د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د لوبو له ميدانه؛ د افغانستان او سويلي افريقا ترمنځ د يو ورځنيو لوبو لړۍ څومره مهمه ده؟


د افغان کرکټ ملي لوبډله
د افغان کرکټ ملي لوبډله

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ؛ د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نن پیليږي.

د فوټسال په نړیوال جام کې افغانستان خپله دویمه سیالي نن له ارجنټاین سره ترسره کوي.

دغه راز له‌دې به هم خبر شئ چې، میرویس اشرف او نصیب خان یو وار بیا د کرکټ بورډ د عمومي او اجرايوي مشرانو په توګه وټاکل شول.

د افغانستان د فرسټ کلاس کرکټ د سږني پړاو پيلېدل او د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو شل اوریز نړیوال جام د پيلېدو په اړه هم مطالب را اخيستل شوي دي.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې پخواني لوبغاړي باطن شاه عبدالرحیمزي د افغانستان او سویلي افریقا په لوبلړۍ خبرې کړې دي.

دا خپرونه بختيار ساحل چمتو کړې، چې د لاندې لینک په کېګاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:20 0:00
XS
SM
MD
LG