د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین؛ طالبان: نږدې ۱۱،۲ میلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیقېږي


ارشیف: په افغانستان کې واکسیناتوران ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.
ارشیف: په افغانستان کې واکسیناتوران ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال د پولیو ضد واکسین د تطبیق دوهم کمپاین نن د دوشنبې په ورځ د جون مياشتې په درېیمه پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان ویلي چې په دغه کمپاین کې چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په ټول افغانستان کې پیل شوی، ټاکل شوې چې نږدې ۱۱،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین شي.

د يادې اعلامیې له مخې کمپاین به په ټول افغانستان کې د څلور ورځو لپاره دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو له خلکو، کورنیو او د سیمې له مشرانو غوښتي چې د کمپاین په تطبیق کې د پولیو ضد واکسین له کارکوونکو سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغانان د دغه کمپاين د پيلېدو هرکلى کوي.

د کابل اوسېدونکې ارزو ازادي راډيو ته وویل: "هره میاشت زه دا تمه لرم چې زه به خپل ماشومان واکسین کړم. ځینې کورنۍ وايي چې پوليو دروغ ده او داسې هېڅ نه‌شته. دا خبرې هېڅ معنی نه‌لري. زه له میندو څخه غوښتنه کوم چې دا خبرو کيسه کې نه‌شي او خپل ماشومان واکسين کړي."

دغه راز د دې ښار یوه بله اوسېدونکې شریفه وايي: "موږ په کور کې یو وراره لرو، هر کله چې د پولیو کمپاین پیل شي واکسین کوو يې او که پاتې شو موږ هغه روغتیایی مرکزونو او کلینکونو ته بيايو او دا واکسین پرې تطبيق کوو، ځکه چې دا د ماشوم د راتلونکي لپاره مهم او حیاتي څاڅکي دي. دا مسوولیت د میندو او پلرونو دی چې خپلو ماشومانو ته پاملرنه کوي او په خپل وخت واکسین کوي."

ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.
ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.

يوه واکسيناتوره سونيلا هم وايي چې د پوليو واکسين د تطبيق پر مهال هغه کسان چې د پوليو په اړه لازمه پوهه نه لري، د دوی له لوري ورته پوهاوى ورکول کېږي څو خپلو ماشومانو واکسين کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په ښارونو کې خلک د پوليو له واکسين سره ډېره لېوالتيا لري او تل له هغو کسانو سره همکاري کوي چې د پوليو واکسين تطبيقوي، خو هغوى چې د ولايتونو اوسېدونکي دي او ډېر پوهاوی نه لري، هغوى ته هم د مسلکي کسانو له لوري پوهاوى ورکوو."

د پولیو ضد کمپاین لومړی پړاو د روان کال په ثور میاشت کې پیل شوى و چې په ترڅ کې یې شاوخوا یوولس میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دا واکسین او ویټامین‌اې A تطبيق شو.

د روغتیا نړیوال سازمان "ډبليوایچ‌او" د مارچ میاشتې د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه شان په ۲۰۲۳م کال کې په ننګرهار ولایت کې د دغې ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تراوسه د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې وه چې له پاکستانه د شاوخوا ۶۰۰زره افغان کډوالو ایستل به په افغانستان کې د پولیو پر ضد د مبارزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي.

ياده ادارې ویلي وو، د کډوالو په ډله کې شاوخوا هغه ۲۰۰ زره ماشومان هم شته چې د پوليو ضد واکسين څاڅکي يې نه دي اخيستي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف هم د وري په میاشت کې ویلي وو چې له پاکستانه د افغان کډوالو ډله‌ييز راستنېدل به په افغانستان کې د ماشومانو د پوليو يا ګوزن ضد واکسین د ترلاسه کولو په برخې ستونزې رامنځته کړي.

هممهاله د پاکستان د پوليو د له منځه وړلو ادارې د جون په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې په پاکستان کې د پوليو څلورمه مثبته پېښه ثبت شوې، دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ په سلګونو افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستنېږي.

دغې ادارې د جوزا مياشتې په ١٢مه وويل چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه سيمو کې يې د پوليو ضد واکسين يو اوونيز کمپاين پيل کړى دى.

دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې پولیو په بشپړه توګه پکې له منځه نه ده تللې.

پولیو یوه ویروسي او لاعلاجه ناروغي ده او د مخنیوي یوازېنۍ لار یې د پولیو ضد واکسین څاڅکي اخيستل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG