د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو دوهمه څپه؛ لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي


له چاودنو وروسته په لبنان کې د ارتباطي وسیلو یو انځور
له چاودنو وروسته په لبنان کې د ارتباطي وسیلو یو انځور

په لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو دوهمه څپه کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

لبناني چارواکو د سپټمبر په ۱۸ مه وویل، په لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو دوهمې څپې لږترلږه ۲۰ کسان وژلي او په سلګونو نور یې ټپیان کړي چې په سیمه کې د یوې هر اړخیزې جګړې وېره یې راپارولې ده.

یوې امنیتي سرچینې او عیني شاهدانو ویلي، حزب‌الله چې امریکا متحده ایالاتونو او اروپایي ټولنې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندلې، ویلي چې په هغو مخابراتي یا ارتباطي وسیلو (walkie-talkies) کې چاودنې شوي چې د دوی غړي یې کاروي.

دولتي رسنیو د لبنان په جنوب او ختیځ کې د ورته چاودنو خبر ورکړی دی.

ویل کېږي د چاودنو یوه لړۍ تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه کله چې خلک د تېرې ورځې د پیجرونو د چاودنې پر مهال وژل شویو کسانو د جنازې لپاره سره راټول شوي وو.

د تېرې ورځې په دغو بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۲ کسان وو چې د حزب‌الله د ډېرو جګړه مارانو په ګډون تر ۲۷۰۰ ډېر کسان په کې ټپیان شوي وو.

د لبنان د روغتیا وزارت د سپټمبر د ۱۸مې په برید کې په نښه شوي وسایل د واکي ټیک په نوم معرفي کړي دي.

په لبنان کې د پیجرونو د چاودنو له کبله له سیمې لوګي پورته کېږي.
په لبنان کې د پیجرونو د چاودنو له کبله له سیمې لوګي پورته کېږي.

یاد وزارت د سپټمبر په ۱۸مه ماښام ناوخته په یوه بیان کې د مړو شمېر له ۱۴ څخه پورته ۲۰ کسان یاد کړي او ویلي یې دي چې تر ۴۵۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

حماس ډله چې د امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، د وروستیو چاودنو تر شا اسراییل په لاس لرلو تورنوي او وايي چې دغه عمل د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

حزب‌الله او د لبنان حکومت هم پر اسراییل د هغه څه پړه واچوله چې له لرې ځای کنټرولېدونکې پیچلې تنظیم شوې چاودنې بلل کېږي.

اسراییل تراوسه په دی اړه څه نه دي ویلي، خو د سپټمبر د ۱۷مه له برید څخه مخکې یې اعلان وکړ چې دوی په غزه کې د حماس پر وړاندې د خپلې جګړې اهداف پراخوي.

د سپټمبر په ۱۸مه د اسراییلو د دفاع وزیر یواف ګالانټ د اسراییلو سرتیرو ته په وینا کې وویل: "موږ د جګړې د نوي پړاو په پیل کې یو، دا زړورتیا، هوډ او استقامت ته اړتیا لري."

حزب‌الله د سپتمبر په ۱۸مه وویل چې د پیجرونو له چاودنو وروسته یې په لومړي ځل د اسراییلي توپخانو پر پوستو د راکټونو برید وکړ.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ دواړو خواوو ته خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په یوه لیک کې ویلي چې تهران به هغه برید تعقیب کړي چې په لبنان کې د دې هېواد سفیر هم ټپی کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د سلووینیا سفیر سیمویل زبوګر، چې د سپټمبر د ۱۵ کسیزې شورا مشر دی، وویل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د سپټمبر په ۲۰مه غونډه وکړي چې د پيجرونو د دې چاودنو په اړه بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د سپتمبر په ۱۸مه خبرداری ورکړ چې د پیجرونو چاودنې په لبنان کې د ډراماتیکې جګړې د زیاتوالي جدي خطر په ګوته کوي او د دې زیاتوالي د مخنیوي لپاره باید هڅه وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د راپورونو له مخې، یاد پیجرونه د تایوان نښان لري، خو تایوانی شرکت (ګولډ اپولو) په دې چاره کې هر ډول ښکېلتیا ردوي او وايي پیجرونه د هنګري یوه شرکت جوړ کړي دي.

پیجر د مخابراتي اړیکو وسیله ده چې د راډیويي څپو له لارې لنډ لیکلی متن او غږیز پیغام ور استول کېدای شي.

پیجرونه لومړی ځل په ۱۹۵۰مه او ۶۰مه لسیزه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شول.

هر پیجر د ټیلیفون په څېر خپله ځانګړې شمېره او کوډ لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG