د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

پر ټولنیزو شبکو له ځینو طالبانو سره د بهرنیو ښځو د عکسونو خپرېدو غبرګونونه پارولي


له وسله‌والو طالبانو سره د چینايي مېرمنو ګډ عکس
له وسله‌والو طالبانو سره د چینايي مېرمنو ګډ عکس

په‌دې وروستیو کې ځینې بهرنۍ ښځې چې ویل کېږي چینایي وګړې دي، د طالبانو له ځینو غړو سره یې پر خواله رسنیو یې عکسونو خپرېدو د ځینو افغان نجونو د ښځو د حقونو فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

دوی وايي، په‌داسې حال کې چې د طالبانو حکومت افغان مېرمنې له زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو منع کړي، د طالبانو دا کړنه د دوی له حکمونو سره په ټکر، یو بام دوه هوا او د شرم او افسوس وړ ده.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا چلند د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو "تاوتریخوالی" او له بهرنیو مېرمنو سره ښه چلند په ګوته کوي چې دا توپیري چلند دی.

هغه وايي: "دلته په افغانستان کې یې موږ ښځې له هر څه او هر ځایه محرومې کړې یو او آن ویلي یې دي باید له نا محرمو سره خبرې ونه‌کړو. نور مسایل خو په هر حال موږ یې آن له خپل بنسټیز حق چې هغه تعلیم او تحصیل دی، راګرځولې یوو، خو دوی خپله هره ورځ ان له چینایي ښځو سره خبرې کوي او دوی ته هېڅ ستونزه نه‌شته. زه هره ورځ دلته چینایي ښځې او نارینه وینم چې په ډېره راحتۍ ګرځي راګرځي او پر دوی هېڅ ډول بندیز نه‌شته."

په‌دې وروستیو کې داسې عکسونه چې دقیق ځای او وخت یې مشخص نه‌دی، په‌کې بهرنۍ ښځې چې ویل کېږي چینایانې دي، د طالبانو له وسله‌‌والو ځواګونو سره د ډوډۍ خوراک او د هغو ترڅنګ له وسلې سره لیدل کېږي.

په‌دغو عکسونو کې د طالبانو دا ځواکونه له دغو ښځو سره چې حجاب او ټیکري نه‌لري اوږه پر اوږه د افغانستان په بېلابېلو سیمو او پارکونو کې ښکاري.

د یادونې ده چې له‌دې وړاندې هم له بهرنیو ښځینه سېلانیانو او یوټیوبرانو سره د طالبانو د ځواکونو ځینې ویډیوګانې او عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي چې د خواله رسنیو کارونکو پرې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا له بهرنیو ښځو او افغان ښځو او نجونو سره د دوی توپیري چلند څرګندوي.

له بهرنیو مېرمنو سره د طالب وسله‌والو د ډوډۍ خوړولو یو انځور. دې انځور د خلکو غبرګونونه هم پارولي دي.
له بهرنیو مېرمنو سره د طالب وسله‌والو د ډوډۍ خوړولو یو انځور. دې انځور د خلکو غبرګونونه هم پارولي دي.
مېرمن ساعي وايي: هغه عکسونه چې اوس پر خواله رسنیو خپاره او لاس په لاس کېږي ښیي چې د طالبانو بدنونه د چینایي ښځو له بدن سره نښتي او خپلې وسلې یې د هغوی په اختیار کې ورکړي او یادګاري عکسونه ورسره اخلي.

د افغانستان د معترضو ښځو ډلې غړې رقیه ساعي چې له‌دې وړاندې د طالبانو له‌خوا بندي شوې هم وه، د دغو عکسونو په غبرګون کې یې ازادي راډیو وویل: "د دوی رفتار د هغو فرمانونو په پرتله چې د افغانستان د ښځو لپاره یې ورکړي، له بهرنیو ښځو سره یې چلند کاملاً فرق کوي، دوی له‌دې ښځو سره متفاوته چلند کوي، له دوی سره کېني، خبرې ورسره کوي، ډوډۍ ورسره خوري او یادګاري عکسونه ورسره اخلي، هغه عکسونه چې اوس پر خواله رسنیو خپاره او لاس په لاس کېږي ښیي چې د دوی بدنونه د چینایي ښځو له بدن سره نښتي او خپلې وسلې یې د هغوی په اختیار کې ورکړي او یادګاري عکسونه ورسره اخلي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په خپله واکمني کې د تېرو درې کلونو راهیسې د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او د دوی پر نورو فعالیتونو محدودیتونه لګولي او دوی یې تفریحي ځایونو، ورزشي لوبغالو، ښځینه حمامونو ته له تګه هم راګرځولي او آن د امربالمعروف په نوم نوي قانون کې یې د ښځو غږ هم "عورت" بللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د طالبانو د حکومت ځینو پلویانو پر ټولنیزو رسنیو د دغو عکسونو د خپرېدو په غبرګون کې لیکلي، دغو کسانو چې له چینایي ښځو سره یې عکسونه اخیستي د طالبانو ځواکونه نه، بلکې د بهرنیو شرکتونو او موسسو امنیتي ساتونکي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ښځو په ځانګړې توګه د چینایانو ګڼه ګوڼه په‌داسې حال کې زیاته شوې چې چین د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکي لري، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې د کانونو د کېندلو، ګازو او تېلو پروژو په برخه کې ورسره بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.

چین سره له‌دې چې د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د طالبانو د حکومت له ملاتړو هېوادونو بلل کېږي او دغه راز له هغو لومړنیو هېوادونو دی چې د تېر جمهوري حکومت تر سقوط وروسته یې په بيجینګ یې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG