د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د خيبر هوشمند تره: هوشمند په رسنيو کې د خلکو له حقونو دفاع کوله چې د طالبانو له‌خوا ونيول شو


د کابل د پلچرخي زندان انځور
د کابل د پلچرخي زندان انځور

د سیاسي چارو د شنونکي خیبر هوشمند کورنۍ ادعا کوي چې، هغه د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت له لوري نیول شوی او دوی یې تر اوسه په اړه معلومات نه‌لري.

د خيبر هوشمند تره صادق خان نن دوشنبه د سپتمبر په دېرشمه ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې، خيبر هوشمند د تېرې سه‌شنبې راهيسې د سپتمبر ٢٤مه د طالبان د حکومت له‌خوا نيول شوى.

د نوموړي د نيول کېدو علت لا نه‌دى څرګند، خو تره یې صادق خان ادعا کوي، چې هغه په رسنیو کې په ډېره څرګنده ډول د افغانانو له حقونو دفاع کوله.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ښاغلي هوشمند تل په رسنيو کې د خلکو له حقونو دفاع کوله او له خپلو خلکو سره يې لېونۍ مينه درلوده، د د تېرې سه‌شنبې راهيسې د وسله‌والو کسانو له‌خوا نيول شوى او په اړه يې هيڅ معلومات نه‌شته."

"ښاغلي هوشمند د تېرې سه‌شنبې راهيسې د وسله‌والو کسانو له‌خوا نيول شوى او په اړه يې هيڅ معلومات نه‌شته."

ښاغلي هوشمند ته يو بل نژدې کس ادعا کوي چې، نوموړي ته د بېلابېلو کسانو له‌خوا اخطارونه ورکړل شوي وو چې په پايله کې د تېرې سه‌شنبې ورځې راهيسې لادرکه دى.

خو دا چې هغې ته چا اخطارونه ورکړي، په‌‌دې اړه یې څه ونه ویل.

د ښاغلي هوشمند نیول په تېره یوه اوونۍ کې په کابل کې د سیاسي چارو د تحليل‌ګرو د نيول کېدو پر وړاندې د طالبانو دریېم اقدام دى چې تر سره کېږي.

له‌دې وړاندې په ننګرهار ولايت کې د افغانستان د مخکېني نظام د ولسي جرګې د غړي شاپور حسن‌زوی د نیولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

دغه راز له‌دې وړاندې د جاوېد کوهستاني د کورنۍ یوشمېر غړو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا کړې وه چې، د طالبانو د حکومت استخباراتو نوموړی تېره پنج‌شنبه د کابل د سرای شمالي په سیمه کې نیولی دی.

د سیاسي او امنیتي چارو پوه جاوېد کوهستانی, 14 December 2014
د سیاسي او امنیتي چارو پوه جاوېد کوهستانی, 14 December 2014

د جاوېد کوهستاني نیول کېدو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه ویلي، جاوېد کوهستاني د طالبانو د حکومت د عمومي عفوې په باور په افغانستان کې اوسېده.

د سياسي چارو يوشمېر شنونکي وايي، د بيان ازادي د هر وګړي حق دی.

دوی وايي، د سیاسي مبصرينو په پټه بندي کول د بشر د حقونو خلاف کړنه ده، که نيول يې په هر دليل وي محاکمه يې بايد ښکاره او علني وي.

له ډلې یې حکمت‌الله حکمت ازادي راډيو ته وويل: "د تحليل کونکو نيول د حاکميت پر ګټه نه‌ده، د حل لاره يې دا ده که دوى د شنونکو اړوند نيوکې لري بايد د ليدنو پر مهال يې د اصلاح غوښتنه وشي او که بيا نيول کېږي هم محکمه يې بايد علني او عادلانه وي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو له ‌دې وړاندې هم په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې د سیاسي څېرو په ګډون ګڼ مدني فعالان، مېرمنې، خبریالان، د پوهنتون استادان او د زده‌کړو فعالان نیولي، چې ځینې یې د څو میاشتو بند تېرولو وروسته خوشې شوي او ځینې یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

که څه هم د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د طالبانو دا کړنې غندلي او د نړیوالو نورمونو خلاف کړنې يې بللي، خو طلبانو په ډېری مواردو کې په‌دې اړه چوپتیا اختیار کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG