ولایت کې یوشمېر معلولینو پر حکومت او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د پولیو ضد کمپاین کې د کمیت او کیفیت له پلوه خپل فعالیتونه زیات کړي.

دا اندېښنې په‌داسې حال کې راپورته کېږي چې یو‌شمېر کورنۍ چې ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي وايي، دوی په ناوړه روغتیايي حالت کې دي.

د کابل یوې اوسېدونکې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "په زوی مې حمله راغله، ډاکتر ته ولاړو ویې ویل پولیو دی، خبرې نه‌شي کولای، په لاره نه‌شي تللی، شپې او ورځې دوه درې ځله پرې حمله راځي، خوارکی بې شیمه کوي، له وسه مې نه‌ده پوره چې څه ورته وکړم."

د ډاکټرانو په خبره، پولیو یوه ویروسي او لاعلاجه ناروغي ده، چې اوس‌مهال یې د مخنیوي یوازینۍ لار د پولیو ضد واکسین تطبیق دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG